روغتیا

حسد د ګوزڼ مرض سبب ګرځي

ليكوال: جاويد نعماني

امریکايې پوهانو له یوې څېړنې وروسته یوې پایلې ته رسېدلي چې حسد، بغض، منفي سوچ، او سوځيدنه د انسان د فلج سبب ګرځي.

امریکايې طبي جريدې (دی ریسرچ ان سټروک) کی نشر شوې څېړنه کې ویل شوي چې ۴۵ نه واخله بیا تر ۸۴ کاله په عمر کې له ۶ زرو تر ۷۰۰۰ خلکو د ذهني کیفیت او د هغوی د رویو اړوند معلومات مو ټول کړل، د څېړنې په جریان کې په ذهني دباو، په غوسه او د نورو په خلاف د نفرت په احساس د مبتلا افرادو پر حالت تر دوو کالو پوري نظر ساتل شویدی.

د څېړنې پر مهال څېړونکو اټکل کړی چی په کومو افرادو کې د نورو په خلاف د نفرت احساس او حسد زیات وو، په دوی کي د نورو په نسبت د ګوزڼ امکانات هم دوچنده شوی وو.

د تحقیقاتي راپور د لیکوالې سوزن ایورسن روز په وینا د انسان د منځني عمر د تیریدو سره سره د هغوی روحي ځانګړتیاوې او ناجوړیو خپل تر منځ د اړیکو اړوند هم باید تحقیق ترسره شي، د فالج او انسانی نفسیاتو تر منځ کورغه اړیکه میندل کیږی. پخوا د ګوزڼ د خطراتو توجه زیاتره پر روایتي او رواجي وجوهاتو مبذول وه، لیکن دا نوې څېړنه ښيي چی د ګوزڼ وجوهات د روحي مریضیو له امله هم پيښیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید

زه تبصره نه بلکه پوښتنه لرم، او هغه د هیپاټایټس C په اړه ده چې د روغتیا برخې کارکوونکو نه هیله لرم راته ځواب یې کړي. زما عمر تقریباْ ۲۶ کاله دی، نور صحت مې ښه دی، خو یو څه وخت د مخه مې چې وینه معاینه کړه، نو نتیجې دا وخودل چې HCV لرم. نور معاینات مې ټول نورمال و، یو انتاني ډاکټر سره مې مشوره وکړه هغه وویل چې باید علاج شروع کړې، نسخه یې هم راته ولیکله، او ترڅنګ یې دا هم راته وویل چې ددې دوایي خوراک جانبي عوارض هم ډېر لري، او شپږ میاشتې پوره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x