لیکنې

زما لیکنه در رسیږي مشره…..؟

 

خالق یار احمدزی

مشره نن مې یو څو کرښې درته ساتلې، غوښتل مې له یوې خوا د خپل زړګي او د اکثریت افغانانو بړاس تر تاسو در ورسووم او له بل لوري ستا حوصله وننګووم، چې تر کومې کچې د مستضعفانو د توندو، خو سپینو خبرو د اوریدلو/لوستلو توان لرئ.

مشره! ستا به په یاد وي، چې په سختو سړو شپو کې، هغه مهال چې له پاسه به دې بې پیلوټه الوتکو هر دم او قدم شمیره، زما پر لور به را رهي وې او زمونږ خواره جونګړه به دې تر ټولو امن او له سوکالیو ډک پناه ځای باله؛ مونږ به هم د خپلې کور خونې ته دننه بوتلې او خپل سر، مال او د کور ټول غړي به مو د یوه لوی ګواښوونکي خطر په خوله کې ورکړل، خو د دښمن په لاس د تا نیول، شهادت او زخمي توب راته د منلو او زغملو نه وه؛ آیا اوس خبر یې چې هغمه ستا کوربه کورنۍ ستا د هر تحرک ننداره په خاموشه ژبه او تیزو سترګو کوي؟

هغوی اوس ستا همغه میړانه، چې د دښمن پر وړاندې دې په نشت امکاناتو او خالي میدان تر سره کوله، ستا همغه بیوسي چې کونډې مورکۍ به د ټیکري د پیڅکې پورې تړلې پیسې هم ستا د چندې په څادر کې اچولې، ستا همغه وعدې چې د یوې لاسپوڅي ادارې د ټولو ناخوالو /نادودو د لمنځه وړلو او د یوه سپین نظام د رامنځته کیدو په پار دې کړې وې؛ ټولې یوه یوه له ځانه سره تکراروي.

مشره! پوهیږې، له تاسره په دې ستره بریا کې آن د ښار هغه کمزوري وګړي، چې د ورځې یې د پلاستیک ټولولو پرمهال د وخت د جابرې ادارې د پرځیدو دعا کړې وې، هم شریک دي؛ ګوره چې بیځایه اذیت به یې بیرته لاسونه ستا پر وړاندې سرچپه کړي.

مشره! هغه وخت دې هم هیر نه شي، چې یوه ګلرنګي ځوان به د خپلې خوږې او نازولې ځوانۍ عمر، هم د ګل په څیر کړ او په داسې حال کې چې له تا او نړۍ څخه به یې د تل لپاره خدای پاماني اخیسته، خوله به یې له خندا ډکه، خو تاته به یې د سپیڅلو آرمانونو د تحقق تکراري سپارښتنه کوله.

مشره! هغوی د تل لپاره ځکه خوږه زندګي ځار کړه، چې تاته د یوه سپیڅلي اسلامي نظام راتګ یقیني کړي، نو دا په یاد لره چې دا څوکۍ چې ته پرې له یوې نړۍ آرمانونو سره ناست یې، په ډیره غوښنه قرباني ترلاسه شوې ده.

ستا د موټر ګړندي منزلونه، ستا د کسانو ډول، ډول تحرکات، او ستا د لوکسو دفترونو او په میراث پاتې کورونو ننداره هم ټولو وکړه، داچې ته اوس له دغو سهولتونو او ملي شتمنیو څخه څنګه ساتنه او د خپل ځوان او نوي نسل کوم ډول پالنه کوې؛ ټولو درته غبرګې سترګې نیولې دي.

مشره! وینم یې چې د نړۍ د مستضعفو مسلمانانو ویښ خو محکوم مشران هم ستا د بریا په ترڅ کې د خوشالي مړې اوښکې تویوي او ستا هر ابتکار په افتخار سره تکراروي؛ ته دې خبر وې، چې هغوی اوس ته د خپلو امیدونو قبله او د اسلامي برم الګو بللی یې؛ ګوره په خیالیګره نړۍ کې د تکبر آسمان ته هسک نه شې؛ هسې نه خدای ج کړه چې یو کوچنۍ ناسم قدم دې، هر څه له مخیزه ونړوي.

مشره یوه بله نادره درته وکړم! حتیٰ ستا د تالاشي هر عسکر، د ټول نظام تعبیریزه نمایندګي کوي، د هغه هر تحرک هم باید په ناسم ډول نه وي.

ګرانه! ته د یوه کوچني ۴۰ میلیوني نفوس هیواد استازی نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ په کچه د یوه داسې سنبولیک نظام استازيتوب کوې، چې کفري واکمنه دنیا یې یواځې د اصیل اسلاميزم او ریښتینې مذهبي کلمې له امله په رسمیت نه پیژنې.

مشره! تعلیمي برخه کې اوس د ملت د هر وګړي مسؤلیت ستا غاړې ته در ولویده، اوس که ستا حکومتي ادارات د سیاسي او پوځي پرمختګ او هیواد د ټولنیز پرمختګ په ګاڼه ښایسته کیږي؛ لامل به یې په روزنیزه برخه کې ستا ښه اقدامات او بشپړه پاملرنه وي.

مشره! هرڅه چې کوې! خو د هغه یتیم زیات خیال ساته، چې دنګ ځوان پلار او ستا د سنګر ملګری یې د همدې نظام لپاره له لاسه ورکړ؛ دغه راز دې د هغې کونډې خورکۍ/مورکۍ اوښکې هم هیرې نه شي، چې خپل شهید قریب یې ستا د مقابل لوري د ماتې او د الٰهي کلمې د لوړولو په موخه فدا کړ.

مشره! یوځل بیا یې وایم د ټول ملت درته سترګې دي، له هر ډول تبعیضي چلند، له مالي، اخلاقي او ټولنیز فساد او له هرې نادودې او ناوړه کړنې په کلکه ځان وساته!
دا نظام د سپیڅلې مبارزې نچوړ دی، د هر څه بدله مخکې له دې چې آخرت ته ورسیږي، په دې دنیا یو په څو برابره ورکول کیږي او هر دم او قدم دې په حساب دي.

مشره! پرون دلته وحشي افغان نما څیرې واکمنې وې، تر هغه وړاندې مو هم هره ورځ بده او ناوړه وه، ګوره پام! هسې نه ته په هغه ناسم مسیر رهي شې او کړنې دې د یوه بل وین لړلي انقلابي خوځښت د راتګ لامل شي.

مشره! د هیواد تجاران علني سرمایه، پوهان یې علمي سرمایه اوبه یې ظاهري او معادن یې مخفي سرمایه ده، د ځان او حکومتي اډانې د غښتلتیا او پایښت لپاره له ټولو څخه پر خپل ځای کې کار واخله اومه پریږده د دښمن شومې منګولې یې درته تالاترغه یا د خپلې ګټې کړي.

مشره! د اسلامي نظام بریا د الله ج ځانګړی نصرت، د ریښتینو مسلمانانو دعا او د ملت د اکثریت وګړو غوڅ ملاتړ وه؛ خپل دغه مسؤلیت چې ته یې د اسلامي نظام د چتر یوه ستن ګرځولی یې ، امتیاز نه؛ دروند پیټی وبوله او ځان د ملت هر یوه وګړي ته ځواب ویونکی فرض کړه.

مشره! ، زمونږ د کلي هغه ملا امام او مقتدیان یې چې تر هر لمانځه او ختم وروسته یې ستا بریا په اوښلنو سترګو له الٰهي دربار څخه غوښته، هغوی لا هم ستا د کتار غړي دي؛ د چارو په مخته وړلو کې یې اوس هم د خپل رکاب ملګري او د یوې قافلې ملګري وګڼه، ځکه ددوی ملاتړ وه، چې غلیم دې مات کړ، هسې نه خپګان یې د پرون په څیر ستا د مقابل لوري تله درنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx