ادبي لیکني

د لښکرګاه خاطره!

محمدحسین میاخېل

له مودو را په دېخوا د لوی کندهار د لیدو ارمانجن وم، بالاخره دا کار متعال رب اسانه کړ، د هلمند ولایت لښکرګاه کې مو عزیزان اوسیږي، تیره اونۍ مې د اکا زوی قاري مبشر واده و، قاري مبشر یو مبارز ځوان دی، د صلیبي یرغل په وړاندې مخامخ جنګیدلی او څو ځل یې ټپونه هم اخیستي، خو متعال رب ژغورلی دی، د جګړې په جریان کې مو نور خواږه عزیزان شهیدان شوي و، خو لاره خونړۍ وه ورتګ نه کیده، د قاري مبشر واده بهانه شوه او د ټولو اکاخیلو دیدن وشو، د دوي د لیدنې کتنې تر څنګ هغه تنده چې د لوی کندهار د لیدنې او نندارې راسره وه هم خړوبه شوه، لوی کندهار د ویاړمن افغانستان برخلیک ټاکونکې حوزه ده، خپل مشخصات لري او څوک چې د هیواد تاریخ سره اشنایي لري، په دې رمز او راز پوهیږي، چې د دې وطن د امن او نظم تنابونه کوم ځای کې کش کیږي او څه ډول نظم او ترتیب غواړي.

لوی کندهار په تیرو څلویښتو کلنو کې بیا په ځانګړې توګه په تیرو شلو کلونو کې په عمدي او قصدي ډول ډیر ځپل شوی دی، روسي او امریکايي ښکلاکګر دواړه په دې پوهیدل، چې د دې هیواد د درنو ولسونو د رهبرۍ حوصله چیرې موجوده ده او هغه ځای څنګه په نخښه کړي، چې کله سړی ورشي او هلته د میشتو ولسونو ژوند وګوري نو پوهیږي، چې دوی سره څومره خصمانه برخورد شوی، په سلګونو قومي مشران او مخور په کې په نخښه شوي او په شهادت رسول شوي، دغسې ولسوالۍ به ونه مومي چې درانه بمبارونه پرې نه وي شوي، د رغونې او پرمختګ څرک هم په کې نه لیدل کیږي، د هلمند دښتې دي، د خټو کورونه دي او ولس په بزګرۍ مصروف دی، چې اوس مهال اکثرو زمکو ته اوبه هم نه شته او د سولرو په ذریعه له څاه ګانو اوبه را وباسي او فصلونه پرې کري، ماشومان یې اکثر له تعلیم لرې پاتي دي او په ډیر سخت حالت کې د ژوند شپې او ورځې تیروي، خو د دې دومره ستونزو ګاللو سره سره یو صابر، ارام، په خبره ولاړ او درنو خواصو لرونکي خلک دي، چې ګورې یې په خاور به لړلی درته ناست وي خو بنډار به کوي، خاندي به او د ژوند څخه د شکایت او مایوسۍ هیڅ اثار به په کې نه ګورې.

موږ ته ساده وریجې راوړه!
د کابل له لوري مو مزل کاوه، چې ماسختن ډوډۍ او لمانځه ادا کولو ته موټر د مقر یو هوټل ته دمه شو، هلته مو اودسونه وکړل توند یخ باد لګیده او د موټر خوبه وړی حالت یې له مسافرو هیر کړ، هوټل کې د لمانځه د ځای خاص اهتمام نه و هماغه د هوټل صحن کې مو څادرونه وغړول او لمونځ مو ادا کړ، تر لمانځه وروسته مې په لوړ غږ یو اواز واورید، چې (موږ ته ساده وریجې راوړه، خپله در په دره خلک یو…) دا د یو طا ل ب زلمي غږ و، چې شپږ اووه نور ملګري هم ورسره و، خورا په زړه پورې ځوانۍ او په سنتو برابر زلمي خو د حالاتو سړو تودو وهلي په ګردونو او ستړیاو کې را ایسار ښکاریدل دوی موږ سره د موټر ملګري وو، د پنجشیر درې څخه بیرته هملند ته واپس شوي و او دنده یې پوره شوې وه، د هوټل مسؤل ورته قابلي پلاو را غوښتی و، دوی ویل چې دا غوشې ترې لرې کړه یوازې وریجې راوړه، چې پیسې یې پرموږ کمې راشي دغسې خوراک قیمته دی بالا وس یې نه لرو…

هوټلي چالاکه سړی و، ورته یې وویل طال به سرکه خلاص دلته همدغسې وریجې دي بل ماډل نه شته… هغوی یو بل ته وکتل د پیکا راکټ او کلاشینکوفونو درلودو سره سره یې د هوټلي مقابل کې خپله ناچاري ومنله او په همدې غوشې لرونکو وریجو یې بسم الله کړه… دا صحنه راته جالبه وه او ډیرې اوږدې او لنډې کیسې او خبرې یې ذهن ته راوستې، خلص یې دا چې مشران مسؤلین باید د دغسو شاه زلمیو د خاطر رعایت ته پام وکړي…

موږ سره د هوټلي چلند:
ما سره د سفر ملګری مغفورالله و، دی هم مج اهد ځوان دی او کابل کې دنده لري کور یې هلمند کې دی، د قاري مبشر خپلوان او نیږدې ملګری دی د هغه واده ته یوځای تللو، د لارې څخه یې کافي تجربه لرله راته یې ویل، چې د مقر هوټلونو کې ډوډۍ سمه نه وي احتیاط په کار دی، په همدې وجه مو په دوه تنو یو خوراک ډوډۍ وغوښته، کله چې هوټلي دې کار ته متوجه شو راغی، په لوړ غږ یې وویل تاسو ته بل چشي راوړي!!!، موږ ویل همدا کفایت کوي… په نورو یې دوره وکړه، بیا راغی، تاسو ته نور چشي راوړي!!!، موږ ویل همدا بس دي، دا څه کوئ په لوړ غږ یې یوه د ریشخند خندا وکړه دا ځوانۍ وګوره او یو خوراک، سړی کافي چالاکه ، بازاري او بې رعایته و …او د هوټلونو کیفیت خو ډیر بد وضعیت لري…

د میرویس نیکه او حمدشاه بابا زیارت:
د کندهار د لیدو سره د سړي ذهن ته میرویس نیکه احمدشاه بابا او نور تاریخي مشاهیر لکه میاه صاحب فقیرالله، غازي ایوب خان او نور ذهن ته راشي، په همدې موخه د سفر په واپسۍ کې له هلمنده کندهار ته راغلم د میرویس نیکه زیارت مې وکړ او د دې ستر تاریخي میړني او نامتو بابا سلام مې ادا کړ، ورپسې د افغانستان د معاصر تاریخ بنسټ ګر بابا ته ورغلم په لوړ درشل یې متعال رب په دعا وم، چې پروردګاره د بابا هیواد او ولس نور له هر ډول افاتو وژغورې، ورپسې مې د خرقې مبارکې زیارت وکړ ، د افغاني تاریخ تیر برم مې ذهن کې خپلې کیسې اړولې را اړولې او په همدې تصوراتو مې بابا سره مخه ښه وکړه، د بابا د مزار په اغیز راته د علامه اقبال لاهوري رحمه الله تأثر ذهن ته راغی، چې په همدې زیارت یې ویلي و:
نامش از خورشید و ماه تابنده تر
خاک قبرش از من و تو زنده تر
لوی احمدشاه بابا، چې پر افغان ولس د خپل تدبر، میړانې او ایثار کوم پور لري بل تاریخي شخصیت یې نه لري، د بابا عزم، قرباني، درنښت او ایمانداري ډیره لوړه ده، متعال رب دې یې امثال زموږ په ویاړمن ملت کې پیدا کړي.

وړاندیزونه:
لوی کندهار د ویاړمن هیواد یوه ارزښتمنه برخه ده، د هر اړخیز پرمختګ له پاره یې باید اساسي کارونه وشي، په لریو پرتو ولسوالیو کې د مکاتبو جوړول، کلینکونه او صحي خدمات، د بريښنا رسول او نور…

د کابل کندهار پر لویه لار:
د کابل کندهار پر لویه لاره هره ورځ او شپه سلکونه هیوادوالو تګ او راتګ لري، د دې لویې لارې اساسي رغونه په کار ده، چې مسافر پرې په هوساینې سفر وکولای شي،د لارې په اوږدو کې اساسي مساجد نه شته او لمونځ کوونکي مشکلاتو سره مخ دي، داسې مساجد باید اعمار شي، چې هم د دمې ځای ولري، هم د اوداسه او هم یوه وړه شنه منظره، چې لاره ټوله خړه دښته ده او مسافر خسته کوي…

په لاره کې هوټلونه خورا بدوي او وروسته پاتې دي، د ډوډۍ مبلغ ډیر اخلي او خدمات خورا کمزوري او غیر صحي وړاندې کیږي، نور ستر او منظم هوټلونه باید جوړ شي، تر هغې چې نور هوټلونه جوړیږي اړونده د ښاروالیو مسولین باید د شته هوټلونو چې اکثر یې مقر کې دي د خدماتو ارزونه وکړي، د غوښې وضعیت دې له نیږدې و څارې چې څه ډول حلاله صورت نیسي او څه ډول یې اشپزي کیږي، زه د مقر له خوراکه ډیره بده خاطره لرم او نور هیوادوال هم دغسې وضعیت سره مخ دي…

نور نو کندهار د ډیرو نعمتونو وطن دی، ګران ملګری رضوان الله اساس دې ژوندی وي، چې د هلمند د ځینو ځایونو منظره یې راباندې وکړه، د کندهار انار او انګور مو نوش جان کړل او د ویاړمن وطن دې پراخې او تاریخې سیمې ته مې په دغسې حالت کې سفر درلود، چې الحمدلله هیواد له صلیبي اشغال خلاص او د تورتم ترپال ټول شوی دی.

ځئ چې شیر سرخ میدان کې بیا سره جرګه جوړ شو
نه په کیښنو څو چې دا یاغي نړۍ په لار نه شي
سوچ مې د ابدال بابا او میاه فقیرالله صاحب
نه جوړیږي بل ځای چې له دې کلي سینګار نه شي
جوړ پرې د تاریخ د داغو کرښو ښایستونه دي
خدایه چې خاموشه سر او تال د کندهار نه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx