ورزش

د اماراتو سفر، نننۍ ناسته، مالي ملاتړ کوونکي او د افغان کرکټ د بوديجې په تړاو وضاحت

نصيب خان (د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس)

د يوې ادارې مسووليت چې کله يوه شخص يا افرادو ته سپارل کېږي نو لومړی بايد ټولو پخوانيو لاسته راوړنو او ناکاميو ته نظر وکړي, د شته خنډونو پر لرې کولو او حلولو یې غور, له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د راتلونکي لپاره هم په پوره تدبير او ځیرکتيا سره پلان جوړونه وکړي.

افغان کرکټ بورډ کې مو د مديريت له همدې اصل ګټه اخيستې ده, له شک پرته چې په مخ کې مو بې شمېره خنډونه او ننګونې پرتې وې, خو لاس تر زنې ورته کېنناستو, بلکې په پوره تدبير او مدبرانه ګامونو سره مو خنډونه يو په بل پسې حل کړل چې له ډلې مو يې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري افغانستان ته د بودیجې پر لېږد هم پرله پسې ۶ ناستې کړې دي.

له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې مو اداره د نړيوالې شورا له بوديجې پرته پر مخ بېولې, له دولت څخه مو پوره همکاري ترلاسه کړې او د ا.ا.ا حکومت ۱.۲ میلیون ډالره بودیجه راکړه, د کورني کرکټ يو ايونټ او لوبې هم نه دي رانه پاتې شوې, بلکې د زرغون افغانستان جام په څېر لوبې مو پرې اضافه کړې, د کورونا او نورو خنډونو له امله ځنډېدلې شپږيزه او نورې لوبې مو په ښه ډول ترسره کړې, همدا اوس د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالۍ روانې دي چې شا وخوا څوارلس ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلی,دغه راز بهرنیو لوبو ته سره د سیاسي،سفارتي او سفري ستونځو لوبغاړي پر وخت رسیدلي.

نن مو هم د خپلو همکارانو په ملتیا د کرکټ نړیوالې شورا له اجراییوي رییس، ښاغلي جېف آلرډایس سره د افغانستان کرکټ اړوند موضوعاتو خبرې وکړې. د غونډې په ترڅ کې هېواد ته د افغانستان کرکټ بورډ پورې اړوندو بوديجې د لېږد پر مخ د شته خنډونو د لرې کولو په هکله پر ګډو هڅو ټینګار وشو او د کرکټ نړیوالې شورا راتلونکې غونډې پر تیاریو او ځینو نورو اړوندو موضوعاتو مو خبرې ورسره وکړې. د کرکټ نړیوالې شورا اجراییوي رئیس له افغانستان کرکټ څخه د دې شورا پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې چمتو دی د شته خنډونو د لرې کولو لپاره هر راز همکارۍ وکړي او حل لارې به ورته پيدا کړي.

له تېرې اونۍ راهیسې مو د متحده عربي اماراتو له کرکټ ادارې سره پرله پسې ناستې کړې, ډېر ژر به له دوی سره د همکاريو تړون لاسليک کړو چې ورسره به د دواړو ادارو همکاري لا زياته شي, موږ ته به په ياد هېواد کې په بېلابېلو ډګرونو کې اسانتياوې برابرې شي, له لوبغالو به په وړيا ډول ګټه اخلو، بانکي ستونځو کې به همکارې راسره کوي.

نن د سوپر کولا له شرکت سره هم د نړيوال جام لپاره د عمومي مالي ملاتړ کوونکي قرارداد لاسليک شو.او زیری دا دی چې امید لرو چې ډیر دوامدار به لاړ شو.

ډاډه اوسئ, موږ ډېر ښه مسير نيولی او ان شاءالله ټول خنډونه او ننګونې به حل شي..تل دې وي سرلوړی او واحد افغانستان….!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx