
شپږمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
۳۰/ربیع الاول/۱۴۴۴
(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
لۀ مستۍ مې ښیښه پرېوته لۀ لاسه
ساقي قهر راته مۀ کوه ځواني ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څۀ د رغندو بې رحمو څړیکو ښکار یم
څۀ سلګۍ – سلګۍ ستومانه زندګي ده
منصور درمان
زړه تنګون دی یو خاموش تصویر ته ناست یم
مسافر یم او له یاره جدایي ده
تسل منیب
ياره کينه سپيره ځمکه ده خو خير دی
غريبي ده ،بې وسي ده ،کډوالي ده
سیدآمين امين
نه ګېله مې له تا نه ده انډېواله
دا تقدير را سره کړې ناځواني ده
معاويه زيارمل
معصوم زړۀ د زهر جنو غشو ښکار شي
مئینتوب خو ټوله درد دی بې وسي ده
درمل عرفان
پکې سپارې به د مرګ و خوله ته هیلې
مینـه سـمـه نیـمـه بـده جـواري ده
مستغفر ګربز
دشهود په آينه مې نظر تېر شي
نه پوهېږم چي خودي که بېخودي ده
مفتي لاهوتي
هنرونه، کمالونه پکښي پټ دي
له معنی نه ډکه هره خاموشي ده
محمودي انصار
تۀ چې تللی یې بهار د مینې مړ دی
ښایست شته خو ستا د حسن وچ کالي ده
جهادي عمري
ستا د یاد تالنده وریځې راخورې دي
د زړګي فضاء مې ډیره باراني ده
مخلص کډوال
ته را وګرځه يارکه بې تا نه شي
مهاجره مې شين سترګې شاعري ده
شفاعت ريحان
ستا په عشق کې چې له زړه سره مشغول یم
وایم ښه راکړې خدای زندګاني ده
مهاجر زاهد ساپی
زه په تا مئین خو ته د غرور ښکار یې!
نه دا ښه کار دی نه کړنه انساني ده!
منصور طالب
پر ماحول د لوږې مخ دی لګېدلی
زوروره د دیدن چې دي قحطي ده!
خالد إحسان
جفاکاره دومره ظلم خو څوک نکا
لیږ څه رحم خو کوه مسلماني ده.
عبدالغني وفا
رانه ورکه د زړګي انځور مې وران دی
خوږه یاره دا نو څه رقم یاري ده
ثناءالله معصوم
لږ د ژونـد ریاضي خو وایه کــبرجـنه!
مینه ضرب ده، نفرت سِفر نۀ منفي ده
مخلص ک…
ستا تصویر به پکې څیري، څیري پروت وي
ماته – ماته مې هېنداره د زړګي ده
عمرحماس
شاید ډېر خلګ د یار له غمه مړه وي
دا خبره سل په سله کې سیي ده
نبیل شباب
هر مضمون مې د زړګي په وينو لژند
شاعري مې تکه سره ارغواني ده
نورالحبیب نثار
اوس هغسي سکون نسته پکښې ګرانه
اوس کوټه مې ستا له عطرونه خالي ده
خالدأنس
د زغملو زور یې نه لرم قسم دی
د بیلتون دې عجیبه غوندې سختي ده
ګربز
روغ انسان د جنون حد ته ور واصل کړي
بزم څۀ دی ، زړۀ خؤړل دي تباهي ده
م درمان
زه یې نه پریږدم تر یاره به رسیږم
د عشق لاره که اغزنه که سختي ده
مامون مولوی
لکه باد دې ګرځم غېږ کې سر ګردانه
وخته ځمکه د هستۍ زما اغزي ده
روحاني
د نیم لوستې کتاب یاره چې ته ولاړې
په غمونو مي اوښتې طالبې ده
مشهود
تا چې تورې خاورې واغوستې ويده شوې
بس په ما حرامه شوې خوشالي ده
ادیب جواد
ډنډې اوښکې د باڼو په ژۍ ولاړې
توره شپه ده تنهایي ده خاموشي ده
فرید مداخېل
خـلګ زړونه ماتـوي په نه خبره
په دي ښار کې څـه د زړونو ارزاني ده
طالب کریمي
تر مطلبه، تر مقصده وي بس لاړشي
ددې عصر دیارانو دا یاري ده
بدرالدین ځلاند
مونږ پۀ داسې خام سرک باندې راوان یو
چې اډه یې مَشَهُوره پۀ مرګي ده
نصرت طالب
له خپل ځانه هسک سړي ته سپورې وايه
د شهرت د ګټو دومره ارزاني ده
نورقانع
ټپ دتوري خولا خیر! خدای بۀ یې روغ کړي
د خبري ټپ ته ماته طبیبي ده
رحمت الله ګرم
د ځوانۍ باز ته د مرګ دامونه ګوره
زندګي خو بندګي ده مجبوري ده
ګمدل
چې نه بل کندې ته ټيل وهي نه خپل ځان
زمونږ دومره تمه بس له هر سړي ده
سید آمين امين
د وصال سبب شې ته زېړ مازدیګره
د فراق شیبه راوستې ماښامي ده
غالب خوستی
دشرابو په بوتل بسم الله وایې
والله ډيره دي بې ځایه بزرګي ده
نقیب الله حنیف
سترګې مه غړوه ډېر به پرې زخمي کړې
پکې تېره دې عجبه سلايي ده۔
هاشم ذاکر مهاجر
له پوډرو او سورخيو جوړه نه ده
ستا ښکلا جانانه هسې قدرتي ده
حامد ملنګ
دا دې څڼې څنډ وهلي دي جانانه !
که د عطرو او سنځلو خوشبو یي ده؟
جهادي عمري
ساقي سل او شل جامونه دي ورځار شه
د زمزم څاڅکی چې پروت پراننګي ده
هاشم ذاکر مهاجر
زړه به مړ شي او نجات به پیدانکړي
ستا په زلفو کي تراوسه لا بندي ده
مسرورغزنوي
خداى دې راوله د زړه په کور کې مړ شه
چې ته راشې زما له سره زندګي ده
محمدصادق طارق
دوی د سرو وينو په بحر لاهو شوي
دوی په سرو وينو ګټلې آزادي ده
حماد ماليار
له پردو سره توپیر د خپلو شوی
او څه پاکه خوشباوره آزادي ده
فکرمل طالب
د خلقت د کمالاتو مجموعه ده
که مخلوق باندې دا حسن اضافي ده
اسرار عواد
ښکلاګانې تاته ټولې په ملاخم دي
رب درکړې تاته داسې رڼایي ده
تپاند زُهاد
پوره کال وروسته غوښتنه وه تا رد کړه؟
مړه زما مینه تر دې لا تلواري ده
عزیزالرحمن ایاس
ستا په مینه کي مي ژوند ده محترمه
ستا په عشق کي ملنګي مي بادشاهي ده
یعقوب شجاع
غله دي نه شکوي راځه دیدن ته راشه
شروع کړې دې په سپینه ورځ ټګي ده
محبوب آغا
ستا انځور مې په دېوال دی ټک وهلی
هر سهار مې ورته کړې سلامي ده
شفاعت ريحان
ښایستونه ورته واړه پرملا خم دي
د یو چا د حسن داسي فېصدي ده
سعید مل
چې پخوا و عبادت! اوس هسې نۀ دی
تېر اېستل د ځان دي هسې ساتیري ده
محسن عمري
که طالب نه وه هغه هم نن طالب شو
بازار ګرم نن صبا د طالبي ده
سجاد جرس
د ژوندون سپرلي مي اوس غوټۍ سپړلي
ښېرا ونه کړې ملنګه چې ځواني ده
منصور غزنوي
ته چې راغلې څه تعجب نه دی جانانه ؟
د امید غوټۍ مي ګل بې پسرلي ده
مشهود
رازق خېل، لنډغر خېل ور پکې نشته
د طالـ.ـب چار واکو داسي پاچاهي ده
بدري تکل
پرې بې شمېره عاشقان دي راز یې څۀ دی؟
چې ادا ده، که حيا ده، که ځواني ده؟
اظهار اللّٰه هلال
ستا په کور کې مې ښکاره رقيبان وژني
ياره دغه دې غفلت که ناځواني ده؟
عاطف لاروی
دې زما حیرانو سترګو کې لۀ هر څۀ
بد صورته او بدرنګه غلامي ده
منیر احمد غاویر
مـاتې دومـــره صفت مــه کوه لالیه
داسړی پـه خصلت ســم دایراني ده
سیحان کندهاری
په ځواني مي ډېر ځوانان انډیوالان کړل
تل بي پالو بس اشنا انډېوالي ده
قاضي پامیر
مشره پام ! زاړۀ ملګري خفه نکړې
مشره پام ! ګوره دا ستره نا مردي ده
منصور درمان
د محشر ورځ کې دي فکر شته کنه نو
دا غفلت دې کم عقلي که ساده ګي ده؟
قاري منصور غزنوي
هیوادوالو دۀ طالب راتګ هیواد ته
شکر غواړي دا د خدای مهرباني ده
عبدالناصر مظهري
تقدس د مسلمان یې محفوظ کړی
د”یعقوب” طالب عجیبه رهبري ده
فکرمل طالب
د هر جبر او ښکلاک پۀ مقابل تل
رب راکړې مونږ ته لویه کامیابي ده
ادریس حقیار
هیواد والو ښه درانه خوبونه اوکړل
په وطن کې اوس ارامه ارامې ده
مهاجر مسجون
هر دوښمن ترېنه پۀ ټیټو سترګو تللی
دغه خاوره پښتنه ده غیرتي ده
اسد صارم
پای.