ټولنیزه برخه

د صراحت او ډاګیزې خبرې ګټې

حامد افغان

د ژوند هره برخه کې صراحت او سپینه او ډاګیزه خبره کول په کار ده، ځکه په دې توګه له ډېرو ستونزو وتلی او د مختلفو بدګومانیو مخه نیولی شو، د دې برعکس شف شف کول او د کار خبره پټه لرل ، دا مطلب لري چې شته ستونزې او مختلفې بدګومانۍ دې هماغسې برحاله پرتې یي.

رسول الله ﷺ د حنین له غزا وروسته د قریشو نویو مسلمان شویو مشرانو ته خورا زیات غنیمتونه ورووېشل، دا کار د انصارو مجـ.ـاهـ.ـدینو په طبیعت ښه اغېز ونه کړ، ځکه د رسول الله ﷺ په څنګ کې په کلونو جـ.ـهادونه دوی کړي وو او اوس د حنین په غزا کې د اوښانو او مېږو رمې د قریشو په مشرانو ووېشل شوې!

اوس دلته د انصارو مخکي دوه لارې وې: یو دا چې له مجاملې کار واخلي او د زړونو خبره پټه کړي، ځکه شاید په صراحت سره رسول الله ﷺ خپه شي، بله دا چې د دوی زړونو کې کومې ګیلې پیدا شوې دي؛ هغه په ډاګه رسول الله ﷺ ته ووایي، ځکه که ونه وایي بدګومانۍ پیدا کیږي او هغه هم د رسول الله ﷺ باره کې چې دا خطرناک کار و، نو ځکه انصارو همدا دویمه د صراحت لاره خپله کړه.

د موضوع نور تفصیلات سیرت کې شته، زما موخه دا ده چې د ژوند ټولو برخو لکه ټولنیزي، سیاسي وغیره کې صراحتونه خورا مهم او لازمي دي، خصوصا د سیاست په ډګر کې په صراحت سره پرېمانه ستونزې او بدګومانۍ له منځه ځي او راحت او ارام رامنځته کوي، لکه عرب چې متل کوي: الصراحة راحة. که څه هم په سیاست کې مختلف شخصي ملحوظات … د صراحتونو مخه ډب کوي، خو دا شخصي ملحوظات باید له سترو دیني او ملي منافعو او ګتو قربان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx