
د لوړو زده کړو د نن او پرون په اړه دوه خبرې
عبدالرحيم ترين
تيره اوونۍ د اميرالمؤمنين حفظه الله په يو ځانګړي فرمان د لوړو زده کړو پخوانی وزير شيخ عبدالباقي حقاني حفظه الله له دندې لرې او پر ځای یې د کابل ولايت جرار د فصیح ژبې لرونکی شخص شيخ ندا محمد نديم وزير وټاکل شو، ډيرو زما په شمول دا ټاکنه وستايله او په ادارو کې يې ادلون د يو ښه حکومتدارۍ نښه او د چارؤ منظم والئ وباله.
دا خبرې په خپل ځای راځم د پخواني وزير په اړه يو څو خبرې او نظر شريک کوم.
عبدالباقي حقاني صاحب ته په داسې يو حالت کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري په لاس کې ورکړل شوه چې افغانستان د يوې سترې فتحې وروسته د درسي کړکېچ حالت سره لاس او ګریوان وو، کرونا اوبا د افغان لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو چارې سختې ټکنۍ کړې وې، شپه او ورځ به محصلينو له لوړو زده کړو وزارت غوښتنه کوله چې ژر تر ژره پوهنتونونه خلاص او ځوان کدر ته د زده کړو زمينه برابره کړه.
پخواني وزير صاحب هم په واقعيت چې د خپلې کاميابې رهبرۍ او ژمن ټيم سره هڅه وکړه او د هيواد ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه د زده کړيالانو په مخ پرانیستل چې نه هيرودنکې لاسته راوړنه وه.
دوهم وزير صاحب د کانکور ازموينې د تير ادارې او کرونا له امله له ځنډيدو سره ستر مشکل سره لاس او ګریوان شو، خو پخپلې بهترينې رهبري یې لله الحمد دغه چاره بهترينه مدیریت کړه او د له مدیریت ور اخوا ئې د پوهنتونونو له استادانو او کارکوونکو سره له بحثونو وروسته د کانکور له لارې يې د جذب کچه هم لوړه کړه او کانکور ازموينه الحمدلله په ټول هيواد کې په داسې حال کې ترسره شوه چې دې چا پزه هم پکې وينه نه سوه.
دريم عبدالباقي صاحب د درسي نصاب بدلون لپاره د اميرالمؤمنين حفظه الله په امر يوه با صلاحيته کميټه جوړه کړه ترڅو له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم د نن عصر د غوښتنې په اساس افغان زده کړيالانو ته درسي نصاب جوړ کړي، چې دا لاسته راوړنه او هڅه باید هيره نشي.
څلورم د حقاني صاحب په وخت کې هيواد ته له بهرنيو هېوادونو سلګونه استادان راغلل او حقاني صاحب ورته له ښه راغلاست ور اخوا په ټولو پوهنتونونو کې چې تقاضا ورته وه په دندو وګمارل.
نورې ډيرې لاسته راوړنې هم شته چې په يادولو به يې دا ليکنه خورا اوږده او ستړې کوونکې شي، خو د حقاني صاحب د چارو کدر او ارزښت به هغه وخت را معلوم شي چې يو څو کاله ووځي، ځکه دې عبدالباقي صاحب د شخصيت وژنې په پار تيرو څلوارلس مياشتو کې متواتره توګه منظم تبليغات کيدل چې بدبختانه د هغه شخصيت یې ډير بد افغان ټولنې ته ور معرفي کړ او له دې سره د لوړو زده کړو وزارت د ميډيا تبلیغاتو برخه هم ضرب صفر ده چې د وزير صاحب لاسته راوړنې او د هغه په شخصیت د شويو تندر ييزو ګذارونو دفاع يې ونکړه.
داسې مهم وزرات ته فعاله او رغنده ميډيا يې کارې ډله په کار ترڅو ددې وزرات او ولس ترمنځ بې باوري او واټنونه لمنځه يوسي.
ښاغلي شيخ ندا محمد نديم صاحب ته په دې هيلې زياتې دي چې خپله جراره او فصیحه ژبه لري او د ولس پر مخ یې د کابل د والي په توګه د ادارې دروازې خلاصې وې چې د محبوبيت او کار تمه ترې کولای شو.
نوی وزير صاحب حتمي خپلې طرحې او پلانونه لري لوړو زده کړو وزارت ته خو د يو محصل په توګه مې ترې یو څو غوښتنې دې.
اول د عبدالباقي حقاني صاحب پاتې چارې چې د تحصيلي نصاب بدلون ده بايد ادامه پیدا کړي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اوسنۍ تحصيلي نصاب تر اتيا سلنه بدلون ته اړتيا لري او هيڅ د وخت تقاضا او اصولو سره سم نه ده.
دوهم د يو شمېر دولتي پوهنتونونو او په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د يو شمېر استادانو بدلون او چڼ ته جدي اړتيا ده.
دريم يوه فعاله ميډيایې ډله دې ځان سره وګماري ترڅو هغه بې باوري چې پر دې وزرات د ولس لخوا رامنځته شوې لمنځه يوسي.
نورې ډيرې غوښتنې هم شته خو خير وزير صاحب زمونږ په عمر تدريس او تعليم کړئ ده ، مونږ به په چارو کې برياوې او له رب توفیق ورته غواړو.
درنښت
عبدالرحيم ترين
د نن ټکي آسیا قدرمنو مسئولینو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
زه له قدرمنو وروڼو فدا محمد، ګوهر جان، او عبدالله جان څخه یوه نړۍ مننه کوم چې زما لیکنې او د ریاضي درسونه یې پدغه وېب پاڼه کې خپاره کړيدي. لېکن نه پوهېږم چې علت څه دی، اوس زما لیکنې او د ریاضي درسونه نه خپروي. د ریاضي (۳۵) درس مې څو څو ځلې ورولېږه، خو بیا هم خپور نشو. همدارنګه، یوه لیکنه مې هم څو څو وارې ورولېږله، او هغه هم خپره نشوه. هیله ده چې وضاحت وشي.
والسلام عبدالله وردک
ترین وروره هم قیامت شته هم حساب، داسی معلومیژی لکه دیر کم معلومات چی لری! حقانی د هیواد تحصیلی بنست ته سخته ضربه ورکرل ده ته دی خدای تعالی د کری عمل مکافات او مجازات ورکری چی د هر شی لایق وی. استادانو ته ستخی خبری کولی دیر بی احترامی، طرحه یی نه لرل، مدیریت یی نه درلود هسی به استادانو ته په نصیحت لیګا وو تا به ویل چی مسجد کی په ممبر کی مقتدیانو ته وعظ کوی. د استادانو معاش ۴۰ فثصده کم کر، دیر استادان دحقانی زره توری او خوابدی کرل، تاسو سروی وکری چی سومره استادان… نور لوستل »