نظــر

د نظام د جوړيدو ښه فرصتونه شته خو قرباني غواړي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

که موږ لکه اوس تيت او پاشلى ملت يو، لومړيتوبونه مو د واک په محور باندي راڅرخيږي، يوازې نيوکې کوو، خو حل لاره نشو وړاندي کولاى. نورو ته د پړې ګوته نيوى شو، خو خپلې نيمګړتياوې نه وينو.  نړول او ښکنځل مو ښه زده دي، خو  رغول د نورو کار ګڼو. د اسلامي نظام د رامنځته کولو  چيغې وهو, خو په سياست، اقتصاد، سوداګري، نړيوالو اړيکو ټولنيزو چارو او د ژوند په نورو اړخونو کې عملاً د دين پلى کيدو تګلاره نشو جوړولاى او که د ديموکراسي شعارونه ورکوو خو د واک تر پولو پورې، نو د خپلواکي خوند ليدل، له خيرات غوښتلو څخه د ملت ژغورل او ښېرازه هيواد جوړول به تنها هغه خيال او خوب وى چې تحقق نشي موندلاى.

که لکه د اوس په شان هيواد، ولس او ارزښتونه يوازې واک ته د رسيدو لپاره راته اهمیت لري او واک د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره غواړو. که له هيواد سره ترهغه وخته پورې د مينې شعارونه ورکوو چې ارګ ته نه يو ننوتلي. که د واک له بايللو سره سم هيواد پرېږدو، که  ولس راته د ووټ اچولو او يا هم  په جګړه کې د قرباني کولو په وخت کې ياديږي او که د هيواد لپاره مو مشران قرباني نشى ورکولاى، نو د مشرتابه دعوه مو غلطه او له هيواد سره مينه مو دوکه ده.

که د ملي اجندا د تيارولو او د ملي ګټو په محوریت باندي د راټوليدو وړتیا او همت نه لرو. که ملي لومړيتوبونه او موخې نشو ټاکلى، که په ارګ کې ناست خلک د واک د ټينګښت او له ارګ څخه ايستل شوي ارګ ته د رسيدو لپاره پرديو دروازو ته له کچکول سره ولاړ يو او تر ټولو مهم دا چې که يوه ډله مو له له غرب او له پردي کلتور څخه اغيزمنې شوېو څو ښځو ته د افغانستان د ښځو په استازيتوب دندې سپاري او بله ډله مو د ولس په ښځينه بچيانو باندي د ښونځيو دروازې بندوي، نو په زغرده وايم چې خلي يو، خاشاک، ګردونه او مړې خاورې يو، چې باد به مو هرې خوا ته له ځان سره وړي. ځږ يو او سراب يو چه وزن او اغيزې نه لرو. هغه وريځ يو چې غوريږي غوړمبېږي خو باران نه اوروي. البته که احياناً  ويښ حساس په پوهه او تيکنالوژي سمبال ملت شو که د ښکنځلو پرځاى په خپلو سرچينو د ځان بساينې په لوري روان شو نو بيا هيڅ هيواد راته برګ او په خيرنو سترګو نشي کتلاى

د تأسف ژور خفګان او ژړا ځاى دى چې د تيرو څو لسيزو د مشرانو په فرمانونو نوښتونو او فتواو مو د  مليونونو هيوادوالو وينه توى شوه. هيواد مو کنډواله شو او د کونډو يتيمانو بيوزلو لښکرونه ټولنې ته پاتې شول، خو د پرمختګونو کچه مو ښکته شوه. د ابادي ګراف مو په منفي کې روان دى او ولس مو خيراتونو ته ناست دى. د نړيوالو پيغورونه اورو، د ګاونډيانو د ملنډو شوو، خو د وينو تويولو د هيواد د نړولو، د کابل د کنډواله کولو دروغجن اتلان د برياو او وياړونو دعوه ګر يې نه مني او موږ هم په خپلو رويو چلن او فکرونو کې هيڅ بدلون ته تيارى نه کوو.

افغانستان اوس متأسفانه د اوکراین د جګړې او زموږ د خپلو سهوو له امله د پخوا په پرتله د نړيوالې ټولنې د توجه په محراق کې ښکته ځاى لري . زموږ د جمهوري دورې ټولو سياسي مشرانو په تيرو دوو لسیزو کې فرصتونه له لاسه ورکړل او طالب وسلوال مخالف ځواک د هيواد د سياسي مشرتابه لپاره تيارى نه درلوده.  د واک د سمبالولو او د يوه هيواد د مديريت لپاره يې نه يوازې کادري وړتیا نه درلوده بلکې له مخکې نه دلته موجود مسلکي پرسونل يې هم ونشو ساتلى. لاملونه ډير دي، خو يو مهم لامل يې هم دادى چې موږ په خپله د خپل هېواد په پرمختګ سوکالي او ښيرازي کې دلچسپي نه لرو. زموږ مشران هغه مهال په هېواد کې سوله غواړي چې په واک کې وي او يا هم  په سوله کې  واک ته د رسيدو فرصت ترلاسه کوي.

د اوسني بد وضعیت د سمون لپاره د وسلوالې مبارزې له پلويانو او د تعصباتو په ويروس له ککړو هيوادوالو څخه مو هيله داده چې د سياسي مخالفت لپاره د جګړو کولو او د تعصباتو د کارت کارولو پرځاى نورې سياسي لارې غوره کړي. د حکومت په وړاندې د مخالفت ښودلو په موخه د مبارزې نورې مشروع داعيې ولټوي. هغوى دې شک نه کوي چې په هېواد کې نه کوم ځانګړي قوم او نه هم د کوم سمت خلک حاکم دي، بلکې د اهل تسنن حنفي مذهب د لارويانو ديني عالمانو ډله حکومت کوي چې نه د پښتون قوم د استازيتوب دعوه کوي او نه هم په هيڅ صورت د پښتنو د استازيتوب په معيارونو برابر  دى، بلکې په پښتنو سيمو کې د ديني عالمانو او مدرسو د زياتوالي له امله اکثريت يې يوازې د افهام او تفهیم په موخه په پښتو خبرې کوي.

څومره به ښه واى چې امارتي چارواکو خپلو کورنیو او بهرنیو ناکامو او نيمګړو تګلارو د توجیه لپاره د بانو جوړولو او غير منطقي استدلال وړاندي کولو پرځاى په افغانستان کې د خپل ولس او نړيوالو هر ډول اندېښنو ته مستقیمآ په خپله د خپل مسئولیت له مخې او په ژمنو باندې د عمل کولو په تړاو د خپل مکلفیت په منلو د مسلکي افرادو لخوا د يوې  ترتیب شوې متوازنې تګلارې په چوکاټ کې په کور د ننه، سيمه ييزو او نړيوالو حساسیتونو او رقابتونو په نظر کې نیولو سره په خپله رغنده مثبت غبرګون ښودلى واى.

زموږ اوسنيو حاکمانو به خپلې شل کلنې مبارزې ته څومره سپيڅلتيا او تقدس وربښلى واى چې خپلو ديني مکلفیتونو او له نړيوالو سره ترسره شويو ژمنو ته د کلک تعهد له مخې د شلمې پېړۍ له کليوالي منزوي چوکاټ څخه راوتلي واى او د يويشتمې پيړئ له معاصرو غوښتنو سره سم يې د وخت او عصر په حال د خبرو ديني علماو د يوه واکمن کميسيون تر مشرتابه لاندې  له هر قوم سمت جنس ژبې او سياسي ليدلوري درلودونکو، پاکو، مسلکي، دين او هيواد ته له ژمنو کادرونو څخه حکومت جوړ کړى واى، اساسي قانون يې ترتیب کړى واى او د يوې بين الافغاني پراخې جرګې په رابللو يې اساسي قانون تصويب او د خپل حکومت لپاره ملي مشروعیت ترلاسه کړى واى. د خپلواک عدالتي نظام او مقننه ځواک د رامنځته کولو لپاره يې اړين ګامونه پورته کړي واى تر څو په هيواد کې د زور او زر پرمټ دَ واک او امتیازاتو مخه د تل لپاره نيول شوي واى.

که څه هم اوسنى نظام سترې نيمګړتياوې لري. ګڼې ستونځې او ننګونې يې هم په مخکې پرتې دي، خو په افغانستان کې په وروستیو څو لسيزو کې دَ لمړي ځل لپاره يو پياوړى،  ملي يووالي ته ژمن، د افغانستان په ټولو جغرافيه باندي حاکم او په بشپړه توګه د قانون د پلي کېدو په ټولو امکاناتو باندې سمبال نظام رامنځته شوى دى. اوسنى حاکمه ډله د خپلو ملي او بين المللي مسئوليتونو له مخې او د نظام په وړاندې د پرتو کورنيو او نړيوالو ننګونو په درک سره هغه فرصتونه په لاس کې لري چې هيواد له اوسني بحران څخه راوباسي، په کور دننه او نړيواله کچه يو داسې منل شوى او مشروع نظام رامنځته کړي چې د پرګنو له ملاتړ څخه برخمن، د نظام مخالفین اقلاً د نظام په وړاندې د توپک پورته کيدو ته مجبور نشي او نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx