ټولنیزه برخه

پرېکړه يې ستا پر لاس!

ژباړن: عبدالرقيب رقيب

ای مسلمانه دوسته:
د هغه انسان په اړه به دي پرېکړه څه وي چې د خپل مال نه دي څه برخه ورکړې وي چې ستا د شرائطو سره سم ورنه استفاده وکړي، لکن هغه د مال له اخستلو وروسته له هرڅه منکر شي؟ که لاس دي ورباندي بر شي او قدرت دي ورسيږي نو څه به ورسره وکړې؟

د هغو په اړه به دي پرېکړه څه وي چې ستا محرمې کرښې يې کراس کړې وي او ستا په عزت او مال يې تيری کړی وي؟
که طاقت او واک ولرې نو د دغه انسان په اړه به دي فيصله څه وي؟

که څوک ستا کور ته ستا د دروازې له چولو درګوري, ستا پت او حرم پلټي د ده په اړه به دي پریکړه څه وي؟

که تاته د دغې قضیې فيصله وسپارل شي او درته وويل شي چې د دغو انسانانو په اړه فيصله وکړه نو فيصله به دي څه وي؟ کومه سزا به ورته مقرره کړې؟

ای مسلمانه دوسته:
که ستا په پرېکړه را وګرزو او درته ووايو چې ولي دي دغه انسان ته دغسي دردوونکې سزا مقرره کړه؟
شايد ته به تعجب وکړې او وبه وايې چې دغه نفر د شخصيت په اړه ځورولی يم، د کورنۍ او مال پر سر يې ځورولی يم… نو له دغو ټولو ځورونو وروسته څه طمع رانه لرې, ته به ووايې چې دا نفر د اشد مجازات مستحق دی، بلکي څومره سخته سزا چې تصور يې کيدلای شي بايد ورکړای شي.

سمه ده!
د هغه چا په اړه پرېکړه به تاته وسپارو چې اللهﷻ او رسول الله ﷺ ځوروي؟
ته به نو وايې چې څوک به د اللهﷻ او رسول الله ﷺ د ځورولو توان او جرئت ولري؟

موږ وايو صبر, تلوار مه کوه ، ښايې ته هماغه انسان يې چې اللهﷻ او رسول الله ﷺ يې ځورولي وي!
د اللهﷻ فرمان ته غوږ شه:

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْأَخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿٥٧﴾ الأحزَاب-٣٣

ژباړه: كوم خلك چي الله او د هغه رسول ته اذيت رسوي، په یقیني توګه پر هغو په دُنيا او اخرت کښي الله لعنت کړی دى او د هغو لپاره یې رسوا كوونكى عذاب تيار کړی دى.

ايا پوهيږې چې اللهﷻ او د هغه رسول څنګه او په شئ ځوريږي؟
په اللهﷻ پوري دروغ ويل، اللهﷻ عاجز ګڼل, اللهﷻ ته د اولاد نسبت کول, له اللهﷻ سره شريک نيول, يا له اللهﷻ سره د هغه په کړنو او پيداکونو کې ځان مشابه ګڼل… په دغو شيانو اللهﷻ ځوريږي..

د رسول الله ﷺ فرمان ته غوږ شه چې فرمايې:
«مَا أَحَدٌ أَصْبَرُ عَلَى أَذًى سَمِعَهُ مِنَ اللَّهِ، يَدَّعُونَ لَهُ الوَلَدَ، ثُمَّ يُعَافِيهِمْ وَيَرْزُقُهُمْ» [صحيح البخاري، ١١٥/٩] يعني هيڅوک په هغو ځورونو چې اوري يې تر اللهﷻ زيات صابر ندی, خلک اللهﷻ ته د زوی نسبت کوي خو بياهم اللهﷻ هغوی ته صحت ورکوي, ساتي يې او روزي ورکوي.

د رسول الله ﷺ يو بل فرمان ته غوږ شه چې د تصوير جوړوونکو په اړه فرمايي:
«أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُونَ بِخَلْقِ اللَّهِ» “. مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.
يعني د قيامت په ورځ به ترټولو سخت عذاب د هغوی لپاره يي چې له اللهﷻ سره په خلقولو کې مشابهت کوي.

همدا وجه ده چې موږ له خپله ځانه ويروي: وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفْسَهُۥ ۗ  وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿٢٨﴾ آل عِمرَان-٣
ژباړه: خو الله تاسي له خپله ځانه ويروي او د هماغه (الله) لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي.

اللهﷻ موږ ته د هغو منکراتو او فحاشيو په اړه خبرداری راکوي چې که بنده يې ترسره کړي نو اللهﷻ ورباندي ځوريږي.
همدا رنګه رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
«مَا مِنْ أَحَدٍ أَغْيَرُ مِنَ اللَّهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ حَرَّمَ الفَوَاحِشَ، وَمَا أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ المَدْحُ مِنَ اللَّهِ»
[صحيح البخاري، ٣٥/٧] يعني هيڅوک تر اللهﷻ غيرتمن ندی همدغه سبب ده چې فحاشۍ يې حرامي کړې دي, او هيچاته ستاينې دومره محبوبي ندي لکه اللهﷻ ته چې محبوبي دي.

ای مسلمانه دوسته:
ستا برخورد به څه وي که که يو سړی دي وليد چې ښځه يې په لاره کې ودروله, ښکولوله يې؟
که د منع کولو قدرت دي لرل نو منع کوې يې او که نه؟
بيا په تيره که لور دي هم درسره وي او دغه منظر ګوري، ايا ته به خوښ يې چې لور دي دغه ناوړه منظر کتلو ته دوام ورکړي او که به ژر اقدام وکړې چې لور دي له دغه ناوړه منظر نه چيرته ليري بوزې؟ او ايا ته په دې خوښ يې چې ستا لور هماغه نجلۍ وي چې ياد سړي په لاره کې ودروله او هماغه چم يې ورسره وکړ؟
او که دغه کړنه ستا په کور کې ترسره شي نو ستا برخورد به څه وي؟
بله خبره واوره!
څه به وي که ته خپله همدغه سړی او هماغه ښځه چې په لاره کې يې هماغه چم سره وکړ خپل کورته دعوت کړې؟
که دغه پردي سړي او پردۍ ښځې ته په خپل کور کې ځای او موکه په لاس ورکړې چې ستا په کور کې هماغه چمونه سره وکړي چې دوی يې غواړي, بلکي خپله کورنۍ هم راټوله کړې, ستا مېرمن, ستا زامن, ستا لورګانې, ستا مور او ستا خويندي هم راوغواړې چې همدغه منظر وګوري؟

د دغسي سړي په اړه به ستا فيصله څه وي؟
که دغه کيسه فرضي نه وي, بلکي واقعيت وي نو ته به يې په اړه څه وايې او څه به کوې؟
طبعاً ته به وايې چې دارنګه کړنه زما له مېړانې سره ضد ده, هيڅ امکان نه لري.

موږ وايو رښتيا ده، نارينه په دغسي کړنو خوښ نه وي؛ نارينتوب انسان له دغسي ناوړه کړنو منع کوي.
مګر متاسفانه, همدغه کړنه واقعيت لري, هره ورځ د مسلمانانو په کورونو کې ترسره کيږي, بلکي دوی ورته خوښ هم وي، د دغسي منظر کتلو لپاره خپل ارزښتمن وخت مصرفوي او مادي تاوان ته هم غاړه ږدي!!
د هماغه منظر چې موږ بيان کړ او د تلويزيون د سکرين ترمنځ څه توپير دی؟ د ځان تيرايستلو هڅه مه کوه او ناروا کړنې هم مه ښائسته کوه, همدغه ټول يو شئ دي.

څه پکې وایې؟!
ايا وايې چې دا خو هسي تمثيل ده! ايا ورباندي خوښ يې؟!
که ستا مېرمن يا ستا لور دغسي کړنې ترسره کړي او تاته ووايې چې موږ د هماغه منظر تمثيل کوو ايا ستا وينه به په جوش رانشي او د دوی همدغه خبره به درته د قناعت وړ وي چې وايې موږ تمثيل کوو ايا ته به رښتيا هم قناعت وکړې او وبه وايې چې دا خو واقعيت ندی؟!!
له شک پرته چې په دغسي کړنو ځورېږې.

موږ وايو:
د هغه چا په اړه څه فکر کوې چې اللهﷻ ځوروي او د اللهﷻ رسول ځوروي – ﷺ

هغوی څنګه ځورول کيږي؟
ستا په چرسو او سګرټو هغوی ځوريږي.
ته چې د تکبر په انداز د خلکو منځ کې ګرزې; اللهﷻ او رسول الله ﷺ ورباندي ځوريږي.
ته چې د پرديو ښځو منځ کې اوسې; اللهﷻ او رسول الله ﷺ ورباندي ځوريږي.
ته چې د خلکو غيبت کوې, بهتان ور پوري وايې اللهﷻ او رسول الله ﷺ ورباندي ځوريږي.
ته چې د سود کاروبار کوې اللهﷻ او رسول الله ﷺ ورباندي ځوريږي.
ته چې د فحاشيو مينه وال يې, د مومنانو ترمنځ فحاشي خپروې, په طاعاتو کې سستي کوې, د اللهﷻ حکمونه نه ترسره کوې همدغه ټول کارونه د اللهﷻ او رسول الله ﷺ د ځورولو دي.

نو ای مسلمانه وروره/خورې!
په اللهﷻ دي څه ګومان دی؟
ايا فکر کوې چې اللهﷻ په موږ باندي له عذاب نازولو نه عاجز دی؟!
ايا فکر کوې چې اللهﷻ موږ ته په عذاب راکولو قادر ندی؟!
او فکر کوې چې اللهﷻ هيڅ نه ويني او نه څه اوري؟!
او که فکر کوې چې اللهﷻ زورور او غچ اخیستونکی ندی؟!

څه فکر کوې ای مسلمانې خورې:
کله چې ته د اللهﷻ مقابله پيل کړې او د اللهﷻ حکمونو ته په کمه وګورې؟!
ستا د حال ژبه خو وایې چې په تا باندي اللهﷻ قدرت نه لري، ستا د حال ژبه وايې چې ته په خپلو کړنو کې ازاده يې, څه چې غواړې او څه چې دي خوښ وي هماغه به کوې او ستا د حال ژبه خو وايې چې اللهﷻ ته ستا په شخصي کارونو کې د مداخلې حق نشته!!

او ستا څه ګومان ده ای مسلمانه وروره:
دا چې کړنې دي ټولې د شريعت خلاف دي؟
ته لا هم په سود باندي باور لرې او دليل دي دا دی چې اوس ټوله دنيا د سود کاروبار کوي, لکه په اللهﷻ چې لازمه وي چې د دنيا د خلکو له کړنو سره خپل حکمونه عيار کړي, ته خو په ګناه ټينګار, په تکبر ټينګار او د فحاشيو او منکراتو په کړنو سره د اللهﷻ سره په جنګ يې!!
نو له اللهﷻ نه څه توقع لرئ؟!

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ أَوْ يَأْتِىَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِىَ بَعْضُ ءَايَـٰتِ رَبِّكَ ۗ  يَوْمَ يَأْتِى بَعْضُ ءَايَـٰتِ رَبِّكَ لَا يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَـٰنُهَا لَمْ تَكُنْ ءَامَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِىٓ إِيمَـٰنِهَا خَيْرًا ۗ  قُلِ ٱنتَظِرُوٓا۟ إِنَّا مُنتَظِرُونَ ﴿١٥٨﴾ الأنعَام-٦

ژباړه: ايا اوس خلك دې ته سترګي په لار دي چي مخي ته يې پرښتې راشي، ودريږي؛ يا ستا رب په خپله راشي؛ او يا ستا د رب ځیني څرګندي نښانې ښكاره شي؟ – په كومه ورځ چي ستا د رب ځیني مخصوصي نښانې راڅرګندي شي، بيا به يو داسي چا ته د هغه ايمان هیڅ ګټه ونه رسوي چي مخکي یې ايمان نه وي راوړى؛ يا یې په خپل ايمان کښي څه نېکي نه وي ګټلې. دوى ته ووايه چي: ښه نو، تاسي سترګي په لاره اوسئ، موږ هم انتظار باسو.

ای مسلمانه وروره او مسلمانې خورې! اللهﷻ فرمايې:
قُلْ يَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَامِلٌ ۖ  فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن تَكُونُ لَهُۥ عَـٰقِبَةُ ٱلدَّارِ ۗ  إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿١٣٥﴾ الأنعَام-٦
ژباړه: ووايه: «اې خلكو! تاسي په خپل ځاى عمل كوونكي اوسئ؛ او زه به هم په خپل ځاى عمل كوم. ژر به در ته څرګنده شي چي د چا عاقبت ښه کیږي.» په هر صورت دا حقيقت دى چي ظالمان هیڅكله خلاصون نه شي موندلای.

وَيَـٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَـٰمِلٌ ۖ  سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَـٰذِبٌ ۖ  وَٱرْتَقِبُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُمْ رَقِيبٌ ﴿٩٣﴾ هُود-١١

ژباړه: اې قومه! تاسي په خپله کړنلاره فعاليت كوئ او زه په خپله کړنلاره فعاليت كوم. ډېر ژر به تاسي ته څرګنده شي چي پر چا باندي رسوا كوونكى عذاب راځي او څوك درواغجن دى. تاسي هم انتظار وباسئ او زه هم ستاسي سره انتظار کوونکی يم.”

ژباړن: عبیدالله رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx