نظــر

اسلامي نظام د وحدت درس ورکوي

عبدالرقيب رقيب

افغانانو ته امريکا او د هغې ملګرو ملياردونه ډالر راوړل, د بشري حقوقو, مدني فعاليتونو, ښځو حقوقو, فردي ازادي, د ولس واکمني, بيا رغونه, معياري تعليمي خدمات او نور رنګارنګ جاذب او جالب شعارونه يې ورسره راوړل…

ترڅنګ يې قسماقسمه توپونه, بمونه, رنګارنګ جنګي الوتکې, ټانګونه, کيمياوي اسلحې, مختلف زندانونه او رنګارنګ تعذيبونه راوړل…

تيار د دجال ښی او چپ لاس و, چاته يې جنتونه برېښول او چاته يې د جهنم د تعذيبونو خبرداری ورکاوه…

خو افغان ولس د وخت د دجال له جنته تير شو, ډالر يې پرېښودل, فردي ازادي, عيشونو او نوشونو ته يې شا کړه, توپونه او بمونه يې وزغمل, زندانونه يې تير کړل…

دا هرڅه د دې په خاطر چې امريکا د ټولو رنګينيو ترشا غوښتل افغان مومن ملت سره وپاشي, ټوټه ټوټه يې کړي, په خپلو کې يې بې باوره او سره دښمنان کړي, په ګوندونو او سمتونو يې وويشي, په ژبو او قومونو يې سره دښمنان کړي, ولايت په ولايت پاچاهي کړي, ګوند په ګوند دښمني شي…

لکن افغان مومن ملت دا هرڅه درک کړي و, نه يې غوښتل د دښمن دغه شوم پلان بريالی شي, مومن ملت نه غوښتل په خپلو کې سره بيل او دښمنان شي, مومن ملت د تيرو وختونو له خپلمنځي تفرقو عبرت اخستی و نه يې غوښتل بيا هماغه د دښمنانو وحشي پلاونه تطبيق او افغانان په خپلو کې سره بې باوره او مختلف شي او ګټه يې دښمن ته ور ووزي…

اوس چې افغانان د اللهﷻ د نصرت او د قربانيو په مټ د اسلامي نظام څښتنان دي, اسلامي نظام چې د ملت د يووالي درس ورکوي,
اسلامي نظام ګوند او ګوندبازي نه کوي, د مومنانو ترمنځ اختلافات که په هررنګ او تر هرعنوان لاندي وي نه يې پالي؛ اسلامي نظام د اللهﷻ د فرمان مطابق رفتار کوي چې فرمايې:

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَـٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ  وَٱصْبِرُوٓا۟ ۚ  إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ ﴿٤٦﴾ الأنفَال-٨
ژباړه: او د الله او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ؛ او په خپلو منځو کښي شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسي کښي به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. له زغم څخه كار واخلئ، په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.

اسلامي نظام قومپالنه هم نه کوي, هر قوم ته په خپل حق قائل دی, اسلامي نظام د مومنو پرګنو ترمنځ په اختلاف باور نه لري, مومن قومونه د يوبل په ضد نه پاروي, اسلامي نظام مومنانو ته درس ورکوي چې د قومونو اختلاف يواځي د پېژندګلوي لپاره ده، د بهترۍ معيار تقوا ده, عرب په عجم او عجم په عرب هيڅ فضيلت او بهتري نه لري, اللهﷻ فرمايې:

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَـٰكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَـٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا۟ ۚ  إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَىٰكُمْ ۚ  إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ۞  ﴿١٣﴾ الحُجرَات-٤٩

ژباړه: اې خلكو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چي تاسي يو او بل سره وپيژنئ. په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.
همدارنګه رسول الله ﷺ فرمايلي دي:

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَى… »[مسند أحمد بن حنبل، ٤٧٤/٣٨] ژباړه: ای خلکو خبردار اوسئ چې ستاسو پالونکی يو دی, او ستاسو پلاره يو دی, خبردار اوسئ چې عرب په عجم بهتري نه لري او عجم په عرب بهتري نه لري، سور په تور بهتري نه لري او تور په سره بهتري نه لري, مګر په تقوا سره…

اسلام مومنانو ته درس ورکوي چې ټول سره يوبدن دي, درد يې شريک دی, د يو په درد به ټول مومن ولس درديږي, رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
«تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ الْوَاحِدِ إِذَا اشْتَكِي عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» “. مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.

ژباړه: کامل مومنان به له يوبل سره په مينه, همکاري او خواخوږي کې د يوجسد په څېر ومومې, کله چې د جسد يو اندام دردمن شي نو ټول اندامونه يې ورسره نارامه او دردمن شي.

د اسلام رهبر او د اسلامي نظام بنسټګر درس راکوي چې د مومن ولس ترمنځ بايد نفرت نه وي, مختلفې دعوې او مختلف شعارونه نه وي, د يوبل په وړاندي سنګر نه وي بلکي متحد او د يوجسد په څېر نه بیلیدونکي وي, همدغه د اسلامي نظام تګلاره ده, اسلامي نظام چې د دیموکراسۍ بندګان, د جمهوريت پيروان او نورو غربي او شرقي نظامونو پلويان يې ژوند ته نه پريږدي; ځکه دوی پوهيږي چې اسلامي نظام د مسلمان لپاره حياتي رول لري، که اسلامي نظام موجود وي نو مسلمان به د دوی له سلطې او ولکې وتلي وي…

کله چې د اسلامي نظام په اوج کې د مومنانو ترمنځ د قومپالني اوازې راپورته شوې, دريم راشده خلافت په قومپالنه متهم شو هماغه وه چې د مومنانو ترمنځ د ابن سبا په څېر ورانکار يهودي ځان ځای کړ, نفاق ته يې کار وويل, پاڅونونه او پارونې وشوې, د مومنانو د واکمن (عثمان ذي النورين رضي الله عنه) په ضد خلک راپورته شول, بالاخره يې په شهادت ورسول- رضي الله عنه وأرضاه.

کله چې بيا هم همدغې قومې انګيزې د مومنانو د وحدت مخه ډب کړه، مومنانو ته يې د بغاوت پلمه ورکړه او همدغې انګيزې ځيني مسلمانان د مومنې واکمنۍ په ضد ودرول, بيا هم هماغه ناکامه تجربه تکرار شوه چې دښمن له موقع نه استفاده وکړه او د علم دروازه, د غیرتونو منار, د ميدانونو نامتو پهلوان علي کرم الله وجهه د مومنانو له منځه ترور او د شهادت لوړ مقام ته پورته شو…

د اسلام په تاريخ کې هروخت چې مومنانو اتحاد ته مخه کړې ده بری او سوکالي يې برخه ده؛ برعکس چې قومي, سمتي, فرعي, ګوندي, تنظيمي او نور مختلف شعارونه يې پورته کړي دي نو شکست, ذلت دردونه او کړاونه ورته راغلي دي…

د اسلام دښمنانو دغه نکته تشخيص کړې ده، همدغه وجه ده چې کله د مسلمانانو ترمنځ له اختلاف پاللو مايوس شي نو بيا د ولسونو ترمنځ ځانونه ننباسي چاودنې کوي او ولسونه په خپلو کې سره بې باوره کړي, ښه مثال يې د عثماني سلطنت په وروستي پړاو کې د زرګونه انسانانو وژل دي, يهودو خپله د هغو يهودو په منځ کې چاودنې وکړې چې د عثماني سلطنت په سيمه کې اوسيدو, خپله يې خپل يهودي متعلمين ووژل, له ترکانو سوا په نورو قومونو په عامه ځايونو کې چاودنې وشوې, خلک وپاريدل د خپل حکومت په ضد يې پرديو ته لاس ورکړ… همدغه تسلسل و چې تقريباً شپږسوه کلن نظام ونړيد او ولسونه د دښمن رحم ته کښېناستل…

په افغانستان کې هم هروخت دښمن هڅه کړې ده چې د مومنانو ترمنځ د اختلاف انګيزه ژوندۍ وساتي, کله يې داسي څوک روزلي وي چې په ديني شعائرو بريد وکړي او په خلاف يې ولسونه راپاڅي, کله بيا د ګوندونو ترعنوان لاندي نفرتونو او اختلافاتو ته لمن وهي, کله د تنظيمونو په نوم بربريت انجاموي, د دې ترڅنګ قومپالنه او سمتپالنه تل د مومنو ولسونو اتحاد او همغږۍ ته صدمه رسوي…

اوس چې مومن ولسونه د اللهﷻ په مرسته د غربي يرغل نه تازه راوتلي دي, د يو خپلواک, متحد او مومن افغانستان خاوندان شوي دي؛ دښمن يې بيا هم ارام ندی, دغه نعمت ورته د زغملو ندی او غواړي افغانان بيا په خپلو کې سره لاس ګريوان شي او دوی يې له منځه غوښنه برخه واخلي…

قسم خوړلی دښمن مو د داعش په نوم چاودنه وکړي او د ګوندونو او قومونو ټيکدارانو ببوزي په لاس ورکړي چې بل شوی اور ژوندی وساتي او ارام ته يې پرېنږدي, غل ته وايې غلا کوه, څښتن ته وايې بيدار اوسه, د قومونو ټيکداران په تور مخ خپل ولسونه ووژني او بيا په سپين مخ ورسره ژاړي…

ګوندونو, تنظيمونو يو افغانستان ټوټه ټوټه کړ, يو ملت يې ټوټه ټوټه کړ, يو رواج يو تاريخ يوه جغرافيه او يوه انګيزه يې په مختلفو او مخالفو برخو وويشل, د ايمان د اتحاد درس يې شاته وغورځول, د مومن د يوجسد کيدو مخه يې ډب کړه, د الله تعالی د «وَلَا تَنَـٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ» فرمان يې هير کړ, د رسول الله ارشاد يې له پامه وغورځول… او د بني اسرائیلو په څېر د جمهوريت په خوسکي باندي چاپير شول…
دښمن مو د وخت د بني اسرائيلو په برخليک اخته کوي, دښمن مو غواړي چې بيا د پاکيدو په نيت په خپلو کې سره ووژنو..
خو مومن ولس دا وار ويښ شوی ده, د دښمن د ټولو نيرنګونو خوند يې څکلی او هرڅه ورته تر لمر روښانه شوي دي, مومن ملت به دا وار د ګوند, تنظيم, قوم, سمت, مذهب او نورو شعارونو باندي مختلف نشي, مومن ملت متحد شوی ده, دښمن به رسوا او شرمنده له هر ميدانه زغلوي, د اللهﷻ په مرسته سره…

عبدالرقيب رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدمحمد عاطف

په خوست کې د جمهوريت یو قوماندان عابدالله اسماعیل خیل صیب سره د امارت کسان داسې ناجایزه ظلم کوي چې هغه یې د وطن پریښودلو ته اړ کړیدی. هیڅوک ددغه مظلوم د غږ اوریدلو نشته
ستاسو لیکنې ته مې چې وکتل نو اسماعیل خیل ورور سره زیات ظلم شویدی او کیږي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx