ټولنیزه برخه

مالداري بی ښځو نه جوړیږي‎‎

توحيد علی عظيمی

د کرنې د مالدارۍ (غوا، وزه، کورنی تولیدات) ۸۰ سلنه برخه باید ښځو ته وسپارل شی، پاتی ۳۰ سلنه یی نارينه پر مخ يوسي. په کليو او بانډو کې د غواګانو او څارويو پالنه د ښځو پورې تړلې ده. ښځې د څارويو د روغتيا او د هغوی اړونده موضوعاتو په اړه پوهاوي نه لری. سړی د څارويو د خرڅلاو او د ډاکترانو سره اړیکه نیولې مسولیت لري.

د غواګانو روزنې په برخه کې نارينه لوجستیکی رول لوبوی خو ښځې تولیدی او اساسي رول لوبوي. زما ياد شی چې ترويجی ګروپونو باید په ديرو کې وزګار او بیکاره کليوالو ته د غوا ساتنې درس ورکول، په داسې حال کې چې د کلیو نارينو لپاره ذهنی مشغولتیا وه، بانډار به جوړ وه بس له پاسه به پری د مؤسسې ډاکټر راغلی خو ځینو ته له غیبت څخه زده کړو ته ترجیح ورکوله. دلته به پروژې نارینو ته ترويجی ګروپونو او پروګرامونو زړه وچاودېد هلته اصلی کس چې چا غوا يې ساتله او د غوا د ساتنې مسوله وه بی زده کړو ناسته وه. نارینو هغه پيغام چې باید ښځو ته رسولي وه نه رسو چې دا کار ددی باعث شو چې لویه ترويجی تشه يې رامنځته کړه. یعنی نارینو ته ترويجی درس ورکول کیده پداسی حال کی چی نارینه د غواګانو د ساتنې مسووليت نه لري. ښځې او ماشومان په لویه کې د غذايي موادو لکه پروتین، ويټامينونو، منرالونه او انرژي په کمښت ډيرې اخته دی، چې له دی کار سره به په کليو او بانډو کې غذایی امنیت هم تأمین شی.

حل لاره:

د کرنې پوهنځي د مالدارۍ برخې، انسټیټیوټونو او ليسو کې انجونو ته د مالدارۍ په برخه کې د زده کړو زمينه برابره شی تر څو ښځی نورو ښځو ته مسلکی پوهاوي ورکړی. دا کار عملا د طب په برخه کې کیږی فقط مالدارۍ برخې ته اړول غواړی.

د ترويجی زدکړو نشتوالي د هيواد د لبنیاتو په تولید په مستقیم ډول اغيزه لري. که له احتیاج څخه خلاصون غواړو نو دا يوه لويه تشه ده چې ډکول غواړئ.

بدبختانه له پخوا همداسی پاتی ده. ښځو ته باید دولت په ملی او اسلامی ارزښتونو په ډګر زمينه برابره کړي خو که بهانې جوړ وی نو پرودګار مو په خپل ظلم ډیر ژر ونيسی ځکه د افغانستان ښځی معصومی دی او دی طبقی ته خدمت نه کول به مو په الهی عذاب اخته کړی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx