ټولنیزه برخه

ځوانانو ته پيغام!!

محمد انور اؤ څار

د يوې ټولنې اصل قشر او طبقه ځوانان دي, هو همدا ځوانان د يوې ټولنې اساس او د ملا تير دئ. د ټولنې انرژي ده, د کومې پرته چې ټولنه تش نوم پاته کېږي. د يوې پرمختللي جامعې روح, ساه او قوت دئ.

دا چې د يو ځوان مسؤليتونه ډېر او درانه دي, نو د پوره کولو لپاره يې همدومره بدني او ذهني قوت او پياوړتيا ته اړتيا ده, کوم چې بايد د يو ځوان صفات و اوسي. نو دغه صفات په ځان کې پيدا کول کار غواړي, ستړياوې ګالل غواړي, له غفلت څخه راوتل غواړي, د وخت په ارزښت او قدر پوهېدل غواړي, د بيځايه مصروفيتونو په ځای سالم مصروف ته پناء ور وړل غواړي. يو مسلمان ځوان بايد د کفارو له فريب, چل او دسیسو نه خبر او اګاه و اوسي او په ورته وخت کې پاته جامعه او ټولنه هم و پوهوي.

اې ځوانه, اې د اسلامي ټولنې روح او ځانه, اې د اسلامي ټولنې قوت او ځواکه!

ايا نه غواړي خپل مړ تاريخ ژوندی کړې?

ايا نه غواړې نور د غلامۍ له قيده ځان ازاد کړې?

ايا د ازادۍ هيڅ دبدبه او جوش نه لرې?

ايا د پرمختګ هيڅ ارمان او هيله نه لرې?

ايا تا خپلې د تاريخ حماسې هيرې کړي دي?

ايا ته اوس هم د غفلت په خوب بيده يې?

ايا ته اوس هم په نفسي خواهشاتو اخته يې?

ايا ددې ټولنې لپاره دې خپل مسؤليت ادا کړئ دئ?

ايا په تاکې د ځوانۍ انرژي مړاوې شوې??

اې مسلمانه ځوانه تاته وايم!!

ايا ته د هغو مسلمانو چې د کفارو په بند کې يې کرغېړنې شې او ورځې تيروي او يا يې لا هم تيروي هيروي?

ايا ته کفارو ظلمونه او وحشتونه هېرولئ شې?

ته څه فکر کوې دا اسلام دومره په اسانۍ تر موږه پورې را رسېدلئ دئ?

ايا د اصحاب کرامو, تابيعينو, او له هغه را وروسته تر نن ورځې پورې د ټولو مسمانانو, پاکو, قهرمانو, تورياليو او ننګياليو مجاهدينو قربانۍ د څه لپاره وې?!

او د ټولو تر مخه د جناب رسول اکرم ص قربانۍ, ستړياوې او زحمتونه د څه لپاره وو??

خو د همدې لپاره چې د اسلام سپېڅلۍ دين تر موږ او تاسو پورې را ورسوي…

نو راشه چې په خپل ګريوان کې و ګورو!

يو دوې دقيقې خپل مسؤليت او مصروفيت ته فکر وکړو!

اې ځوانه!

راشه چې نور خپل مسؤليت درک کړو, د فحشاء, منکراتو, بيځايه ناستې پاستې, ګیم, فلم, او نورو بيځايه او عبث مصروفیتونو وخت او موقع د ځان په پوهولو کې مصرف کړو.

ځانونه د ګيم په ځای په مطالعه روږدي کړو!

خپل کشران او تر لاس لاندې خلک و پوهوو!

د اسلامت او افغانيت جذبه لومړۍ په ځان او ورپسې په خپل کشر قشر کې را ژوندئ کړو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx