مصر: اخوان المسلمین له شپاړسو کلنو څخه وروسته اول ځل ښکاره غونډه وکړه

the_rise_of_the_muslims_brotherhood (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۳۰) مصر: له قاهري څخه خبر ورکول شوی دی، چي داخوان المسلمین مرکزی شورای نن په قاهره کي له شپارسو کلنوڅخه وروسته د اول ځل لپاره په ښکاره ډول سره غونډه وکړه.

په غونډه کي دشوراي غړو دګوند پرمختلفو مسائلو باندي خبري وکړی خو مهمه اړخ یی چي برخه والو ورباندي زیاتي خبری وکړی هغه په مصر کي دروان کال دسپټمبر دمیاشتي ټاکنی دي اویوه بله دپام وړ موضوع چي دغونډي برخه والو ورباني زیات بحث وکړ هغه د مرکزی شوراي له لوري دنوي ګوند اعلانیدل دي،

په مصر کي داخوان المسلمین دګوند تاریخ په شکنجو کړاوونو او تعذیبونو باندي ډک دی، دحسن المبارک دواک په وخت کي دګوند ډیري غړي یاخوپه زندانونوکی اچول شوی وو او یاهم له هیواد څخه شړل شوی وو.

لیکن دحسنی مبارک له واک څخه وروسته داخوان المسلمین ګوند نوی سا واخیسته دګوند ټول غړي دګوند دمرکزی شوراي ونوي وداني ته راغله اوپه ښکاره ډول یی غوڼده وکړه چي دګوند اکثره غړو په غونډه کی شرکت درلود دغونډی دبرخه والو له جملي څخه یو هم دګوند ویاند عصام العریان وو.

عریان د بی بی سي له نړیوالی خبري رسني سره په خبرو کي وویل، دخپل عمر اوه کاله می په زندان کي تیر کړه، خو زه یواځی نه وم زما سره یوځاي دګوند دیرش زره غړي زندانیان وو، زه دهغو زرګونو ملګرو څخه یو وم چا چي تعذیبونو تکلیفونه اوکړاوونه وګالل، نوموړی زیاته کړه دتیرو شپارسو کلنو په دوران کي ډیری ملګری زندانیان شول زیات شمیرملګري مو له هیواد څخه ووتل او همدارنګه نور زیات ملګری مو په عسکري محکمو کي محکمه او په مرګ سره محکوم شول، او دګوند ځیني نور غړی بیا له کومي محکمي څخه بغیر نادرکه شول.

ښاغلی عریان چي دګوند دمرکزي شوراي دنوی وداني ودیواله ته یی تکیه کړی وه ډیر ډاډه ښکاری دي او بی له ډر او ویری څخه  یی څرګنده خبری کولي،  نوموړي زیاته کړه، الحمدالله ګوند نن بیا یوه نوی سا اخیستي ده اوله نویو هیلو سره نوي غونډی دایره وي

بخت الرحمن بخت،………….نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د