افغانستانخبرونه

په نورستان کې ګڼ شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې

نن ټکۍ آسیا ( یکشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۱ ): د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د کشفي راپورونو پر اساس ګڼ شمېر وسلې پیدا او ترلاسه شوې.

د نورستان ولایت د استخباراتي مسؤلینو په وینا؛ د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې ګڼ شمېر وسلې چې په ناقانونه توګه ساتل کېدې، د دوی د منسوبینو لخوا کشف او ترلاسه شوې دي. یادو مسؤلینو زیاته کړې ده؛ چې په دغو کشفي عملیاتو کې مختلفې اسلحې، لکه کلاشنکوفونه، راکټونه او پیکاوې لاس ته ورغلي دي او په وینا یې، د ناقانونه وسلو په راټولولو سره به په دغه ولایت کې امنیت نور هم ټینګ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx