نظــر

د بریالیتوب راز

حفيظ الدين پيرزاده

ریشي سونک ۴۲ کلن ھندي الأصله انگریز دی چې دوہ ورځې وړ‎اندې د انگلستان تر ټولو ستر سیاسي حزب
(د محافظه کارانو گوند) د خپلې پارټۍ پر استازیتوب خپل مشر ونوماوہ چې بیا د انگریز پاچا لخوا نوی صدراعظم وټاکل شو!
د ھغه په ټاکنه کې رنگ، وینې، نسل، او ملیت ھیڅ رول نه درلود.
پیغمبر علیه السلام ھغو مشرانو ته د قیامت د انتظار وعید ورکړ‎ی چې کار و د ھغه اھل ته نه سپاري: إذا وسد الأمر إلى غير أهله فانتظر الساعة. رواہ البخاری

له ھمدې امله، زموږ‎ فقھاو د کار اھل ته ځانگړ‎ي شرایط ایښي، چې مھم یې دا دي:
۱- ژمنتیا
په دې مانا چې د ټولنې او ولس خدمت ته به ژمن وي. د کار اصلي موخه به یې د ولسي خدمت له لیارې د الله رضا وي
۲- د قرانکریم په حواله، کله چې یوسف علیه السلام له پاچا څخه دندہ غواړ‎ي نو خپل اھلیت ورته د خپل قوم او نسب برتري نه ښئیي، بلکې وایي:
اجْعَلْنِیْ عَلٰى خَزَآىٕنِ الْاَرْضِۚ-اِنِّیْ حَفِیْظٌ عَلِیْمٌ. سورت یوسف
نو ځکه زموږ‎ د سیاسي فقھې علماو د کار د اھلیت لپارہ د حفیظ شرط ایښی.
حفیظ د ساتونکي، محافظ ، مراقب، نگھبان او امین په مانا. یانې د کار اھل باید خاین، فاسد، او رشوتخور نه وي.
حفیظ د کلمې له مخې صفت مشبھه دی او د مشبھه صفت تر ټولو ستر خاصیت د فعل د اصلي مادې استمرار دی.
یانې په حفیظ کې باید دا پورته ذکر شوي خاصیتونه له پیل څخه موجود وي په دې مانا چې حفیظ به له پخوا څخه امین او ساتونکی وي، د خیانت او فساد ریکارډ به نه لري. ھمدا تر ټولو بارز توپیر د حافظ ( اسم فاعل ) او حفیظ تر منځ ھم دی، که نه د کلمې د اصل له مخې دواړ‎ہ د حَفِظَ له باب څخه دي.
ھمدا لامل دی چې قرآن کریم ھم د کار د اھل لپارہ د حفاظت، امانت، او پاکوالي په شرط کې د صفت مشبھه (استمرار ) له کلمې کار اخیستی
۳- علیم
د کار د اھلیت بل مھم شرط مسلکي وړ‎تیا دہ، یانې که حکومت څوک پر کومه دندہ گوماري، لومړ‎ی باید دا وگوري چې گمارل شوی کس په ورسپارل شوې وظیفه کې مسلکي پوھه لري که نه؟ د ډاکتر ځای پر انجنیر او د انجنیر ځای پر دیني عالم ډکول په حقیقت کې دا مھم اصل تر پښو لاندې کول دي او د پیغمبر علیه السلام ھغه وعید بابیزہ گڼل دي چې کار د ھغه و اھل ته د نه سپارلو په اړ‎ہ راغلی.

که د ریشي سونک تقرر ته وگورو نو راته به جوته شي چې کوم اصول زموږ‎ شریعت د کار د ھغه و اھل ته د سپارلو لپارہ وضع کړ‎ي، زموږ‎ پر ځای غرب عملي کړ‎ي!

ھمدا د ھغوی د بریالیتوب او زموږ‎ د ناکامۍ راز دی!

فاعتبروا ……..

حفيظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۲۵/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

پیر زاده صاحب دتا له دغې لیکنې زه داسې انګیرنه کوم چې کابل ته د ډاکټر صاحب روستار (ترکي ) په مشری دتا او له تاسو سره د نورو راغلو ملګرو سفر امید بښونکی نه وو او بې نتیجې پای ته رسیدلی . نو که ځواب دې هو وي ، نو دامارت لخوا دا او دې ته ورته د څو نورو داسې کارونو کول هغه څه دي چې دامارت حیثیت یې له ملي بڼې څخه ګوندي شکل ته رابدل کړ او له شکه پرته چې ډیری دملت ترینه ګیلمن او ناراضه شول او خپل محبوبیت یې په ملت کې تر… نور لوستل »

غ. حضرت

د محترم پیرزاده صاحب د پورته لیکنی د لومړیو درو کرښو پرته نوره ټوله لیکنه د تائید او ستائنی وړ ده. امّا د درو لومړنیو کرښو په هکله ئې یو څو لنډی خبری: غربیان خصوصاً انګریزان په هر څه کی د تلبیس او ریا څخه کار اخلی ضمناً پخپلو هیوادونو کی د غیر اروپائی اوسیدونکو خصوصاً هغو کسانو چی د ( IQ ) کچه ئې لوړه وی داسی روزنه ورکوی چی ځانونه تر اروپائی لا هم اروپائی وګڼی. په انګلیس او کاناډا او اسټرلیا کی ډیر غیر اروپائی کسان خصوصاً د هند د لوئی وچی او حتی ایران وګړی په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx