ليبيا: معمر القذافي اولس ته په خطاب کي د اوربند غوښتنه وکړه

GADDAFI-APPEAR-ON-TVد لیبیا اولس مشر معمر القذافي نن سهار وختي په یوه تلویزوني پیغام کي وویل چي دده عسکر ځواکونه د اوربند لپاره تیار دي، که چیري ناټو هم دې ته تیاره سي چي خپل فضايي بمباری بندي کړي، مګر نومړي د لیبیا څخه د تبعید او جلا وطنۍ ټولي خبري رد کړې.

قذافي چي په یو وطني مناسبت يي خپل اولس ته وینا کوله، وویل چي مونږ ډېر ځله د اوربند اعلان کړی، او اوس هم مونږ دې

ته غاړه ږدو چي اوربند اعلان کړو، مګر اوربند د یوه لوري څخه امکان نه لری.

نومړي وویل چي دده ځواکونه د لیبیا په شرقي سیمو کي د مخالفینو سره جګړه کوي.

قذافي د خپل اولسي مخالفینو څخه وغوښتل چي مونږ باید په خپل منځي مخالفت کي بهرنیانو ته اجازه ور نکړو، چي زمونږ په کورنۍ معاملو کي لاسوهنه وکړي، نومړي غوښتنه وکړه چي باید غربي صلیبي ځواکونه پر لیبیا باندي بمبارۍ بس کړي، لیبیا او د لیبیا خلک سره پريږدي چي خپله جوړه سره وکړي.

نومړي د ناټو د بمباریو په اړه وویل چي د ملګري ملتونو امنیتي شوری ددې اجازه نه وه ورکړې چي بمبارۍ دی د لیبیا پر ملي شتمنیو او ولسي ځایونو وشي، ده پر روس، چین د جنوبي امریکا پر دوستو هیوادو باندي ږغ وکړی، چي په دغه اړه په ملګرو ملتو کي ږغ پورته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د