ورزش

د نړيوال جام حيرانونکی تسلسل؛ زمبابوې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۱ل): د شل اوريز نړيوال جام په حيرانونکي تسلسل کې نن زمبابوې پاکستان ته د يوې منډې په توپير ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې پاکستان لوبډلې ونشو کړلی د زمبابوې کم ۱۳۱ منډې هدف پوره کړي، او په ياد جام کې يې دوهمه لوبه هم وبايلله.

زمبابوې په لومړی توپ وهنې سره په ټاکلو شلو اورونو کې پاکستان ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

پاکستان د هدف په تعقيب کې پېليز لوبغاړي محمد رضوان او بابر اعظم له لاسه ورکړل چې وروسته د زمبابوې غوره توپ اچونې په مرسته پاکستان په کم هدف ترلاسه کولو بريالی نشو‌.

په وروستي اور کې پاکستان د بريا لپاره ۱۱ منډو ته اړتيا درلوده چې يوازې يې ۹ منډې وکړې او په پای کې يې د يوې منډې په توپير لوبه وبايلله‌.

زمبابوې د نړيوال جام تاريخي بريا خپله کړه. له دې وړاندې تېره ورځ ايرلينډ لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړې وه.

د يادونې ده چې پاکستان په لومړۍ لوبه کې هند ته هم د لوبې په وروستي توپ ماتې منلې وه. چې اوس يې په نړيوال جام کی مخکې تګ ستونزمن شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx