افغانستان

د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ اعلامیې په اړه د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ تله ۱۴۰۱ل): د امریکا د متحده ایالتونو د هغې وروستۍ اعلامیې په اړه چې پکې د ا.ا.ا په ځینو لوړ پوړو مشرانو د ویزو د ورکړي بندیزونه لګول شوي وه، د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی.

په یاد غبرګون کې ویل شوي چې د امریکا د متحده آیالتونو لخوا د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د وېزو بندیز لګول به د دواړو لوریو ترمینځ اړیکو کې د پرمختګ په وړاندي خنډ ایجاد کړي.

غبرګون زیاتوي چې د امریکا د متحده آیالتونو لخوا دا اعلان داسي مهال کیږي چې په روانه اوونۍ کې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو په دوحه کې په مختلفو کچو تفصیلي ناستې لرلي او په نږدې ټولو د پام وړ مسائلو خبري اتري وشوې. د امریکا متحده ایالتونه باید په دوحه کې د وروستیو خبرو په پام کې نیولو سره مثبت ګامونه پورته کړي او په عمل کې هم وښیي چې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په لټه کې ده.

غبرګون کې ویل شوي چې دغه ډول پرېکړي په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي او په خبره یې چې د اختلاف وړ ټکي باید د ډیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي او په داسي پرېکړو له سره غور وشي چې د دواړو لوریو په ګټه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ا.ا.ا چارواکیو، تاسو د تول افغانستان په ښځو انجونو په تعلیم.په کار بندیز لګولی دی.په دا باره کی هم یوه اعلامیه صادره کی

طوطی

څه اعلامیه صادره کړی؟ تعلیم مباح دییی بیا بالخصوص د ښځو او انجونو. را ښکاره کړه یو ملا چی کور کی یی یوه ښځه سواد ولری ټولی خری د ملایانو په کورونو را ټولی شوی ـ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx