نظــر

عدالت او د امارت استحکام

زکي الله

که د عدالت کلمې عملې بڼې ته دننه شو نو د هغه دایره تر هغه تصور ډېره وسیعه ده څنګه چې په عمومي توګه د خلکو په اذهانو نقش ده.
خلک فکر کوي چې عدالت یوازي د محاکمو کار دی چې قاضي به عدل کوي، یواځي په فردي حقوقي مسائلو کې به حقدار ته حق رسوي، تیري کونکي ته به سزا ورکوي، نور نه اجتماعي حقوقو ته پام کوي او نه دي د هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره کار کوي چې له امله یو څوک د بل پر حق تیری کوي، دلته چې اکثریت خلګ دبل په حقوقو تیری کوي نو وجه یې یا ناپوهي او یا وچه کله مجبوري ده، متاسفانه ځیني مسؤلین ملګري هم دې ته پام نه کوي چې د عدالت اړیکه تر هر ځایه او هرچا پورې غځیدلې ده.

هغه مسؤلین چې د نظام په رأس کې قرار لري او د عدالت د تامین اراده لري نو هغه باید د عدالت د تامین له ساحو څخه ښه ځان با خبره کړي تر څو د عدالت د تامین په جهاد کې د غفلت او جهل ښکار نشي او د یو چا په حق کې بې عدالتي ونکړي، د افراط یا تفریط مرتکب نشي او عدل یې خدای ناخواسته په عدوان بدل نشي.

د حضرت عمر رضی الله عنه د هغه قول څخه د عدالت مفهوم ښه فهمولی شو چې وایې که د فرات دریاب په غاړه یو اوښ د لوږې تندې مړ شي نو زه ویریږم چې د قیامت په ورځ به خدای تعالی له ما څخه ددې په اړه پوښتنه کوي.

له دي معلومیږي چې کوم یو څوک چې د مشخصې جغرافیې حاکم شو هغه ددې قلمرو دننه د هر انسان او حیوان د ژوند د ښه او بدو ضامن شو او ددې په اړه به عندالله د هغه څخه پوښتنه کیږي.

د نظام د مسؤلینو غاړي یوازي په دې نه خلاصیږي چې د قضایي ارګان پروسه په منصفانه توګه روانه وي، بلکې تر ټولو مهم عدل چې نن سبا اکثریت خلک په دې عدل کې پاتې راغلي هغه داده چې د رعیت د ددین او دنیا د ترقۍ او سوکالۍ لپاره د نظام په هر حکومتي ارګان او برخه کې کارونه اهل کار ته وسپارل شي . نن سبا په یوه مسلمانه ټولنه او نظام کې دا د عدالت تر ټولو ارزښتناک ډول دی چې له امله یې د هیچا حق نشي ضایع کیدلی.

که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کړنو ته فکر وکړو نو د اهلیت په موضوع کې داسې څه هم موندلی شو چې یو څوک به مسلمان نه وي خو د خپل کار اهلیت به لري او خپلي دندي ته به متعهد وي او رسول الله صلی الله به له هغه څخه کار اخیستی وي.

د مکې څخه مدینې ته د هجرت واقعه ډېره مشهوره ده د نبي علیه السلام د لارې لارښودونکي چې د هغه مسلک د لارې پیژندګلوي وه ، مسلمان نه بلکې مشرک و ایمان یې نه درلود، خو د هغه د مسلکیتوب له امله نبي علیه السلام له هغه څخه په هجرت کې استفاده، وکړه، که یو څوک دا اعتراض وکړي چې دا له مسولیت سره څه اړخ لګوي نو د عثمان بن طلحه کیسه خو دومره مشهوره ده چې د الله تعالی حکم چې (امانتونه خپل اهل ته وسپاری) هم ددې په اړه نازل شو.

کله چې نبي علیه السلام کعبې شریفي ته دننه کیدو او له عثمان څخه یې کیلی یوړه عام ذهنیت او د حالاتو تقاضا همدا وه چې عثمان یو نا مسلمان سړی دی، تر دې وخته د نبي علیه په دښمنی کې ښکاره ولاړ و او په همدې وخت کې یې هم د کیلی له ورکولو انکار کړی و . نو هغه به له دې کار څخه تبدیلیږي او پر ځای به یې یو مسلمان سړی ټاکل کیږي.

خو خانه کعبې کې دننه په نبي علیه السلام پاس ذکر شوی ایات نازل شو چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ . دلته نکته او باريکي داده چې صحیح ده تر دې دمه به عثمان اهل و خو مسلمان نه و ، خو داچي د الله تعالی حکم وشو چې عثمان اهل دی او ایمان ورسره شرط نشو نبي علیه السلام چې راووت عثمان ته یې د توقع خلاف کیلۍ بیرته وسپارلې او عثمان له دې نیک برخورده متاثره شو ایمان یې هم راوړ.

د اوسنی زمانې یو لوی سوء تفاهم دادی چې ځینې خلک دا ذهنیت لري چې یو څوک یوازي دیني خدمت سابقه ولري او تقواداره وي دیني عالم وي نور که ددنیا په کوم مشخص کار پوهیږي هم نه، دا نفر اهل دی هماغه مسلک ته د مسؤل په حیث ورلیږل کیږي چې تر ټولو بده پایله یې داده چې دا نفر د هغه کار اهل نه وي په مسلک خبر نه وي نو د کار د جوړیدو په ځای کار ترې خراب شي د رعیت حقوق تلف شي او بیا ددیني عالمانو او په ټوله کې ددین بدنامي وشي. اصل خبره دا وي چې دلته عدالت په سمه توګه پلی شوی نه وي نو پایله یې ځکه خرابه راووځي.

زما په فکر ددې خبري لوی علت دادی چې زموږ ملګري شيخ صاحب ته داسي خلګ د مسؤلیتونو لپاره وړانديز کوي چې هغوی اهل نه وي او شیخ صاحب د خپل نيک ګمان له مخي هغوی منظوروي او دغه ملګري په اصولي توګه د عدالت په مخ کې خنډ جوړوي.

موږ د خپلو مسؤلینو په جهاد، مبارزه او قربانۍ کې شک نلرو هغوی ته احترام لرو، خو دا د هغوی قدر نه دی چې داسي مسؤلیت کې یې راولو چې هیڅ ورسره علاقه نلري او په هیڅ یې هم نه پوهیږي او له امله یې امارتي اداره د خلګو د خندا وي، مثلا محترم ملاشفیق اخند له طبي ماحول او مولوي برات شاه آغاصاحب د مخابراتو له اتصالاتي نړۍ سره هيڅ اړيکه نلري، دا دواړه ميدانونه اوس موږ ته منسوب دي ناکامي او بريالیتوب يې امارت ته منسوب دی خو دا چې دوی په برخه کې کاري تجربه نلري نو ښکاره خبره ده چې ددې ادارو بدنامي د امارت بدنامي دي، د عالم او طالب او د هغه د نظام بدنامي ده،‌ موږ بايد د عدالت د تأمین لپاره د حکومت داري هر برخه ژوندۍ کړو او وړ شخصیتونه را مخي ته کړو.

راځئ د امارت په اوسني جوړښت کې موږ تاسې فکر وکړو چې موږ او تاسې د عدالت د تامین او سوچه اسلامي نظام چیغې وهو نو ایا ؟ موږ دا مهم عدالت پلی کړی دی او که مو د هغه مخه نیولې ده.

چې عمر رضی الله عنه غوندي جنتي انسان د یو حیوان د لوږې له امله ځان د خدای تعالی له لورې د پوښتنې وړ بولي، نو موږ به د انسانانو بیا مسلمانانو د حقوقو د تلف کیدو له امله د سخت عذاب مستحق نه یو ؟

زموږ د دغسي غیرعادلانه کړنو له امله په خپل لاس خپل نظام بدنامه کوو او لومړی ګوزار پر خپل ځان کوو، د ملا او طالب څخه د خلکو محبت په نفرت بدلوو، دا ډېره عظیمه سهوه ده چې موږ ددې کړنو له امله په خپله ملا او طالب چې د افغانستان په مسلمانه ټولنه کې یې پخوا عظیم مقام او ارزښت و ، موږ اوس د خلکو د پسخند او ریشخند وړ وګرځول.

حل لاره داده چې موږ باید یوازي د عدالت په یوې برخې تمرکز ونکړو بلکې موږ باید د عدالت د تنفیذ ټول ظروف تشخیص کړو، ځان ته یې روښانه کړو ویې پیژنو او په ټولو برخو کې د تامین هڅه په دې پیل کړو چې کار اهل کار ته وسپارل شي.

په دې هیله چې د ملګرو ورته پام او د امارت د استحکام سبب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx