ادبي لیکني

د قلم تر وړانګو لاندې‎‎

مخلص افغان

دا د دروند شخصیت او ستر لیکوال محترم محمدزبیر “شفیقي” صیب د لیکوالي د ستړي او ستومانه ژوند خاطرې دي، چې نوموړي راټولې، او په خپل روان پښتني سبک یې لیکلې.

چې لوستونکو ته زمونږ د هیواد د څلویښت کلني غمیزي روښانه تصویر داسې ډول مخ ته ږدي، چې ټولې صحنې په صفا ډول پکې لیدل کیدای شي، او د وضعې په هکله منصفانه قضاوت کېدای شي.

د نوموړي د لیکوالي دوره د هیواد هغه بحراني او بوږنوونکي دوره ده، چې افغانان د اور او لمبو په منځ کې وریتېدل.

شفیقي صیب پر دې اور کې د افغانانو د خوړینېدلو او وریتېدلو عیني شاهد پاتې شوی، او ټول د سترګو لیدلی حال یې کټ مټ بغیر له کوم تحریف څخه وړاندې کړی.

دغه اثر یې دومره له تأثیر څخه ډک دی، چې ډیری موارد یې لوستونکی له اوښکو پرته نشي لوستی.

د هیواد د کورنیو جګړو زړه بوږنونکی حالت چې پکې لولي! د لوستونکي له زړه ویني څڅوي.

“د قلم تر وړانګو لاندې” اثر د افغانانو د څلویښت کلنې ماضي یو زړه دردونکی انځور دی.

یو داسې کتاب دی چې تر ډېره واقیعتونه او حقایق پکې برملا شوي.

ښاغلی شفیقي صیب د هیواد هغه نومیالی او ستر لیکوال دی، چې په سمه توګه یې د قلم عفت ساتلی.

ټول قلموال او د مطالعې خاوندان یې د قلم پر خوږلت او پیاوړتیا اعتراف کوي.

د قلم له څوکې یې لوستونکي د ماضي پر لوړو ژورو کې ځانونه لیدای شي، د حال په بېړۍ کې تر ساحله صحیح سلامت رسیدای شي، او ائینده نسلونه به یې د احسان پوروړي وي.

“د قلم تر وړانګو لاندې” داسې اثر دی چې زموږ او راتلونکو نسلونو لپاره ډېر څه په خپل ځان کې لري.

هیله ده چې زموږ ځوان قشر یې ژر تر ژره ولولي او د لیکوال د دغه با ارزښته کار اغېز وګوري.

زه دعا کوم چې:

شفیقي صیب ته لوی اللهﷻ پر ژوند کې برکت، ددې نېک او لوی کار بدله، او د لا داسې شهکارو آثارو د پنځونې توفیق نصیب کړي. آمین

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx