
د افغاني سرې مياشتې ټولنې ځانګړې اونۍ پيليږي
د میزان د میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰مې په ټول هېواد کې د تل په څېر د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ لمانځل کېږي. ددغې اونۍ جریان کې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او رضاکاران په ټول هېواد کې په سرکونو او ګڼ مېشتو ځایونو درېږي او د ټیکټونو د پلورلو له لارې له هېوادوالو نغدي مرسته جلبوي.
ددغې اونۍ جریان کې له هېوادوالو په راټوله شوې مرسته د هغو ماشومانو درملنه کېږي، چې زړونه یې سوري وي. واقعاً د هېوادوالو دغه د لس او شل افغانیو مرسته تل ددې باعث شوې، چې افغاني سرې میاشتې هر کال د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته سلګونو ماشومانو درملنه کړې او ژوند یې ژغورل شوي.
ددې لپاره چې هېوادوال افغاني سرې میاشتې ته د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره مرسته ورکړي، نو له ټولو خیرپالو، بډایو او سوداګرو هېوادوالو هیله کېږي د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په دوران کې افغاني سرې میاشتې ته مرسته ورکړي.