لیکنې

د ترکیې د تاریخي ښار په مهمه غونډه کې د افغان استازي غوره استازولي

خالق یار احمدزی

تیره ورځ د ترکیې په «دیار بکر» کې؛ هغه سیمه چې له ستر تاریخي اهمیته برخمنه ده؛ د اسلامي امت د علماؤ او مدارسو د اتحادیې دوه ورځنۍ نړیواله ناسته پیل شوه، چې په کې د نړۍ د مختلفو اسلامي هیوادونو په سلګونو تنه علماؤ او پوهانو برخه درلوده.

تر ۲۰۱۵ م کال راهیسې دا د ددغې لړۍ اوومه غونډه ده، چې د نړۍ د نورو هیوادونو ترڅنګ، له افغانستان څخه هم دوه تنه جګپوړي مشران علماء (د اسلامي امارت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ریاست رئیس مفتي محمد اکبر عظیمي صاحب) او یو تن سیاسي فعال او پخوانی ژورنالیست «ولي الله شاهین» وربلل شوي وو.

غونډه کې د اسلامي امارت هیئت ته تود هرکلی وویل شو او د ترکیې نوموتو علماؤ ورته لوی تشریفاتي مراسم نیولي وه

د غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د هیئت مشر او د اسلامي امارت اور ژبي ویاند د ویناوالو په سریزه کې راوبلل شو او په خپلو خبرو کې یې تر ډیره تمرکز پر څو مهمو مسائلو وکړ.

نوموړي په لومړیو کې د اسلامي امت پر یووالي ټینګار وکړ، ورپسې یې په افغانستان کې د اوسني خپلواک اسلامي نظام د رامنځته کیدو شالید او قربانیو رڼا واچوله او دا یې وانمود کړه، چې که پر خپل دین او هیواد څوک غیرت وکړي، سوبه به یې آخر هم په برخه وي.

هغه. زیاته کړه، امریکا له اسلامي امارت سره نه؛ د یوه سوچه اسلامي نظام سره دښمني لري او که امارت یې په رسمیت وپیژانده، په نړۍ کې به یې د اسلامي نظام بنسټ په رسمیت منلای وي؛ هغه څه چې هغوی یې نه غواړي.

ښاغلي مجاهد د نړیوالو اتفاق او یووالی د یوې الګو په توګه یاد کړ او د اسلامي نړۍ پر علماؤ یې غږ وکړ، چې باید د امت د تشتت او پاشلو مخه ونیسي، د مسلمانانو په اتحاد کې خپل مسؤلیت آدا او د نړۍ مسلمانان یوځل بیا پر یوه ټغر راټول کړي.

ذبیح الله مجاهد دغه راز پر یاد نړیوال ستیج په هیواد کې د شته پرمختګونو د ضمني یادونې ترڅنګ، د نړیوالو لخوا له ورپیښو ننګونو هم شکایت په ډاګه کړ او په وروستیو کې یې د نجونو د تعلیم په تړاو د هغه ابهام وضاحت هم ورکړ، چې ظاهراً په کوردننه او بهر کې پرې نیوکې وې او غلیمانو ترې ناوړه ګټه پورته کوله.

هغه نجونو ته د زدکړو د حق ورکولو په تړاو د ځینو ویناوالو غوښتنه وار لمخه ځواب کړه او ویې ویل: «دا مهال د افغانستان په ۱۴۰پوهنتونونو کې د لسګونو زره نجونو تعلیمي بهیر په عادي بڼه روان دی او تر ۶ ټولګي پورته نجونو ته هم د ښه تعلیمي چاپیریال د مساعدولو، د نوي اسلامي نصاب د تدوین او د نجونو لپاره د ترانسپورتي وسایلو له چمتو کولو وروسته، د هیواد ټولو نجونو ته د زدکړو زمینه برابرول له خپلو مسؤلیتونو بولي »

د مجاهد ټولې خبرې له حکمت ډکې او پر هغه څه ورتولې وې، چې حاضرینو او اوریدونکو یې تمه درلوده..
که څه هم د کردانو او ترکیې دولت ترمنځ د ځینو پخوانیو ستونزو له امله، دا غونډه په هغه کچه چې باید پوښښ ورکول شوی وای، د نړیوالو رسنیو لخوا کوریج ور نکړل شو؛ خو افغان رسنیزو فعالانو د خپل ورزیده دیپلومات خبرې تر ډیره ښې منعکس کړې.

د اسلامي امارت ویاند په ډاګه کړه چې د امارت مشران کولای شي، پر نړیوال ستیج کې هم د خپل هیواد درست استازیتوب وکړي او هم د نړۍ پوهانو او علماؤ ته په معنوي برخه کې لیکچرونه ورکړي.

د غونډې ځای:

دا غونډه د ترکیې د دیار بکر سیمه کې چې د ترکي کردانو لوی میشتن ځای دی، تر سره شوه.
د دیار بکر تاریخي کلا په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د کلتوري میراثونو سازمان (یونسکو) لخوا تاریخي میراثونو په نوملړ کې داخله شوه؛ اوسیدونکي یې وایي د دوی د ذیار بکر د کلا دیوالونه په نړۍ کې دریم لرغونی تاریخي ځای لري.

دغه سیمه د هجرت په نهم کال په ۶۳۹ زیږدیز کال کې فتحه شوه؛ چې وروسته په یاده سیمه کې سلیمان بن خالد بن ولید رض عنه هم له ۲۶ تنو صحابه کرامو سره شهید شو او قبر یې د دیار بکر په تاریخي کلا کې موقعیت لري.

د دیار بکر تاریخي کلا، چې ویل کیږي، شاوخوا ۸۰۰۰کاله مخینه لري؛ هر کال زرګونه سیلانیان یې لیدنې ته ورځي.
هلته د یوه لوی موزیم په ګډون، یو تاریخي جومات، یوه پخوانۍ کلیسا، د صحابه کرامو قبرونه او نور تاریخي ځایونه شتون لري.

باید وویل شي چې تر اسلام وړاندې دغه ښار د فارسیانو او رومیانو ترمنځ په جګړو کې سره لاس په لاس شو؛ وروسته بیا د مسلمانانو لاس ته ولوید، بیا د سلجوقیانو، رومیانو او آخر هم د صلاح الدین ایوبي لاس ته ورغی.

ویل کیږي چې په یاد لوی ښار کې د ۵۰۰ صحابه کرامو قبرونه هم په بیلابیلو ځایونو کې شتون لري او له دې امله چې هلته ورغلي صحابه کرام د مدينې منورې د بني بکر بن وائل له قبيلې څخه وو، د یادې سیمې نوم هم «دیار بکر» ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
زه یو شاعر یم غواړم تاسو راسره ددې برخې تنشیر اوتکثیرکې راسره مرسته وکړﺉ

محمد عمر سهاک

نو تر هغه چې شرايط او مناسب ماحول برابروي هغوى ته دى دا زمينه برابره کړی چی کور کی دی سبق ووابې او ازموینه ته دې حاضری شی چې د هغوی تعلیمی کال ضایع نشی. ان کان صادقا.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx