شعـــــرونه

پینځمه فی البدیه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۲۴/ربیع الاول/۱۴۴۴

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
ستا د زلفو نوم به نور پۀ خولۀ وانخلم
د هوښیار پاړو تـور مار سره کار نۀ وي
خوشحال خان بابا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې خودي یې له خاکي وجوده سلب کړه
ریاضت کې به اثر د سیتار نۀ وي؟
ثاقب خپلواک

چې دعوه د چا دۀ عشق کوي دروغ ده
څو پۀ غاړه يې دسرو اوښکو هار نۀ وي
م هاشم ذاکر مهاجر

لکه زما پر سر چي اوري د ویر کاڼي
په بل چا به دومره غم او ناتار نۀ وي
عبدالغني وفا

که اسباب دې د دنيا شي لاس کې واړه
نشي کار ترڅو چه بخت دې بېدار نۀ وي
روحاني

قرباني د مینې هیڅ نه تعبیرېږي
عاشق نه دی که په زړه یې پرهار نۀ وي!
منصور طالب

صحرایي ښکلاوو زړۀ را څخه وړی
اصلي حسن پۀ رښتیا ده بازار نۀ وي
بدري تکل؛ بابا

ښکلي ښکلو پسې ګرځي ښکلي پالي
ښکلي ښکلي خوښوي د انکار نۀ وي
نورګل اندړوال

ما به خود وړي د ترخه مرګي تر پولې
د لالي بیلتون خو هسې ګوزار نۀ وي
مستغفر ګربز

امن غواړم چې مې زوى مکتب ته لاړ شي
داسې امن چې بيا هيڅ انفجار نۀ وي
محمدصادق طارق

د کار خلک خو اکثره لاس پکار وي
د بېکار سړي د کار سره کار نۀ وي
اکرام الدین مفتون

حقیقت اوس پکې ډېره مزه نکړي
کوم غزل کې چې یوڅه مجازکار نۀ وي
نقیب الله حنيف

له خوږو سترګو دې اور د غوسې تاو دی
جنتونه خو دوزخ کې ایسار نۀ وي
شرر ساپي

ګلابونه دې د حسن پښو کې ړنګ دي
ستا به ولې ډېر زړګي خریدار نۀ وي؟
جهادي عمري

که زما تر خوار منزل تشریف فرما شې
په خزان کې به عجب دا بهار نۀ وي
اسرار عمر

د سپوږمۍ رڼا، د ستورو ځلا ، لمر هم
پرتَلې ته ستا دۀ حسن تيار نۀ وي
احسان ژمن

ستا د حسن وه جلوو ته چې ملنګ وي
بئ لتا به یې زړګي په قرار نۀ وي
تپاند زُهاد

ستا خبرې به ترخې وي ډیرې ډیرې
که پکې د خوږې مینې اظهار نۀ وي
حنیف مظهري

کله کله مې له سترګو تعبیر اخله
هرځای هم د اشارو او اقرار نۀ وي
غالب خوستی

راسه دومره محبت یو بل ته ورکړو
چي ترمنځ مو لاس رسی داغیار نۀ وي
مامون مولوي

که نن هم دا ستا دیدن ور پکښې نه وي
نو پر ما دې دنګه یاره سهار نۀ وي
عزیزالرحمن ایاس

دا یو زۀ یم چې دې قدر کړم لالیه
هر سړي کې خو بس دومره وقار نۀ وي
اسد صارم

چې سبا راته وعده د راتلو راکړې
شپه کې بار بار را ويښېږم سهار نۀ وي
غالب خوستی

سپینه ورځ به توره شپه ګڼمه یاره
چې پکې دې د راتلو اِبـتِشَار نۀ وي
سعیدمل

څنګۀ کم کړم؟ چي یو څۀ په سد کې راسم
مینتوب کې خو دلبره اختیار نۀ وي
رحمت الله ګرم

هر سهار دي په دې تمه مسیج ګورم
وايم دا ځلې خو ګوندې انکار نۀ وي
معاويه زيارمل

پۀ خِلوت کې د زګېرویو کیف څَکمه
لَپې نۀ پورته کوم چې آزار نۀ وي
کلیم الله ذاکر

وخت به راشي د وصال پیالې  به ؤ څښم
پۀ څېره به مې د هجر غبار نۀ وي
منصور درمان

که جنت د ښکلاګانو مجموعه ده
قبول نۀ دی چې تر څنګه مې يار نۀ وي
اظهار الله هلال

څوک به څنګه د ارام ساه پکې واخلي
پۀ کوم ځای کې چې د مینې معیار نۀ وي
مخلص کډوال

چې بې حس وي چې يې مينه کړې نۀ وي
وي سړى خو د سړيو په شمار نۀ وي
خالد وزير

زمانه داسې درنه تل ورسره وي
چي دچا دنيت شيشه کی غبار نۀ وي
احمدي

د دنيا په رنګینو که سمبال نۀ وي!
هېڅ به ګرم دې د دَوَر بازار نۀ وي
معتصم

ډېر یاران  به دې پۀ نیمه لار کې پرېږدي
چې پۀ جېب کې دې درهم او دینار نۀ وي
منصور درمان

په چهره د چا غلت نشې لالیه!
ګل ته ګل وایه! چې ګل دکوکنار نۀ وي
عزت‌الله برهان

د نیکیو سـودا اوس لا دلته وکړه
پر بـدیا د زنکدن نو بـیا ښار نۀوي
عصمت الله بشام

یوه ورځ به یې د مرګ خزان، خزان کړې
تل به شين دې د ځوانۍ دا چینار نۀ وي
عمرحماس

باده مه یې نړوه رانه ورکیږي
چي جنډې مي د اشنا په مزار نۀ وي
طالب جرار

یو ارام زړګي به څوک لري خالقه
ورپسي چي د رنځور زړه ازار نۀ وي
یعقوب شجاع

نه ، هغسې مينه نه کوي بدل دی
د پخوا پۀ څېر يې خوله باندې جار نۀ وي
وصاف

اوس یې هغه سرخي نشته اننګو کې
د ښکلا یې اوس هغسې بازار نۀ وي
صفي الله رائد

یو ځل نۀ پۀ څو-څو ځل به دې زړه مات شي
چې د درد او بې وسۍ دې غمخوار نۀ وي
مخبت وردګ

تا کې هم مزه نور نشته ده ګودره
چې رڼې اوبۀ منګی او چنار نۀ وي
عاصم ملنګ

خدايه ما هم له فاني دنیا درواخله
پوه يم هلته به بيا هېڅ انتظار نۀ وي
ادیب جواد

تږی زړه به مې تر هغې خمار نه وي
څو دې زلفې په تنکو اوږو بار نۀ وي
شرر ساپی

ستالپاره یې پالم بـس راته خوږ دی
څوک به ماغوندې دغم خریدار نۀ وي
وحیدالله وحیدي

ګلابونه دي و حسن ته خجل دي
داسې ښکلی ګل به بل په ګلزار نۀ وي
خالدأنس

ستا د سترګو پۀ ماحول کې سړی ورک شي
ستا د زلفو وړاندې خوند د بهار نۀ وي
جهادي عمري

سـتا نازونـه به منـمه تـر یـو وخته
همیشه به مې په خوله غږ د جار نۀ وي
طالب کریمي

ستا په سترګو کې حالات د دنیا ګورم
چې په کمه ورځ جانانه اخبار نۀ وي
محبوب آغا

ګُلدوزي څادر پګړۍ ولونه یې ګډوډ!
د پښتون غوندې به بل یو سرشار نۀ وي
محمدنوري

دۀ کوتک، ټوپک، مردک مړی ښکاره وي
د دلدار انکار بس مرګ وي پرهار نۀ وي
تندر عثماني

منم ژوند به دې وي ستوری خو بې نوره
چې پۀ ژوند کې دې ځلاند نور د پلار نۀ وي
مخلص کډوال

خدايه څنګه به له تاسره مخ کيږم
برابر مې چې اعمال ستاپه لار نۀ وي
حيدري جان

ژبه هغه چې پۀ ذکر تل لنده وي
مړۀ! ترې ښه! څوک چې مصروف په اذکارنۀ وي
سبحاني اغا

دا وطن اوس شمله ورو راخپل کړی
نور به دلته دیموکراټ استعمار نۀ وي
مخلص کډوال

ثمره د شل کلن جهاد به ساتو
له کاروان، په نیمه لار کې فِرار نۀ وي
راشد کامران

نور دې دا ګلشن په امن او سمسور شي
هر سهار دې بې بلبل بې چغار نۀ وي
تسل منیب

اقتدار ته به هغه ډير خوشحالېږي
چې د چا په زړه کې رحم او ډار نۀ وي
عاطف لاروی

دا خو نښه د غیرت او شجاعت ده
اې نادانه هر یو سر د دستار نۀ وي
هاشم سادات

سر ټیټې به تر هغې پورې اونکړم
چې تر څو راباندې خاورې امبار نۀ وي
مهاجر مسجون

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساحل افریدی

سنګه دی ایپ لا ور ننه وځو صارم صیب

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx