نظــر

کابل چې ما پخپلو سترگو ولید «۹مه برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

سپتمبر لومړۍ

موږ‎ سھار وختي د لغمان او جلال آباد پر لوري په دوہ موټرو کې حرکت وکړ‎. پر استاد مو د لوی سفر ستونزې پیرزو نه وې نو ھغه ته مو په کابل کې د پاته کیدو او راتلونکي مجالسو په اړ‎ہ د فکر کولو وړ‎اندیز وکړ‎.

ذاکري صیب، دولتزی صیب او دوہ وسله وال مجاھدین په یوہ موټر کې، عبد الباقي خوگیاڼی صیب زما دوہ ترورزیان، حاجي میرویس الفت، محمد نعیم ھاشمي او زہ په بل موټر کې سپارہ شو.
د حربي پوھنتون سرہ د تلاشۍ له ځای څخه د تیریدنې پر مھال مې د تالاشۍ غرفې ته ډیر وکتل خو د چا تصویر مې پرې را ځړ‎یدلی و نه لید.
د کمونستي نظام تر سقوط پس چې کابل د کورنیو جگړ‎و او نور افغانستان د ملوک الطوافیو شاھد و، پر لویو لیارو د ولس د چور او تالان په موخه پاټکونه جوړ‎ شوي وو.
سړ‎ی به چې د سړ‎ک پر سر کوم چورځی ( پاټک ) ته را ورسید، ھلته د پاټک پر پوسته به یې د جھادي رھبر له غټ تصویر څخه په اسانه اندازہ لگولی شوہ چې په ھغه سیمه کې د مجاھدینو تر نامه لاندې داړ‎ہ مارانو ته د ولس د چور کولو، تعذیبولو، توھینولو او بې عزته کولو جواز کوم جھادي رھبر ورکړ‎ی؟
د حربي پوھنتون له پاټک سرہ د فقیدینو، رباني او مسعود تصویران لگیدلي و او له ماھیپر څخه ښکته تر جلال آباد پورې ہه د حکمتیار صیب, ھغه په قرہ قل کې د ځوانۍ تصویر تبسم کاوہ!
په لویو پاټکونو به د جھادي مشرانو لوی تصویران او پر وړ‎و، واړ‎ہ ځړ‎یدلي و، د تصویرانو له غټوالي او کوچنیوالي څخه به د پاټک د غلا کچه په اسانه لگیدلای شوہ. پر ځینو پاټکونو د ھغو مشرانو ستر او رنگین تصویران ھم لگیدلي و چې له روسانو سرہ د جھاد پر مھال، یې بې ضرورته تصویر اخیستل حرام بلل!!
د زرداد پر چورځی بیا د حکمتیار صیب څو ستر تصویران داسې ځړ‎یدلي و چې د سروبي تیزو بادونو به یې تل پر مخ د خاورو او شگو سپیلني شیندل!!
ما په ماھیپر کې د سړ‎ک پر غاړ‎ہ تورو ډبرو ته په ځیر ځیر په دې ھیله کتل چې گوندې بیا چا پر کومه ډبرہ ھغه په کابل کې د مجاھدینو د انډوخر د پیر په څیر کوم شعر لیکلی وي.
زما یو ډیر تکړ‎ہ لیکوال ملگري ( نوم یې ځکه نه اخلم چې بیا شھرت ننگیال صیب خفه کیږ‎ي ) کیسه کوله د ماھیپر په کومه ډبرہ چا په تباشیر لیکلي وو:

قرض ورکړ‎ہ سیاف ته، ضامن ترې گلبدین واخله
سبا ته یې بیا……….. واخله

زہ نه پوھیږ‎م د دې شعر ویونکي ته د قرض، سیاف، گلبدین او …… تر منځ کوم نسبت مشترک ښکارہ شوی وو؟
د لغمان عزیز خان کڅ ته پر رسیدو، لومړ‎ی د مرحوم کجورې ملا صیب، مرحوم پیرزادہ صیب، د خپلې مرحومې والدې، مرحوم استاد الفت او نورو خپلوانو مزارونو ته لاړ‎و.
دولتزي صیب د خیرات پلان درلود. زموږ‎ مشورہ پر دې راغله یو څاروی اخلو، ھمالته یې ذبح کوو او غوښه یې پر مستحقینو ویشو. الله دې د ھغه خیرات قبول کړ‎ي!

د جمعې لمونځ مو د مرحوم کجورې ملا صیب په جامع مسجد کې اداء کړ‎، د غرمې ډوډۍ ته ذاکري صیب د درونټې کړ‎ائي ته دعوت کړ‎ي وو. مازیگر قضا، په جلال آباد کې یوې فاتحې ته لاړ‎و، او بیا مو د کامې پر شیر یخ ور ودانگل. د ماښام لموںځ مو د بھسودو ولسوالۍ د بازار په یوہ مسجد کې اداء کړ‎. تیارہ ښه خپرہ شوې وہ چې د کامې د ھمایون د شیر یخ دوکان ته ورسیدو.
ځای یې ښکلی و، کټونه یې د ونو لاندې اچولي وو، میزونه یې ډیر خیرن ول، ځای ځای پرې د شیریخ شیدې پرتې وې ، مچان ھم لکه د امریکایي فوټبال لوبغاړ‎ي ټول به پر ھغه ځای کې پنډ ول، چرته به چې ډیر شیر شیخ یا شیدې چپه شوې وې!
موږ‎ د ھوټلي شاگرد ته غږ‎ کړ‎ چې میزونه پاک کړ‎ي، ھغه د یوې داسې تور خیرن ځړ‎وکي سرہ راغی چې پر میزونو پرتې شیدې او شیریخ یې د پاکولو پر ځای د میزونو په ټولو برخو په مساويانه توگه وویشلې، بل کمال یې بیا لا دا وکړ‎ چې د خپل جادویي ځړ‎وکي پر مږ‎لو یې میزونه داسې تحریک کړ‎ل چې ھر یوہ یې د ځنډنیو مستو او تروہ پنیر پڅیر بویونه را پریښودل!
د شاگرد تر عقب نشینۍ پس، مچانو ھم خپله ستراتیژي بدله کړ‎ہ. که مخکې لکه د امریکایي فوټبال لوبغاړ‎ي پر یوہ ځای را پنډ ول، نو اوس لکه کرکټران د میز په ټولو برخو کې خپارہ شول.
د کامې بیخوندہ شیریخ چې په حقیقت کې نه سم شیر وي او نه یخ، په شاوخوا سیمو کې ډیر شھرت موندلی، ځکه خو خلک پر را مات وي.
ښایي د شھرت اوازہ یې د گاونډیو ولسوالیو مچانو ته ھم رسیدلې وي، ځکه خو ھغوی ھم نر او ښځې گډ، ډلې، ډلې او جوپې جوپې لکه د منظور پښتین پلویان اخوا دیخوا کیږ‎ي!
په ھر حال، شیریخ موږ‎ او مچانو په شریکه وخوړ‎ خو پیسې یې یواځې موږ‎ ورکړ‎ې.
زموږ‎ ځینو ملگرو د خوراک پر مھال یو څه بې احتیاطي کړ‎ې وہ، خپلې مبارکې ږ‎یرې یې ھم پر نازولې وې!
د راتگ پر مھال د کامې د شیریخ خیلو پر استازیتوب مچانو پر ږ‎یرو او مخونو ښکل کړ‎و او نور یې مخ پر جلال آباد رخصت کړ‎و!
موږ‎ په جلال آباد کې د ذاکري صیب کور ته لاړ‎و.
کور یې ښکلی و خو سیلابونو یو څه زیانمن کړ‎ی، ورونو او خپلوانو یې د پښتني دود سرہ سم زموږ‎ د ممانعت سرہ ماښامنۍ راوړ‎ہ.
موږ‎ ډوډۍ وخوړ‎ہ، چای مو وڅکلې، لږ‎ آرام مو وکړ‎ او بیا غالبا د شپې څه کم دولس بجې مو د کابل پر لور حرکت وکړ‎!
د موجود نظام یوہ سترہ لاسته راوړ‎نه ھم دا دہ چې ھرې خوا امنیت قایم دی، که نه په پخوانۍ ادارہ کې له جلال اباد څخه کابل ته د شپې دولس بجې سفر کول، له تصور څخه لیرې خبرہ وہ!
موږ‎ نژدې سھار مھال کابل ته ورسیدو. لمونځونه مو وکړ‎ل او بیا ویدہ شو.
د ھماغې ورځې ( دویم سپتمبر ) پر مازیگر مو دا لاندې ملگري لیدو ته راغلي وو:

ښاغلی حمد الله فطرت ( د سرحداتو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړ‎یکو ریس )
ښاغلی عبد الله اخونزادہ ( د میوند بانک ریس )
مولوي اختر محمد بھار د مدرسې مھتمم
او مفتي محب الله وثیق د بھرنیو چارو وزارت د ریس دفتر مرستیال

فطرت صیب مو د ډیرو کلونو فرھنگي ملگری دی.
لیکوال دی، ژور فکر لري, په مجلس کې ښه غوږ‎ نیسي، په رسنیز ډگر کې د نوښتگر استعداد څښتن دی. یو وخت یې ښه شعر لیکه خو اوس سیاسي بوختیاو تر دې ھر څه پاته کړ‎ی.
ھغه څو کاله وړ‎اندې پر دې وتوانید د اما رت فرھنگیان د واتس اپ له لیارې په یوہ داسې پلیټ فارم را ټول کړ‎ي چې ان اوس یې ھم زموږ‎ ملگري‎ د گیلو، مشورو، نظر شریکولو او مختلفو موضوعاتو د تحلیل لپارہ کاروي!

۱- د فطرت دا بیت مې یو مھال ډیر خوښ شوی و چې لا ھماغسې مې په ذھن کې نخچ دی:
ستا جنازې ته ځکه را نغلمه
د خپل تابوت مې یو څه کار پاته و

راځئ! د داسې یوہ شعر بیلگه یې تاسې سرہ شریکه کړ‎م چې نژدې یوہ لسیزہ پخوا یې لیکلی:

څوک چي زورور ته نکړي سر اوچت
لاس د تسلیمۍ به کړي ډیر ژر اوچت
زړه مي د سیند تل خیال مي دغره څوکه
څومره سیند ژور دی څومره غر اوچت؟
قوم چي ضالین شي لاره ورکــــه کړي
خدای کړي ترینه هسک ته پیغمر اوچــت
دلته په مــــرغیو نارې ګډې شــــــوې
باز چي کله ټک وهل وزر اوچـــــــت
ګورئ پر صلیب به زلزلـــــــه راځي
ږغ د الجهاد شو له ممـــــــبر اوچت
دلته بس چلیږي راج دهغه چـــــــــا
رپی چي بیرغ یي د لښکـــــر اوچت
پروت مو وو پر زړونو غــــم دلۍ دلۍ
تا کړ حلمـــــیاره! په هــــــنر اوچــت
حمدالله فطرت

۲- عبد الله اخونزادہ مخکې په افغانستان بانک او یا غالبا ملي بانک کې وو چې چارواکیو د میوند بانک ناوړ‎ہ حالت ته پر کتلو، ھلته واستوہ. ھغه غلی، مدبر او ھوښیار مدیر دی. ھیله دہ میوند بانک به ورغوي.

۳/ له مفتي وثیق صیب سرہ مې له پخوا نه پیژندل، په معرفت یې له زړ‎ہ څخه خوښ شوم.

۴- مولوي صیب اختر محمد بھار مو ھم پخوانی فرھنگي ملگری دی. ما د یاسین حمزہ پر نوم پیژندہ، نورو ملگرو پر نورو نومونو! د مدرسې مھتمم دی، نه پوھیږ‎م ھلته یې طالبانو ته ځان پر کوم نوم ور پیژندلی؟
که له عربانو سرہ اشنایي ولري، ښایي ھغوی ته یې ځان پر أخطر محمد بھار ور پیژندلی وي!
مولوي صیب خوش طبعه، مھربانه او نرم مزاجه انسان دی. ھرہ دویمه جمله یې د طنز پر گاڼه پسلول شوې وي. له تصویرانو سرہ یې چندان نه لگي، کوښښ کوي د اخیستنې پر مھال یې ځان له ملگرو بیل کړ‎ي، خو د بل چا مخالفت ھم نه کوي!
ښه دہ چې ھغه روسانو سرہ د جھاد رھبر نه دی پاته شوی، که نه پاټکیانو ته به یې د ھغه بې تصویرہ پاټکونه چلول خورا ستونزمن وو!

موږ‎ پر عامو موضوعاتو خبرې کولې، لږ‎ وروسته استاد ھم تشریف راوړ‎.
د استاد خبرې تر ډیرہ د نظام په استحکام کې د ځوانانو پر رول او دا چې څرنگ له دې ستونزمن وضعېت څخه ځان او ھیواد وباسو، را څرخیدلې.
موږ‎ د ماښام ډوډۍ یو ځای وخوړ‎ہ. استاد دې ځوانانو ته ھم خپل کتاب “ افغانستان در آتش جنگ “ په دې شرط ډالۍ کړ‎ چې د لوستلو وعدہ به یې کوي!

له ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سرہ مجلس او زما پنځه نکتې…

دا لړ‎ۍ ادامه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul Majid

دا جمله (لکه د منظور پښتین پلویان اخوا دیخوا کیږ‎ي!) ډيره بيځايه اوسپکه ده که څوک ستا نه خوښيږي خوهغه ته سپک کتل پکار ندي د ډيروزړونه به پدي ټکي خفه شوي وي۰ 

غمی،پښتین

پیر زاده صاحب.
بند مکتبونه،وزګاری،لوږه،تنده،ترور،بی کفایتی،بند دفترونه،پاسپورت نه شتون،په کار نه پوهیدل،افغانستان ۱۰۰۰ کاله شاه تګ.ښځی د کار ژوند څخه ګوښه کول،نانوایی ته د غریبانو قطارونه د ونه لیدل؟
کله په دا باره کی بیا لیکل کوی؟
که چیرته هر څه سم وای نو ته او تره کی بیرته ولی اروپا تللی؟
که هیڅ نه وی داد انجونو بند مکتبونه د هم ونه لیدل؟
که د انجونو بند مکتبونو ته هم قلمی جهاد وایی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx