نظــر

آیا مکي دوران به اوس هم تطبیق کیږي؟

عبدالمالک حبیبي

نن زیات خلک خصوصاً ځوانان دا فکر لري چې باید صبر وشي یعنې توره راونه یستل شي، دوی د محمد ص د طایف خبره وړاندې کوي، دوی دا راته ووایي چې محمد ص ته جبرائیل راغی او ورته یې وویل چې ته امر راته وکړه چې دغه د طایف خلک ددغو غرو په منځ کې هلاک کړم خو محمد ص ورته وایي چې خیر کیداشي د دوي په راتلونکي نسل کې داسې خلک راشي چې اسلام قبول کړي، یعنې له صبر څخه یې کار واخیست، همدا شان د سومیه رضی الله تعالی عنها د شهادت هغه له غم نه ډکه قیسه راته وایي چې هغه یې په څه مظلومیت کې په شهادت ورسوله بلکې محمد ص بیا هم صبر کاوه.

مونږ دې خلکو ( د صبر توصیه کوونکو ) ته دا وایو چې ته هغه وخت چې مکمل قرأن نه وه نازل له دې وخت سره مقایسه کوې چې قرأن او د دین ټول احکام کامل شوي دي، هلته رسول ص ته دا نه وه ویل شوي چې چا ظلم درباندې کاوه انتقام ترې اخله بلکې هلته په صبر توصیه د الله تعلی له طرفه وه.

خو کله چې محمد ص مدینې ته هجرت وکړ هلته دا ایاتونه نازل شول چې چا تاسو سره ظلم کاوه انتقام ترې واخلئ، نو د هغې مسلمانې ښځې قیسه در یاده کړئ چې د بین قینقاع د یهودو یو یهودي د هغې پوړونی په بازار کې غورځوي، هلته یو صحابي چې دا حالت ولید نو د مسلمانې خور د عزت پخاطر د یهودي سر په ځمکه غورځوي هلته بیا دا نه وایي چې صبر، ددې نه علاوه کله چې محمد ص ته ددې واقعې خبر ورسید نو بلال رض ته یې وویل چې ټول د مدینې خلک راټول کړي وروسته محمد ص ټول لښکر د بین قینقاع په طرف روان او پینځلس ورځې یې هغه محاصره کړل وروسته له هغې څخه یې یهود تنها د لاس او د اوښانو له سامان سره له مدینې نه وشړل، نن څه د پاسه څوارلس کاله پوره کیږي چې مدینه له یهودو خالي ده، نو موضوع داده کله چې محمد ص ته توصیه د انتقام وشوله بیا یې هیڅکله د صبر کلمه تکرار هم نکړه بلکې د یوې مسلمانې ښځې چې انتقام یې هم اخیستل شوی وه په سر ټول یهود له مبارکې مدینې نه شړي.

راځو دې ته چې نن د قرأن احکام لا ندي پاتې بلکې مکمل او مکي دوران پای ته رسیدلی، اوس کفار درې لارې لري اسلام به قبلوي یا به ذمه ورکوي کنه جنګ ته به آماده کیږي، په هیڅ صورت داسې نشي کیدلای چې مونږ مکي دوران له سره شروع وکړو، ځوانانو ته مې دا توصیه ده چې نن له کفارو سره دغه درې لارې پاتي، بله هره لار مو د ګمراهۍ سبب کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx