نظــر

امن او زموږ عکس العمل

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

ډېره موده دمخه چې کله زموږ پر ټاټوبي داشغال توره لمن خپره وه، په هر ځاي کې به دهيواد والو او آن د يرغل حاميانو دا آرمان کولو چې هيڅ نه غواړو! يوازي سوله سوله او من غواړو، همغه و، چې کال وړاندې په هيواد دسولي سرتاسري اوفق وخوت،

څو ورځې ترمخه له يو داسې چاه سره مخ شوم چې داشل کاله به يې راته د نامني مسله مخته مخته کوله او خپل کور سره څيرمه د امريکيايې هاموي ټانګونو غږهاري څخه به يې سر ټکولو او کړل به يې چې ماشومانو مو دکوره څخه بهر لاړ شي تر هغو مو پسي انديښنه وي، تر څو بيرته کورته راځي،

خو څه وخت تر مخه له نوموړي سره مخ شوم متاسفانه اړوند شخص دمالوماتو منبع غربي رسنۍ وي او اوس يې نوري بابولالي ږغولي، راته کړل يې اوسني رژيم د کار روزګار ضمينه نه ده مساعده کړي، ټول شموله حکومت يې نه ده رامنځته کړی،د شځو متوسطه ښونځي يې ندي پرانيستل شوي او ديته ورته نوري اوتي بوتي

نو ما ورته کړل چې تا خو ويل چې سوله د وي هيڅ نه غواړو!

نوموړۍ هک شو کړل يې دا ډول سوله خو موږ نه غواړو چې پکښي اوږي اوتږي يو،

ماورته دهېواد دسترو پروژو اوږد فهرست مخته کړو چې اسلامي امارت پيل کړي او زرګونو هېواد والو ته دکار ضمينه برابره شوي،

بيامې قراني ارشاد ورته وړاندې کړ چې الله جل جلا له فرمايې:لين شکرتم لأزدنکم ولين کفرتم ان عذابی لشديد

لهذا موږ بايد داوسني سوکاله،خپلواکه هېواد شکر اوباسو او په ټوله کې لاسته راغلې پرست څخه عظيمه استفاده وکړو او امنيت چې له څه کم پنځو لسيزو وروسته هېواد ته راګرزيدلی سر تاسري سولي او امن شکر ادا کړو او دخپلو امنيتي او ملکي نهادو په ځواکمنتيا کې خپل رسالت ادا کړو او پرينږدو چې بيا کوم دښمن دغه مهيا شوی پرست داغد داره کړي،
په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx