ټولنیزه برخه

د مومن لپاره یواځې دوه فالوورز کافي دي

عبدالرقيب رقيب

د حنفي مذهب مشهور عالم (محمد بن أحمد السرخسي- 483هـ)
د وخت واکمن (خاقان) ته څه نصيحتونه وکړل په هغه بد وليګدل نو يې په يو کوهي کې زنداني کړ.
خو د امام حوصله لوړه وه، ځکه د هغه له اللهﷻ سره معامله رښتونې وه، کراما ماتبين يې په ځان باندي ګومارل شوي ګڼل, باوري و چې کراما کاتبين يې هڅې نه هېروي هرڅه ليکي او سهار ماښام د ده کاري راپورونه اللهﷻ ته وړاندي کوي…

هماغه سبب و چې امام له کوهي څخه شاګردانو ته درس پيل کړ, هره ورځ به يې د حنفي فقهي اړوند نوی درس ورکاوه او شاګردانو به پاس د کوهي پرغاړه باندي هماغه درس له اوريدلو سره سم ليکل, تر دې چې پوره ديرش غټ غټ ټوکه کتاب (مبسوط للسخرسي) ورنه جوړ شو.

د عصر تر اليکترونيکي زندانونو راياده شوه, اوس هم وخت په وخت د حق او حقانيت دښمنان نصيحتونه نشي زغملای, د سرخسي لارويان په بند محکوموي پاڼې او حسابونه يې بندوي ترڅو غږ يې چپ کړي… پرون يې د فدايانو د ستايلو په خاطر په ټویټر او فیسبوک کې د ګڼ شمير مومنانو حسابونه وتړل, تر زرګونه خلکو د هغوی د حق رسيدونکی غږ يې خاموش کړ… ځيني ملګري د دښمن پردغه چلند مايوس يا په غصه دي, خو په کار څه دي؟

مطلب دا و چې که څوک معنوي پانګه ولري نو چې څوک يي په ځمکه ننباسي بيابه هم راپورته کيږي, زرغونېږي به او پېړۍ پېړۍ نسلونه به د ده له خدماتو استفاده او مننه کوي، مګر څوک که معنوي پانګه نه لري بيابه په کمه خبره مايوس او له هدفه ستومانه وي, يابه خدا مکړه د دښمن په وړاندي شکست مني.

معنوي پانګه يعنې څه؟
معنوي پانګه د اللهﷻ په قدرت, علم, مکافات او مجازات باور لرل, د قرانکریم پر دغه ايت ايمان لرل چې فرمايې :
فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُۥ ﴿٧﴾ الزلزَلة-٩٩
ژباړه: نو چا چې د يوې ذرې په اندازه ښه كړي وي، هغه به وويني.

معنوي پانګه معنی دا چې باور ولري چې که د اللهﷻ لپاره د خير يو توری وليکم, يوه وړه د خير خبره وکړم, د اسلام د دښمن په مقابل کې يو دوه جملې وليکم, حتی که د ولاء او براء په نيت د يوچا ليکنې ته يو لايک ورکړم نو دا هر يو يو عمل به مې اقلاً يوه ذره نيکي وي چې اللهﷻ يې د محشر په ورځ د راليدلو او زما په ګټه تمامولو وعده راکړې ده, اللهﷻ وعده خلافي نه کوي، ضرور به د دغو ډيرو وړو کارونو لوی اجرونه راکوي ځکه اللهﷻ ډير لوی دی او ډير وړوکی اجر به يې زموږ لپاره ډير غټ وي…

همدغه نيت او باور معنوي پانګه ده، بيا که د یوچا ای بنده شي, يوڅوک زنداني شي, ترتهديدونو لاندي شي… او له لوی خدمته بې برخي شي خو بياهم بايد مطمئن وي ځکه د اللهﷻ کار ندی په کار بلکي د بندګانو د نيت او هڅې په اعتبار اجرونه ورکوي… يوه وړه هڅه مو شايد د ابدي نجات او رفاه سبب وګرځي…

معنوي پانګه په دې خبره ايمان لرل ده چې اسلامي نظام د اللهﷻ نظام دی او اللهﷻ د خپل نظام په پلي کولو کې هيچاته اړتيا نه لري، معنوي پانګه د قرانکريم پردغه ايت ايمان لرل دی چې فرمايې:
إِنَّمَآ أَمْرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيْـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ﴿٨٢﴾ يس-٣٦
ژباړه: هغه خو چي كله د يو شي اراده كوي، نو د هغه كار همدومره دى چي ورته حكم وکړي چي شه! او هغه کیږي.

لهذا که د مومنانو ای ډي بنده شي, دوی بنديان شي, اقتصادي بنديزونه ورباندي ولګول شي, په تورو ليستونو کې وغورځول شي هرڅه سختۍ او مشکلات ورباندي راشي خو دوی بايد مايوسه نشي ځکه اسلامي نظام داسي پالونکی لري چې که يې دوام وغواړي نو په هرصورت دنيوي اسباب ورته چمتو کوي او نظام ته دوام ورکوي، مومنان بايد د مشکلاتو او بندیزونو په صورت کې په خپله عقيده, حوصله باور او فکر باندي له سره غور وکړي, بايد ايمان تجديد کړي چې اللهﷻ رب العزت دوی ته اړتيا نه لري د دوی ټولې هڅې د خپل اخرت د سمون لپاره دي او د دوی يوه ذره هڅه شايد د دوی د اخروي ابدي خوشحالۍ او بري سبب شي…

د حق غږ له کوهي راوزي خو تر سلګونه کلونو پوري په ټول جهان کې ازانګې او انګازې وهي, خپل غږ او هڅه په حق برابره کړه تر هيڅ انسانه دي ونه رسيږي, کراما کاتبين يې مکمل راپور تر اللهﷻ رسوي همدغه ستا هدف ده… ډير فالوورز او ډير څارونکي وروستۍ خبري دي د مومن په حوصله کې مهم رول د اللهﷻ علم, قدرت او د کراما کاتبين (اوږو ملائکانو) راپورونه دي, حقه خبره وکړه، هيڅوک دي يې نه اوري خو اللهﷻ يې اوري او همدغه ستا هدف دی…
د مومن لپاره يواځي دوه فالوورز کافي دي, د اوږو ملائکان.

عبدالرقيب رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx