ورزش

کریم بنزیما د کال سرو زرو غوره لوبغاړي جایزه وګټله، مانچسټر سیټي د کال غوره کلب اعلان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۱ل): د ریال مدرید کلب مشهور فرانسوي لوبغاړي کریم بنزیما د کال غوره د سرو زرو (بالون ډور) جایزه وګټله، چې په عین حال کې مانچسټر سیټي د کال غوره فوټبال کلب اعلان شو.

کریم بنزیما په ۲۰۲۱-۲۲ کال سیالیو کې ریال مدرید ته یو شمېر مهمې بریاوې ورکړې چې په پایله کې یې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي هم د نوموړي په مرسته خپله کړه.

۳۴ کلن بنزیما دوهم فرانسوي لوبغاړی شو چې یاده جایزه خپلوي، له دې وړاندې زین الدین زیدان په ۱۹۹۸م کال کې دغه جایزه ګټلې وه.

بنزیما د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د بالون ډور غونډه کې د جایزې ترلاسه کولو پرمهال وویل ، «زما لپاره ډیر د ویاړ ځای دی، ډیر کار غواړي او د هر ماشوم خوب رښتیا کېدل دي».

بنزیما د ریال مدرید لپاره د ۲۰۲۲-۲۲م کال پړاو لوبو کې په زړه پورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه چې په ۴۶ لوبو کې یې ۴۴ ګولونه راوړل، چې ریال مدرید ته یې د لالیګا او چمپینز لیګ اتلولي ورکړه.

په چمپینز لیګ کې د نوموړي په زړه پورې ۱۵ ګولونو ریال مدرید د ۱۴م ځل لپاره د یادو سیالیو اتلوله کړه.

د یادونې ده چې لیونل میسي د یادې جایزې تر ټولو زیات ۷ ځل ګټونکی لوبغاړی دی، له نوموړي وروسته کریستیانو رونالدو دغه جایزه پنځه واره خپله کړې ده.

د بالون ډور جايزه د سرو زرو فوټبال توپ په شکل د يوې فرانسوي ژورنال له لورې ورکول کيږي او يوازې خبريالان او د فوټبال پوهان په کې برخه اخلي او رايه ورکوي.

بل لوري ته مانچسټر سیټي په زړه پورې سیالۍ ترسره کړې چې له مخې یې د کال غوره لوبډله اعلان شوه.

مانچسټر سیټي د انګلستان پریمیئر لیګ ۲۰۲۱-۲۲ کال اتلولي خپله کړه، خو په اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبه کې د کریم بنزیما په مرسته د ریال مدرید له لوري له ماتې سره مخ شوه او له یاد لیګ بهر شوه.

د برسلونا کلب ځوان لوبغاړي پابلو ګافي له ۲۱ کلنو کم عمره د کوپا ترافي خپله کړه، په داسې حال کې چې سینیګالي سادیو مانی د بالون ډور جایزې ګټلو لپاره دوهم غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx