دیني، سیرت او تاریخ

مادي او معنوي دواړه قوتونه مهم دي

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

لومړی به دا خبره وکړو چی قوت پر دوه قسمه دی: مادي قوت او معنوي قوت، انسان په خپلی بریا کی دواړو قوتونو ته اړتیا لری، البته په يواځي مادي قوت باندي کله کله انسان بريالی کيږي خو ليکن دغه بريا اوږده او مفيده نه وي.

که وګورو په قرآن عظيم الشان کي ددې لپاره ډېري نمونې ذکر سويدي چي يوه نمونه يې عاديان، ثموديان او فرعونیان دي.

عادیان او ثمودیان په خپل وخت کی په مادي لحاظ ډېر قوي وه له همدې امله یې تکبر او غرور کوی، د الله د پیغمبرانو سره یې جګړه او مخالفت کوی او په مځکه کي یې فسادونه خپرول، نو ځکه یې الله پاک ټوله قدرتونه ختم کړه او سخت عذابونه یې ورباندي راوستل.

او دا د هغو امتونو څو بېلګي دي چي مادي قوت يې بيخي ډېر درلودی خو د معنوي او روحي قوت څخه خالي وه.

او د شرایطو او عادت پر بنیاد يواځي معنوي قوت هم د انسان د نصرت او کاميابۍ لپاره کافي ندی لکه شاعر چي وايي:

لا خيرَ في حقٍّ إذا لم تَحْمِه … حَلَقُ الحديدِ وألسنُ النيرانِِ

ژباړه: هیڅ خیر په هغه حق کي نسته چي د اوسپنو په کړیو او د اور په لمبو باندي یې ساتنه نه کیږي.

مادي او روحي قوتونه حيثيت د دوو وزرو لري لکه مارغه چي په يوه وزر باندي نسي الووتلای انسان هم په يوه قوت باندي نسي بريالی کېدلای بناء صحيح او شرعي لاره داده چي انسان ځانته دواړه قوتونه حاصل کړي او ددنیوي او اخروي دواړو ښېګڼو لپاره هڅه وکړي لکه قرآن چي موږ ته تعليم را کړی دی او فرمایي:

وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.[ سورة البقرة 201] ژباړه: ځیني ددوی څخه وایي: ای ربه زموږ! موږ ته په دنیا کي هم ښېګڼي راکړه او په آخرت کي هم ښېګڼي راکړه او موږ د اور د عذاب څخه وساته.

نو مسلمان لکه د اخروي ژوند د سمون لپاره چي کوښښ کوي د دنیوي ژوند د سمون لپاره هم باید کوښښ وکړي.

او لکه د اخروي ژوند سمون چي په معنویاتو باندي لاس ته راځي د دنیوی ژوند سمون په مادیاتو باندي لاس ته راځی او مادیات خالص اسباب دي چي په مټ یې معنویاتو ته سړی رسېدلای سي او چي کله مادیات او معنویات دواړه برابر سي بیا نو هراړخیزه نیکمرغي د انسان په برخه کیږي.

هېره دي نه وي لکه الله پاک چي موږ ته د عقيدې د سموالي او محکموالي سپارښتنه کړېده د مادي قوت د برابروالي سپارښتنه يې هم کړېده: او فرمایی: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ.[ الانفال 60]

ژباړه: تاسو برابر کړئ د دوی لپاره هغه چی ستاسو په طاقت وي د قوت او تړلو څخه د آسانو تر څو تاسو په هغه باندي د الله او د ځان دښمنان و وېروی.

پدې باندی باید موږ ځانونه پوه کړوکوم شی چي د شرعي اصولو څخه ښکاري او په تجربه باندي هم ثابت سوی دی دا دی چي د معنوي قوت سره چي کله مادي قوت يوځای سي نو پر مطلق مادي قوت باندي بری پيدا کوي.

لکه الله پاک چي فرمايي:كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ.[ البقرة 249]

ژباړه: ډېر ځله داسي پېښیږي چي کوچنۍ ډله دي پر لویي ډلي باندي د الله په اراده کامیابه سي او الله د صبر کوونکو سره دی.

او ددې لپاره د بدر غزوه لويه بېلګه ده چي د مسلمانانو شمير 300 نفره وو خو کفار 1000 نفر وه خو مسلمانان ځکه کاميابه سوه چي د توان سره سم د مادي قوت تر څنګ معنوي قوت هم ورسره وو ځکه مسلمانان په اسلامي سپېڅلې عقیده، نبوي اخلاقو او روحي سکون باندي سمبال وه، مادي قوت یې کڅه هم د کفارو په نسبت لږ وو خو بیا هم تر خپل توان یې د هغه د برابرولو هڅه کړېوه داسي یې نه وه کړي چي بېله کومي امادګۍ او بېله کومي وسلې جنګ ته ووځي.

د همدغو دوو قوتونو مثال الله پاک په قرآن کي موسی عليه السلام راوړی دی:

موسی عليه السلام چي کله د مصر څخه مدین ته را ورسېدی په لاره کي یې پر یوه څاه باندي دوې نجوني ولیدلې چي غوښتل یې خپل مالونه اوبه کړي خو د کمزورۍ له کبله یې ژر نه سوې اوبولای موسی علیه السلام د دغو دوو نجونو مالونه د مټ په زور چي مادي زور دی اوبه کړه خو چي کله نجلۍ د خپل پلار په غوښتنه دی کورته وغوښتی نو په نجلۍ پسې روان سو دا نتيجه د معنوي قوت وه چي په حياء باندي ورسره روان وو او هیڅ یې ورته نه کتل.

او بل مثال يې الله پاک په امت د رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي ويلی دی لکه چي فرمايي:

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا.[سورة الفتح 29]

ژباړه: محمد د الله رسول دی، او هغه خلګ چي دده سره دي پر کفارو باندي سخت دي او په خپل مینځ کي ډېر سره مهربانه دي، ته دوی وینې پداسي حال کي چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشالي لاسته راوړي.

علماو لیکلي دي: دا چي الله پاک وایي: دوی پر کفارو باندي سخت دي. دا د مادي قوت عنوان دی، او دا چی وایي: دوی په خپل مینځ کي پر یو بل مهربان دي. دا د معنوي قوت عنوان دی، او دا چی الله پاک وایي: ته دوی وینې پداسي حال کي چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشالي لاسته راوړي. دا د مادي او معنوي قوت نتیجه او د اسلامي امت د نیکمرغۍ لپاره هغه اصل دی چي مادي او معنوي قوت سره یوځای کوي.

د مادي قوت تر لاسه کولو لپاره باید موږ طبیعي/د وخت عصري زده کړي وکړو او په تمامه معنی ګټه ورڅخه پورته کړو ځکه طبیعي زده کړي هنر دی چي په مټ یې انسان د ژوند د اړتیا سره سم اسباب جوړولای سي چي په ګڼو برخو کي مادي قوت د همدغه اسبابو څخه تشکیلږي د بېلګي په ډول: که موږ غواړو د خپل ټول چاپیریال مادي اړتیاوي پوره کړو نو دېته اړتیا سته چي موږ باید بیولوژي، جیولوژي، کیمیا، ساینس، طب، ریاضي، کامپیوټر، انجینري، اجتماعیات او داسي نور… عصري علوم په عملي ډول ووایو او کله ناکله په عملي تجربو باندي هم انسان د اسباب جوړولو لږ کمال ته رسیږي.

د معنوي قوت ترلاسه کولو لپاره باید موږ دیني زده کړي وکړو ځکه په معنویاتو کي د انسان اخلاق، شخصیت، عقیده، اعمال او تزکیه دخیل دي چي ترلاسه کول یې د الهي وحیو او مربوطه علومو په زده کولو باندي کیږي ځکه نو باید موږ د تفسیر، حدیث، فقه، عقاید او هغه علوم چي ددغو علوم زده کړه ورباندي موقوف وي زده کړو تر څو د عمل په میدان کي په عقیدوي او اخلاقي لحاظ ځانونه کمال ته ورسوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx