افغانستانخبرونه

مزارشريف کې دوه تنه غله ونیول شول

نن ټکی آسیا(دوشنبه،٢ لړم، ١٤٠١): د بلخ ولایت په مرکز کې دوه تنه غله چې له څو کلنو را په دېخوا يې په دغه ښار کې غلاوې کولې ونیول شول.

د مزارشريف د استخباراتو ریاست مسؤلین وايي؛ دغه دوه تنه غله چې په مزار شریف ښار کې به یې له خلکو څخه موبایلونو، موټرسايکلونه، ریکشاوې او نور توکې غلا کول، د دغه ریاست د لومړۍ حوزې د منسوبینو له لورې نیول شوې دي. ياد رياست زیاتوي؛ له دغو غلو سره یې د خلکو بېلابېل توکې هم موندلي، چې بېرته يې مالکانو ته سپارل دي. د مزارشريف د ښار دغو اوسېدونکو چې غلا شوې توکې يې بيرته ورسپارل شوي دي ، د اسلامي امارت له ځواکونو څخه مننه کړې او د امنیت په برخه کې یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx