افغانستانورزش

شل اوريز نړيوال جام؛ افغانستان به خپل سرسخته کمپاين نن پېل کړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۱ل): د کرکټ شل اوريز نړيوال جام په استراليا کې د کوربه لوبډلې او نيوزيلند ترمنځ له لوبې پېل شو، چې افغان لوبډله به هم نن خپل سرسخته کمپاين د انګلستان پر وړاندې پېل کړي.

شل اوريز نړيوال جام کې ۱۲ لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوي، چې د افغان لوبډلې سيالان انګلستان، نيوزيلند، استراليا، سريلانکا او ايرلينډ دي.

دا د نړيوال جام سخت ګروپ ګڼل کيږي، چې په دوهم ګروپ کې پاکستان، هندوستان، سويلي افريقا، زمبابوې، بنګلدیش او هالنډ لوبډلې له يوه بل سره ميدان ته ښکته کيږي.

که څه هم د انګلستان لوبډله پخپل پخواني اوج کې نه ليدل کيږي، خو د افغانستان لپاره په استراليا کې په لومړي ځل لوبېدل تر ټولو ستره ننګونه ده.

د افغانستان او انګلستان ترمنځ لوبه نن ۳:۳۰ بجې په پرت لوبغالي کې ده. دغه لوبغالی د چټکې توپ اچونې لپاره جوړ دی چې توپ په کې چټک او پورته کيږي.

د افغان لوبډلې مشر روزونکی جوناتن ټراټ وايي چې لوبډله د هرې لوبډلې پر وړاندې بشپړ چمتو والی لري.

هغه زياتوي چې په دغه جام کې زموږ لپاره مثبت ټکي د لوبغاړو تکړښت او د سوکه توپ اچونکو ځلېدل دي.

جوناتن ټراټ دغه راز هيله ښودلې چې پېليز لوبغاړو ترڅنګ بايد په دريم نمبر ابراهيم ځدران چې اوس ښه فارم کې دی وځليږي.

رحمان الله ګربز چې د پاکستان پر وړاندې په تمريناتي لوبه کې د شاهين افريدي په توپ ټپي شوی و، د ننۍ لوبې لپاره چمتو دی.

هغه په يوه ويديويي پيغام کې ويلي وو چې په وروستي تمريناتو کې يې لوبډلې سره ګډون کړی او په بشپړې ليوالتيا به ميدان ته ښکته کيږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx