ورزش

افغان لوبډله به نومبر کې د درې یو ورځنیو لوبو په موخه سریلانکا ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۱ل): په شل اوریز نړیوال جام کې له ګډون وروسته به افغان ملي لوبډله سریلانکا ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله به له شل اوریز نړیوال جام وروسته د روان کال په نومبر میاشت کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر وکړي او له یاد هېواد سره به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو له ډلې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې د یادې میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټه به ترسره شي.

کرکټ بورډ زیاتوي، یادې سیالۍ چې د مهالوېش له مخې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ میاشت کې پلان شوي وې، اوس به راتلونکي نومبر میاشت کې ترسره شي.

کرکټ بورډ وایي چې د سریلانکا کرکټ بورډ سره له خبرو اترو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې یادې لوبې د راتلونکي کال پر ځای سږکال ترسره کړي.

دا به لومړی ځل وي چې افغان لوبډله به د سریلانکا پر وړاندې په دغه هېواد کې لوبې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تراوسه د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ سیالیو کې ټولټال ۱۲ سیالۍ ترسره کړي دي، چې ۱۰ یې ګټلې او د نمرو په جدول کې ۷م ځای لري.

دا مهال دواړې لوبډلې افغانستان او سریلانکا استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې برخه لري، چې سریلانکا یې په لومړي پړاو کې له نمیبیا، متحده عربي اماراتو او نیدرلینډ سره مخ ده.

سریلانکا لوبډله چې تازه یې پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام اتلولي خپله کړې، په نړیوال شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه نمیبیا ته وبایلله، چې په یاد جام کې وړاندې تللو لپاره یې دوی ته سرخوږی جوړ کړ.

بل لوري ته افغان لوبډلې یاد جام ته د چمتو والي په موخه نن بنګلدیش سره سیالي ترسره کړه چې په غوره کارکردګي ښودلو یې سیال لوبډلې ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به دوهمه تمریناتي لوبه کې پاکستان سره مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx