
وسوسه
لیکوال: احمد الله عاطفي
وسوسې ته له یوه نه زیات معاني او تعریفونه شوي، خو څومره معاني او اصطلاحات چې ورته خطاب کې راغلي دټولو معانیو مراد په یو څه توپير یو تعبیردی.
وسوسه په شرعي اصطلاح
وسواس: کرار، نرم، ارام او پټ غږ ته وايي.
وسوسه په شرعي اصطلاح: هر هغه شی چې زړه دالله سبحانه وتعالی له یاده غافلوي، شک او ګناه لورته ئې تشويقوي وسوسه دی، په همدې اساس ویلی شو، وسوسه پټه مکارانه هڅه دی چې دطمعې سره د بنده په زړه، ذهن او فکر کې بد خیالات دعمل لپاره اچول کیږي.
وسوسه په بیلا بیلو معانیوو
شیطان د خپلې منني لورته د یوې ناڅرګندې خبرې په مټ جلب او بلل دي، چې د انسان زړه ته پرته له کوم اوازاوریدو، مفهوم او مطلب واچول شي.(امام قرطبي)
یا په بل عبارت: شیطان خپل اطاعت لورته دیوې پټي خبرې په زریعه بلل دي، چې مفهوم دانسان زړه ته راشي خو کوم اواز نه اوري.
وسوسه: پټ خوزښت دی چې دبنده له باطن څخه قوت اخلي.
وسوسه: هغه بد ، کرغیړن او مضر سوچونه او فکرونه دي چې په نفس او ذهن اغېزه کوي.
وسوسه: یو پټ غږ دی چې بنده په شعوري او غیر شعوري توګه یوکار ته اړ باسي.
وسوسه: مطلق تیر ویستل دي چې په زړه کې بده اندیښنه ولاړوي.
وسوسه زړه ته اچول کیږي
وسوسه زړه ته اچول کیږي ،چې کله زړه وسوسه ومنله ، هلته د میلمه حیثیت غوره کوي چې کوربه ئې بیا زیاتي خبرې مني او دهغه خوشحالۍ لپاره هڅه کوي چې دا صورت ډیر خطرناک او بګنوکي عواقب را منځ ته کوي.
که زړه وسوسه قبوله نه کړه،بیا هم وسوسه خپله ماته نه مني د زړه له دروازي بهر انتظار کوي، چې د وخت میندلو په صورت کې دوباره داخل شي،وسوسه چې په زړه کې له ننوتلو منع شي په فکر او سوچونو کې د ځای نیولوهڅه کوي .
دوسوسې اغیزه
د وسواس اغیزه دبنده له خپل نفسه ولاړیږي، چې په ایماني مسائلو کې شک پیدا کوي، دبیلګې په توګه په الله جل جلاله، دالله سبحانه وتعالی په وجود، دملائکو او غیر مريې مخلوقاتو په اُوجود، پس له مرګه په دوباره ژوندون، جنت ، دوزځ محشر حساب او کتاب او نور ډیر پوښتني.
له ایماني مسائيلو پرته
وسوسه دایماني مسائلو پرته هم ډیر بد عواقب را منځ ته کوي کینه،حسد، بې باوري، ناروغۍ،لیونتوب، بدګماني چې حتی خبره د دښمني په صورت کې تر قتل او قتاله رسوي.