شعـــــرونه

غزل – احمد بریالی

چي تعهد د حریت یې پر ذمام سو
هغه کس د خپلواکۍ موفق امام سو

د ازمون تر دایرې یې قدم تېر کړ
د جرئت واړه کردار باندي تمام سو

د رشتیا جذبه یې ویښه په ایثار کړه
شرمنده پخپل بیان د حال نمام سو

د دستار نښان یې لوړ په ستر همت کړ
جل او بل یې پر دنیا د ویاړ عمام سو

چټلۍ د اشغال زړه د حریف تور کړ
پرې ستومان له چټلۍ زلمی حمام سو

پر بېوزله ولسو یې رحم پاش کړ
لکه چتر پر بې کورو ستر غمام سو

صحرایی صلحه یې بیرته را ستنه کړه
تر مسنده جلوه ګر د وخت یمام سو

کوم صفت یې بریالي احمد انشا کړي
په کمال یې د لفظونو اهتمام سو

احمد بریالی

====

د ظالم سره احسان د مظلوم مرګ دی
شکنجه د روح روانه معلوم مرګ دی

هر مغرور و بغاوت ته هڅوي چي
و ټولني ته روا په هر نوم مرګ دی

جشن ونیسي د اور و تقدیر تود ته
ناخبر وي چي راغلی د موم مرګ دی

ټول کهنه او پاخه جار سي یو له بله
د پُخته وو له ګډونه د اوم مرګ دی

زندګي زیندۍ کوي په پړه له ژونده
د مظلومو په مقتل کي معصوم مرګ دی

چي پر وخت تر ستم ستره نه رسېږي
ښایی دوی به نازولی مرحوم مرګ دی

چي نفس د ستمګرو په زور کاږي
له دې توانه معلومېږي محروم مرګ دی

بریالی احمد یې چاته خواهش نکړي
په پرده د قاتلینو محکوم مرګ دی

احمد بریالی

==

دا دنیا که چاته غم او چاته ترور سي
دنیا ګرانه د هر چا سبب د ترور سي

چي نژدې ورته اوسېږي هیزوم هغه
عاقبت پر هماغه دېګدانه سکور سي

که د پلار پر اوږو بر طفر جاهل وي
بیا پسر به د هغه پر اوږو سپور سي

پر ړندیانو چي لګېږي مغرور خلک
په مرور د زمانه کي به شبکور سي

چي طعنې تر خلکو ستړو رسوي نو
یو زمان به هسي غلی له پېغور سي

د ورور تشه تر کهوله تشه وړي خو
لوی زیان د هر سړي ګټه له ورور سي

د دنیا قربت یو مثل د دېګدان وي
که ګوښه له دېګدانه څخه د اور سي

بریالی احمد به پل ځکه ور نه وړي
که له دېګه سره اوسي هغه تور سي

احمد بریالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx