شعـــــرونه

څلورمه في البديهه مشاعره

ترتیب او راټولونه محمد حسن (جهادي عمري)

۱۷/ربیع الاول/۱۴۴۴

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ـــــــــــــــــــــــــ
بیت!
تورې زلفې دې خورې پۀ مخ لام لام کړې
یه لیلا پر ما به سپینه ورځ ماښام کړې
ارواښاد قلندر مومند (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا أوربل د جمهوريت د دار تمثيل کړي
يو نيم ګل لکه طالب پرې را اعدام کړې
اکرام الدین مفتون

ماشوم زړه مې د فراق سړو نیولی
که یې لږ په توده غېږه کې ارام کړې
شرر ساپی

چې در وګورم باڼۀ غلي را کوز کړې
ښکاري دا مې تۀ د مينې احترام کړې
بشارت روحاني

د لمرین مخ، سپین بشر خاونده واوره
عاقِبت به ما په ځان پسي سرسام کړې
عبدالغني وفا

ما دې حُسن پسې کړې إقتداء ده
ځکه تۀ مې د خپل مات زړګي امام کړې
عرفان الله عرفاني

ستا د حب تنده به ماته شي بیا هله
چې د هجر ماښام مات په التئام کړې
راشد جالب

دا احسان به دې په ټول عمر هېر نکړم
که د څو شیبو لپاره مې ارام کړې
مستغفر ګربز

ولې نه شي لیوني درپسې ښکلي
چې د لمر شُغلې دې ځان باندې احرام کړې
مشهود

په چشمانو دي بلا زړونه اره کړل
په پستو پستو خبرو قتلِ عام کړې
نبیل شباب

تورو سترګو دې بلها زړونه ویشتلي
خو زما د خوار زړګي سره به پام کړې
تڼيوال مفتون

ستا که دا ماته خندا وه مړ مې بوله
اې.! توبو ته له توبې به مې بدنام کړې
ثناءالله معصوم

دومره خوږ په مینه مه راګوره نه چې
بیا مي ستړی غم ځپلی ددې قام کړې
درمل عرفان

بس همدا دي قتلګاه دلته به ومرې
یه زړګیه که راګېر د زلفو دام کړې
محمودي انصار

ته پخــپله محتــرم یې محــتــرم یې
ګله ته چي مو په مینه کي اکرام کړې
عصمت الله بشام

بس خپل ځان خو را ته وژباړه دلبره!
هسي نه چي ما مجبور د استفهام کړې
قاضي پامیر

دا ټول چم به يې په يو ځل خريدار شي
ګلاب مخيه که خپل حسن دې لیلام کړې
ملا مقدام

په سینګار کې دې دوه درې ځایه خلل دی
زما زړه به پرې دوه درې ځایه بدنام کړې
شرر ساپی

چې ځې ځه نو بيا بيا څه له راته وايي
په تلو تلو کې به مې ستړى ژوند تمام کړې
ادیب جواد

ستا د هجر زور هېڅ نۀ لرم دلبره
تۀ چې لاړ شې نو خوبونه مې حرام کړې
اسد صارم

د زړګي پۀ سر د داغ اعرابه واوره !
دا یاغي رغندې څړیکې به دې رام کړې
منصور درمان

وایه څو به د چا یاد کې ستوري شمارې؟
وایه څو به شوګیرونه پاس پر بام کړې
عمرحماس

پۀ خپل لاس دې زړۀ د عشق سيند ته ګوزار کړ
اوس نو سر پۀ زنګون ناست يې او ناکام کړې
بشارت روحاني

لکه اوښکه درد د عشق کې له زړه وځې!
ځان په غېږ کې د لېمه اندام اندام کړې
روحاني

څه د هجر وچکالۍ شوې په ما تېرې
نور مې تن په آب د وصل سېکارام کړې
روحاني

چې په سترګو کې راوړی سوال مي حل کړي
خدایه هسې بې سببه یې را پام کړې
همت کوچی

خدایه نور مي د خواږۀ جانان قبول کړې
خدایه نور دا بې وفا بیلتون تمام کړې
یعقوب شجاع

ما به هیر کړي، ژوند به تریخ سي ، وه زړګیه
لا تر څو به داســـی ګډو وډ اوهام کړي؟!
ریحان اخندزاده

له جفا او له سنګاره دي دا ښکاري
چي مــین به پر څلور کونجه بدنام کړې
عبدالغني وفا

پام زما پر مینتوب چي شکمن نه شې
روا دید به مي وسترګو ته حرام کړې
رحمت الله ګرم

دا دي څه کیسه په مخه ده اخیستې؟
نه څه وایې نه میسیج کړې نه سلام کړې
محبوب آغا

سپوږمۍ نشته ستوري هم پټ دي په ورېځ کې
لار دې څارم،شپې مې روڼې په لوړ بام کړې
احمدالله نثار

ستا له تلو نۀ پس مې قصد وکړو لالیه
خپلې  هیلې مې په تور ماښام اعدام کړې
فرید مداخېل

کۀ مي تا لره اختیار په لاس کي درکړو
ځان به من کړې ما غریب به یوګرام کړې
ریحان اخندزاده

له هرات تر بدخشانه یو ملت دی
خدایه! مات د قومیَّت واړه اصنام کړې
راشد کامران

نه يې سر وبل ته ټيټ کړې اونه سترګې
دا ولس نه نور اجير او نه غلام کړې
ترابي تګابی

دالفت او محبت په ذوق مو روږد کړې
ربه پڅ مو احساسات دانتقام کړې
محمودي انصار

د نفرت او کرکې نوم له سره ورک کړې
اُخوت خدایه په هر ځای کې نور عام کړې
مخبت وردګ

پر پوځي ډګر چي څنګه نړۍ اېل شوه
اقتصاد کي یې همداسې راته رام کړې
سید سبحاني اغا

دغه توره نړۍ سپينه کړه خاونده
پرې حاکم د سپين بيرغ ښکلى نظام کړې
اکرام الدین مفتون

په کابل باندې خو ورپېدو خدایه
سپین بیرغ رپاند په مصر او په شام کړې
عبدالله تېزاب

دپګړۍ سيوری مې ستاپه ولو پروت دی
ته به هم راته نړۍ يو ورځ سلام کړې
حيدري جان

سپينې حورې ويصالونه٬ شرابونه
په نصیب مو جنتي واړه تعام کړې
عاطف لاروی

څوک چې پرته لۀ پاسپورټ او ویزې راغلل
موږ ور تیرې جنازې ان تر ویتنام کړې
محسن احسان

کـه بارودو مـو دا ګل ځوانۍ لمبه کـړې
خو موږ هم دلته په ډیرو ځمکې ګام کړې
طالب کریمي

د وطن پۀ ورانېدو کې یې چې لاس وي
خدایه ورک د زمکې مخ نه ها لئام کـــړې
اسد صارم

شریعت باندي نافذ کړې پاکه ربه
په دي خاوره هر فاسد نیست او ناکام کړې
ریاض

چې عافیه خور مغربي اور کښې ژوندون کړي
ای زړګیه څنګه خوب کړې او ارام کړې؟
فګارشینواري

د کور څنګ ته دې یتیم ماشوم نهر و
او تا ښار کې صدقې برای نام کړې
صفیع الله رائد

څومره تږی دې د خوږ ديدن په تمه
يه حبيبه را نصيب د کوثر جام کړې
منصور غزنوي

چي نصیب مي دحبیب دجبین دید شي
راپه برخه  ربه  دغه  ستر انعام کړې
شفق

درنه داسې درمل غواړمه جانانه
چې زخمونه دزړګي مي التیام کړې
سعیدمل

د سحر نسیمه ځې چې مدینې ته
پۀ محبوب خیر الانام به مې سلام کړې
منصور درمان

پټې سترګې به جنت ته داخلېږې!
که د درود او سلامونو اهتمام کړې!
منصور طالب

چې پر چپه لار بيا وا نخلم ګامونه
را نازل دي ربه ما باندي خپل وام کړې
وصاف

خدای به هله درنه بیا ګوره راضي شي
که تـه چیرتــه بیا کابو د نفس لګام کړې
سیحان کندهاری

د پنځګر قلم لۀ څوکې دې قربان شم
چې ترسیم پرې د اُمت د انسجام کړې
منصور درمان

سر دې نه وهي ذاهده په سجدو کې
سر دې نه پرېږدي صاحبه که قيام کړې
عاطف لاروی

بس له ډیر دقت او غور نه کار اخلۀ
زما ورورۀکه تفهیم کړې که افهام کړې
مولوي مامون

رنګ دې اوګوره د دوو پیسو هم نه دی
عادتونه  هسي  ولي د ګلپام  کړې؟
مسجون

ته خو ټول سره دوکه يې وطن فروشه
شاته کېږه ته بيا ولي ثبتِ نام کړې ؟
منصور غزنوي

دا خو زړه دی څه د لوبو شی خو نه دی
چې یې مات په نه کتو لکه بادام کړې
نبیل شباب

په غومبورو کې مې خاپ جوړ نکړې ګوره
د هر چا به زما لوري ته را پام کړې
تسل منیب

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر وردګ

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاته
په دیدن چې یې زخمي زړونه رغیږي
ملاقي مې دحضرت خیرالانام کړې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx