افغانستانخبرونه

دری ورک شوي ماشومان پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول

نن ټکی آسیا( پنجشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۱) اروزګان کې د یوې کورنۍ دوې نجونې او یو هلک چې دوه کاله پخوا ورک شوې ول، تېره ورځ بیرته خپلې کورنۍ سره یو ځای شول.

د کندهار ولایت د استخباراتي مسؤلینو په وینا؛ دغه ماشومان، دوه کاله پخوا له خپلې کورنۍ  څخه ترې تم شوې وو، چې په کندهار ښار کې د یوې شخص لخوا میندل شوې ول او له هغې راهیسې یې د دغو ماشومانو ساتنه او پالنه کوله، دوی زیاتوي، یاد شخص د دغو ماشومانو په اړه د کندهار د استخباراتو له مسؤلینو سره  معلومات شریک کړل، چې له هڅو وروسته د یادو ماشومانو کورنۍ پيدا او ماشومان ورته وسپارل شول. مسؤلینو زیاته کړې، له یادې کورنۍ سره یوه اندازه نغدي مرسته هم وشوه.

د دغو ماشومانو کورنۍ هم د اسلامي امارت له دغه ګام څخه خوښي څرګنده کړې او وايې؛ دوی سرپرست ندرلود چې دغو ماشومانو پسې ګرځېدلی وای، دا چې اسلامي امارت د دوی ورک شوي ماشومان ور پیدا کړل نو ډېر د خوښۍ احساس کوي.

د یادونې وړ ده، چې په تېر یوه کال کې، ورته پېښو کې د څو کورنیو ورک شوي غړي بېرته له خپلو کورنيو سره یوځای شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx