ادبي لیکني

لوړ بیت – پوهنمل رحمت الله حکیمي

لیکنه او تحلیل: پوهنمل رحمت الله حکیمي

پېرمــــــه پــــــه ســـرونــو بـــخـــارا او سمـــرقــــند
ای ترکو! داسې نوي خرابات ته مې زړه شوی ((ناګار))

پورته کلام د پوهاند فضل ولي ناګار دی ، چې د مسلمه امت ټولې هیلې ، جهادي رونق او د پان اسلامېزم ارمانونه ورسره غوټه دي . د اسلامي نړۍ د پخواني رغښت ارمان په کې څپاند دی . پان اسلامېزم د ختیځ د ستر نابغه علامه سیدجماالدین افغان په افکارو ولاړ سیاسي خوځښت دی ، چې د مسلمه امت د یووالي او د غربي ښکېلاک په وړاندې د مبارزې او ځېرکتیا درس راکوي .دلته غواړو د پورته بیت په ( پیغام او ښکلا ) د پان اسلامېزم له اړخه خبرې وکړو.

۱ ـ د بیت پیغام : کله چې نړۍ اسلامي برم ونیوه ، د مسلمه امت انسجام رامنځته شو د اسلامي خلافت وېړه خیمه په قدس ، اندلس ، قسطنطنیه ، سمرقند او بخارا کې کې ودرول شوه ، چې همهاله یې د مراندو د ټینګېدلو هڅې په څلور کنجه نړۍ روانې وې . یهودو، اسرائیلو او انګریزي ښکېلاک د مسلمه امت د انسجام ججوره نه درلوده ؛ نو په وړاندې یې له بېلا بېلو توطېیو، مذبذبو او تش په نامه مسلمانانو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخیست ، بلاخره د اسلامي خلافت د مراندو په تخریب یې پیل وکړ. په دې وخت کې ورسره جوخت د ( ۱۹ مې ) زېږېدیزې پیړۍ په لومړیو کې د علامه سیدجمال الدین افغاني په افکارو ولاړ د پان اسلامېزم سیاسي نهضت رامنځته شو، چې سیدقطب ( رح ) امام حسن البناء ( رح ) ، امام شامل ( رح ) ، امام بخاري ( رح )او نور د ختیځ او لودیځ روڼ اندي متدین اسلامپال یې په یوه ټغر راټول کړل . مسلمانان یې د ښکیلاک په وړاندې متداومې فکري او عملي مبارزې ته راوبلل. په ګرده اسلامي نړۍ کې د یاد سیایي خوځښت تود هرکلی وشو، بلمقابل په مسلمه امت د غربي ښکېلاک داړې را خښې شوې . پښتون شاعر چې ګرد مسلمه امت یو بدن ګڼي د بخار او سمرقند څړېکې نه هېروي ، د بخارا او سمرقند آهونه یې ارام نه پرېږدي، د خپلو سرونو په بدله کې د بخارا او سمرقند کسات غواړي او په دې لاره کې سربایلل ورته لوړ خرابات ښکاري . ددې کلام پیغام د مسلمه امت سره د غمشریکۍ او عاطفي څړیکو وروستی حد راښيي ، اسلامي نړۍ خپل پخواني برم ته متوجه کوي او ورسره په څنګ کې د خپلو اسلامپالو اسلافو د تاریخ هینداره مو سترګو ته دروي . په ټوله کې له یاد کلام سره د اسلامي نړۍ واحد درد ، دبدبه او ځلاند تاریخ غوټه دی .

ب ـ د بیت ښکلا :

پورته بیت د مفهومي او شکلي اړخه ښکلی دی . له مفهومي اړخه د ناګار کلام داسې ښکاري لکه د لاندې تاریخي ټپې په ځواب کې چې خپلو خواخوږ و ته د ډاډ په خاطر ویل شوی وي:

که په میوندکې شهید نه شوې

خدایږو لالیه ! بې ننګۍ ته دې ساتینه

په افغاني ټولنه کې ( ترکې) د ښکلو لپاره هغه استعاره شوې کلمه ده ، چې په وسیله یې ګڼ شاعران خپل محبوب ته پرې مخاطب شويدي. خرابات له مالي اړخه زړه ته راتیر او ګران کس ته کېږي ، لیکن ناګار د وطن ښکلو( ترکو ) ته نوی او معنوي څیز خرابات کوي ، چې هغه د بخارا او سمرقند لپاره د سرونو خرابات کول دي او سرونو په بدله کې د برمپالې بخارا او ویاړمن سمرقند سودا کوي . دا نو له مفهومي اړخه بېل کیف لري چې شاعر د وطن ښکلو پېغلو ( ترکو ) ته په اسلامي ولولو پسلولی ډاډ او اطمینان ورکوي او وايي :

پېرمه په سرونو بخارا او سمرقند
ای ترکو! داسې نوي خرابات ته مې زړه شوی

له شکلي اړخه د (( ر )) توري د بیت په اډانه کې د موسیقیت داسې روح پوره کړی ، چې زموږ احساسات او عواطف د سرسپارلیو سپاهیانو په څېر د غلیم په مقابل کې صف صف دروي . له بلې خوا په دویمه کلمه دې د ( نوي ) قیدکلام ته ډېره ښکلا ورکړې چې لوستونکي ورته متوجه کوي چې دا کوم ډول خرابات دی ؟ وروسته فکر کوي ، چې دا رښتیا زوړ او معمولي خرابات نه دی. د سرونو خرابات بلکل نوې ډالۍ ده ، چې ترکو ته پرې زېرۍ ورکړل شوی دی . په ټوله کې له تغزلي او مضمون افرینۍ له اړخه بیت لوړ ښکلاییز کیف لري .

پوهاند فضل ولي ناګار د نن او پرون هغه ترجمان شاعر دی ، چې سبا ته یې د اسلامپالو ، عرفاني ، برمپالو او ویاړمنو ولولو سره روان کړي یو. هر کلام یې د مسلمه امت له ویاړمنو او تاریخ جوړونکو هیلو څخه ډک دی ، د یوه وړوکي شاګرد په څېر یې بېرته ورته په خپل بیت د تعظیم او احترام مراتب ترسره کوم :

یو ځلــــې بیـا ژوند د اسلام او مسلـــمان په نړۍ
ناګار خپل فن ته بس همدغه مکافات ايښی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx