
خالق یار احمدزی
دا څرګنده ده چې وایي د علماؤ اختلاف رحمت وي او ددې وسیله ګرځي، څو خلکو ته حق او باطل څرګند او په چارو کې سهولتونه رامنځته شي.
خو دا کارونه تیرو پیړیو کې تر ډیره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې په ریښتینې مبارزه ګرم روان وه، د اهل السنة والجماعت د علماؤ په مابین کې، دغه راز د اهل السنة والجماعة او نورو مخالفوینو ترمنځ؛ مناظرو، علمي بحثونو او په مسائلو کې د مختلفو لیدلورو څرګندلو زور اخیستی وه.
د اختلافاتو دې توندې څپې د کتابونو څپرکي ډک کړل، خو ځینې یې ترپایه لاینحل پاتې شول.
خو په افغانستان کې بیا دغه اختلاف په تیرو څو لسیزو کې یوې بلې ورانونکې مرحلې ته داخل شو؛ یو چا د خپلو دیني علماؤ په قیادت او د خپل ملت د ریښتیني ملاتړ په مټ خپل هیواد له ناخلفو انګریزانو آزاد کړ او همدې ملت ورته له نازه د «غازي» لقب ورکړ؛ خو په پایله کې یې د همغو انګریزانو د فکري ایډیا تومنه د سیکولریزم یا دیموکراسي/آزادي تر نامه لاندې افغانستان ته را وارد کړه، چې لومړی یې پر خپلې کورنۍ د تطبیق هڅه وکړه او بیا یې غوښتل پر افغان سپیڅلي غیرتي ټبر یې هم تحمیل کړي.
خو ملت په ناڅاپي توګه د نوموړي له فکري انحرافه واقف شو او په زغرده یې ورته د رد ځواب ورکړ، هغه یې پردی وباله او پر وړاندې یې د انګریزانو په څیر عملي مبارزې ته راوځغاستل.
هوکې؛ همدا یوه ناوړه او بده هڅه وه چې څه باندې سل کاله وړاندې را باندې وتپل شوه او څه چې کفري نړۍ غوښتل همغه یې زمونږ د خپلو هغو افغانانو په مټ پلې کول غوښتل ، چې مونږ ورته د تقدس جامې ور اغوستې وې او په تاریخي، ویاړمن لقب مو نازولی وه.
همدا ددې (نوې فکري جګړې) پیل وه، د نادر او ورپسې د ظاهرشاه په وخت کې یې ځای ونیووه او په پلازمینه او نورو ښارونو کې یې د پلې کیدو هڅې وشوې، چې په تعقیب شرقي ښکیلاک کډې راوړې او تر لسیزو جګړو او مقاومت وروسته، د طالبانو په نوم یوه سوچه اسلامي خوځښت یې په نویمو لسیزو کې د څو کلونو لپاره مخه ونیوله.
خو د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ښکیلاک ګرې کفري نړۍ تر یرغل وروسته هڅه وشوه، څو پر افغانانو یوځل بیا د آزادۍ غوښتنې شعاریزه لوبه پلې کړي.
د ښځو د آزادي تر نامه لاندې د فحشا پراخیدو ته کار وویل شو، اسلامي شعائر توهین شول او هغه څه چې د آزادۍ تر برغولي لاندې غربي لیوانو غوښتل، دلته یې پرې د افغانانو جامې څیرې او د هغوی زړونه او دماغ یې پر وداړل.
خو پر وړاندې یې افغانان هم چوپ نه وو ناست؛ لکه څنګه چې د امان الله خان پر وړاندې ودریدل؛ دلته یې هم نه یواځې د غرب د پوځي خوځښت مقابله وکړه، بلکې د هغوی د فکري او مذهبي جګړې مخه یې هم په خورا ښه مدیریت سره ډب کړه.
په هره کلي، کوڅه کې دیني مدرسې ایجاد شوې او له مکاتبو سره موازي یې زدکړییز بهیر روان وه، د پراخې رسنیزې جګړه مخه نیول یې ستونزمن وه؛ خو تر خپله وسه یې څه چې په لاس کې درلودل، له چاپي او غږیزو رسنیو نیولې بیا د سوشل میډیا تر ډګرونو….! ټولې ممکنه دفاعي وسیلې ددې په پار وکارول شوې، څو افغان غیرتي ځوانان، د غرب له فکري تاړاکه خلاص او د دیموکراسي او سیکولریزم تونده څپه یې تر اغیز لاندې رانه وړي.
نیواکګرو نړیوالو ددې جګړې د مخته وړلو لپاره ورزیده کسان رامخته کړل او دا چې په خپله ډله کې یې څو سپین پګړیو او غوړ ګیرو«علماء السوء» ته ځای ورکړی وه؛ په مټ یې د خپل صف حقانیت او معصومیت په ډاګه کاوو.
بلې محترمو لوستونکو!
اوس چې د خپلواکۍ پر مدار د همغو ناجي طالبو فرښتو، ستوری یوځل بیا وځلیده او د افغانستان لر او بر یې تر خپل چتر لاندې راووست؛ په کوردننه افغانانو کې یوځل بیا د خپلو مقدساتو د ساتنې او پالنې په پار د آزادۍ وږم وچلیده.
اوس لکه تیر شل کلونه چې افغان فکري مبارزو فعالانو د سوشل رسنیو له لارې د خپلې فکري ایډیا د رسولو هڅه کوله او د سیکولرې کورنۍ مخالفه خیلخانه یې په خپل فکري تګلاره کې له افغاني او اسلامی مقدساتو په انحراف ننګوله؛ همغو مخالفینو برعکس ځای نیولی، نړۍ ته اوسنۍ واکمنه اداره توندلارې ورښیي او د پرمختګ چارې یې د همغې دښمنۍ له عینکو ګوري.
هغوی که له خپلو فکري استادانو او تمویلګرو سره یوځای له دې مقدسې خاورې ووتل، خو فکري یرغلیزې هڅې لا هم د ټولنیزو رسنیو له لارې نه دریغوي؛ هغوی چې د دیموکراسۍ په اخور لوی شوي او د سیکولریزم ناوړه اوبو سیراب کړي، ستونزمنه به وي، چې خپلو اسلامي او افغاني افکارو ته بیرته راوګرځي.
له افغانانو دې جلاشوې کتلې کاش چې په فروعی مسائلو کې اختلاف پاللی او له متنه یې هم علماء او پوهان وای؛ دوی له یوې مخې له اسلامي نظام، او مذهبي مفکورې سره په اصولي اختلافاتو روږدي شوي، نه په کې په دیني مسائلو پوهان علماء شته او نه یې هم د تګلارې د مخته وړلو لپاره د علمي څیرو واقعي استدلالات…!
بس یواځې د نړیوالې ټولنې د غوښتنو یادونه کوي او داچې اوسنی پېر د مذهبي حکومت لپاره مساعد نه ده.
څه باید وکړو؟
۱_ هغوی فکري ناروغان دي، راځئ د یوه فکري خوځښت له لارې د دوی د اصلاح لارې چارې وسنجوو.
۲_په کور دننه په علمي مراکزو په ځانګړې توګه پوهنتونونو کې ورځني سیمنارونه د محققینو علماؤ لخوا وړاندې شي؛ په داسې توګه چې د هر پوهنځي، هر صنف ته په اونۍ یا لسو ورځو کې د یوه سیمینار وخت ورکړل شي.
۳_پر رسنیزو بنسټونو پانګونه وشي، د سپانسر لارې چارې یې وسنجول شي او له همدې لارې مستنطق علماء تلویزیوني او رادیویي بحثونو ته وګمارل شي او د سوشل میډیا/ټولنیزو رسنیو په بحثونو کې هم باید په خبر او استدلال واقف پوهان ونډه واخلي.
۴_حکومت باید علمي کدرونه یواځې علمي ځایونو ته وقف کړي او په همغو ځایونو کې ترې د اسلامي او واقعي ملي فکر د ترویج کار واخلي.
۵_ که د نوي نصاب د چاپ چارې ستونزمنې وي؛ نو د ټولو ښوونیزو مراکزو استادان باید و ارزول شي، هغوی چې له دیني مسائلو کمه پوهه لري، باید د عصري علومو په برخه کې ترې کار واخیستل شي.
۶_ په کلیوالي سیمو کې د مختلفو علمي سیالیو په لار اچول او په قوي او برجسته ډالیو د بریالیو کسانو نازول، هم د فکري مبارزې په برخه کې ځانګړی رول لري.
۷_ د رسنیو له لارې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره سم، فرهنګي، هنري او مالوماتي برخو کې اصولي خپرونې وړاندې کول هم باید له اولویتونو وبلل شي.
۸_ مذهبي برخه کې تبلیغاتي برخه که له هرې له هر ادرسه وي؛ باید په اصولي بڼه ترسیم شي، د فکري جګړې په تنوع، موخو او عواقبو مستدل معلومات د فصیحو علماؤ/پوهانو لخوا په جالب انداز ترسیم او ډیزاین شي.
۹_د پرمختګ خبرونه چې د فکري ګړې په برخه کې ځانګړی رول لري، باید د وزارتونو رسنیز استازي ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
او………….!
دایوه عجیبه مجموعه دچرندیاتو ده چی په خورا احقانه توګه دښاغلی «احمدزی» له خوا دټول افغانستان دسل کلن تاریخ باب میدان ته را غورځول سویده . زړه ته می نه لویږی ، چی دا ګلبدنئ اخوانی ارتجاعی نظر دی دطالبانو دپالسۍ سره کوم تړاؤ ولری.
افسوس چه طالبانو هم د سپڅلي اسلام له نام څخه په ګټه ښکلي باشهامته په وطن او اسلام مين ځوانان وغولوي او اوس يي په خپلو منځو کې د موقفونه په سر په مرميو کې سره نيولي او غواړي چه افغانستان د اور په لمبو کي لاهو کړي
ملی او د افغان ملت خپلواکی او ازادی سپڅلی مبارز مومند صاحب ته احترامانه سلامونه وړاندی کوم ، د تاسو محترم د ما ناسوسیالستی نامولوڅخه زیاته مننه او اضافه کوم چی د افغان ملت ځلانده تاریخ کښی د مونږ او تاسو قهرمانو پلارونو او نیکونو نیکونو په ملی اتحاد سره د افغان خاوری او د افغانانو خپلواکی او ازادی لپاره ناستومانه د خپلو وینو په قربانی او ناسوسیالستی احساساتو سره مسلسل اجنبیان د خپلی خاوری څخه شړلی دی او وروسته او فعلی شرائیطو کښی د تاسو محترم له خوا د یادو اجنبیو غلامانو د اجنبیانو نوو مضرو تخنیکو سره د افغان غیرتی ملت صادقانه… نور لوستل »