ورزش

اسيا جام لپاره پاکستان ته د‌ هند‌ لوبډلې نه تګ، پاکستان ۲۰۲۳ نړيوال جام کې په شرکت نه کولو غور کوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۱ل): د‌ هند کرکټ بورډ په دې وروستيو کې پريکړه کړې چې راتلونکي کال اسيا جام کې د‌ ګډون لپاره پاکستان ته خپله لوبډله نشي استولی.

د پاکستان کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ د يادې پريکړې په غبرګون کې د ۲۰۲۳م‌ کال يو ورځيني نړيوال جام کې په ګډون نه کولو غور کوي.

پاکستاني رسنيو د کرکټ بورډ ځينو سرچينو په حواله ليکلي چې د اسيا کرکټ کونسل مشر او د هند کرکټ بورډ سکرتري جی شاه په دې تړاو په يوازې ځان د پريکړې حق نه لري.

يادې سرچينې زياتوي چې د هر هېواد ګټې بايد په نظر کې ونېول شي، که هند لوبډله پاکستان ته نشي راتلی او د اسيا جام کوربه توب له هېواده بهر کيږي، بايد پاکستان له اسيا کرکټ کونسل څخه بهر شي.

د پاکستاني رسنيو له مخې، پاکستان کرکټ بورډ به ډير ژر په دې تړاو پريکړه وکړي، او د مخنيوي پرمهال به يوازې دوه اختياره ولري، چې يا به د اسيا کرکټ کونسل څخه بهر شي، او يا هم په راتلونکي نړيوال جام کې چې هند يې کوربه توب کوي، ګډون ونکړي.

د اسيا کرکټ کونسل مشر هندی جی شاه دی چې هممهاله د هند کرکټ ادارې سکرتري دی، او په تازه پريکړه کې يې ويلي چې هند لوبډله اسيا چام کې د ګډون لپاره پاکستان ته نه ځي او بايد پر متبادل هېواد غور وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx