لیکوال، سیاسي شنونکی او د اسلامي نړۍ د چارو کارپوه استاد محمد زمان مزمل

د ملي وحدت حکومت په اړه له استاد مزمل سره ځانګړې مرکه

نن ټکی اسیا: په تېرو ټاکنو کې که څه هم تاسې ځانونه بې طرفه ګڼل، خو ستاسې د جبهې مشر په کمپایني ناستو کې لیدل شوی دی، د دویم پړاو ټاکنو اړوند ستاسو دریځ څه دی؟

مزمل: زموږ په هېواد کې جهادي دوران کې فعالیت ښه و، خو پایلې يې سمې نه وي، ځکه چې مجاهدین په نظامي برخه کې ښه و، خو سیاسي برخه کې يې خونده نه وه، اوس هم سیاسي برخه ډېره مهمه ده، د قرآنکریم تدریجي نزول همدا مانا لري.

یو سیاسي عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې روان و، زه وایم مسلمان باید سیاست پرې نه ږدي، دا چې جهاد به کوو، خو کور به مو په پاکستان کې وي، دا مهمه نه ده. که یو څوک په امریکا کې وي، که کابل کې چې څه يې له وسه کېږي. باید ويې کړي.

نو کله داسې دریځونه داسې راشي، چې سړی خطرناک دریځ په کم خطرناک دفع کولای شي.

اصلاً دا ټاکنې بې فایدې دي، د امریکا په حضور کې ټاکنې هیڅ مانا نه لري. مګر زموږ ولس پرې دوکه شوی، هغوی خو په انتخابي عمل کې ننوتل. خو چې سړی پوهېږي چې یو بد راځی او یو بدتر، سړی باید یوه خبره وکړي. غیرمستقیمه مخه خومو چا نه ده نیولې. نو زموږ دریځ هماغه پخوانی دریځ دی. او دا چې څوک په جلسه کې راښکاره کېږي، نو دا اخلاقي نزاکتونه دي یاهم یوه کمزوري؛ مګر دریځ مو خپل دریځ دی.

او دویم پړاو ټاکنو دا وښوده، چې دا ټاکنې نه وي، دا ټاکنې د امریکا په سفارت ننوتي او کيرې په دوی لاسونه جګ کړل، د شب نامو او برنامو په دواړو ډلو. نو ولس وغولید او اوس به پوی شوی وي چې انتخابات مانا نه لري.

نن ټکی اسیا: وړاندې داسې ګنګوسې وي چې اشرف غني د جبهې له ځینو غړو سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي. له ایتلافي دولت وروسته د سولې خبرو ته څومره هیله من یاست؟

مزمل: د اشرف غني د خپلو وعدو مطابق، که دی چېرته په مستقل کردار کې راغلی وای، نو موږ باوري یو چې پنځوس په سلو کې به خپلې وعدې پوره کړي، که سل په سلو کې نه وای؛ مګر په ایتلافي حکومت کې به دی هم د کرزي تجربې تکراروي. خو کرزي د خولې کوډې لرلې، د ده په اړه فکر نه کوم چې پکې کامیاب به شي.

ده به ویل چې زه به طالبان او حزب اسلامي په یوه سیاسي لوبه کې داسې راګډوم چې امریکایان هم پرې وباسي.

خو د امریکا سفارت ته په تګ، او دې تفاهم زه ورته ناهیلی کړی یم. دی د اکثریت لوبغاړی و، خو د اقلیت وال پرې چرب و او پرې مبتکر و.

نن ټکی اسیا: مانا که چېرته دوی دغه جوړجاړی نه وای کړی، تاسې ورته هیله مند واست او یو ډول ملاتړ مو يې کاوه؟

مزمل: موږ د دوی ملاتړ نه کاوه، خو ګوره چې مار او موش خورما په جنګ سره اچوي باید یو څه ووایي. موږ ویل دا نوی سړی دی، کېدای شي له طالبانو سره یو نوی تفاهم وکړي. هغه بل خو مو دوولس کاله ولید.

نن ټکی اسیا: تاسې تل پر دې ټینګار کوئ، چې لومړی باید یو مؤقتي ګډ حکومت رامنځ ته شي چې ټولې خواوې پکې وي.په داسې حال کې چې طالبان دلته د شرعي حدودو تطبیق غواړي خو دا اړخ يې نه غواړي په دې لوی اختلاف سربېره به سره یوځای شي؟

مزمل: ګوره دا زموږ ملک دی، دوی خو ډلې دي. طالبان داسې ډلې دي چې ځينې برخې يې ډېرې د تاييد وړ دي، موږ يې دغه دریځ چې د بهرنیانو وتل غواړي موږيې تاييدوو. او دا چې دلته يې اسلامي نظام راشي، نو زه وایم چې په داسې کچه ګاونډیانو کې اسلامي نظام نه راځي، ځکه په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي.

موږ له روس سره په جهاد کې تمه لرله چې سمدستې به اسلامي نظام حاکم شي، خو موږ ناکام شو، ځکه پاخه نه و، او طالبان باید پوی شي چې موږ ولې ناکام شو. دوی ته مشوره ورکوم چې دوی شراکت ته ورو – ورو مایل شي، زه نه وایم چې خپل کار دې پرېږدي هغه دې هم کوي.

دلته اساسي مشکل طالب نه، بلکې امریکا او ترهغه وړاندې جهادي ډلې وي. طالبانو خو د سولې راوستو لپاره راغلل، خو پکې سرګردان شو، مګر که دوی له مجاهدینو سره یو سیاسي عمل یعني تفاهم کړی وای. اوس به دا حال نه و. دلته که طالب دېرش سلنه مشکل دی، خو امریکا او په امریکا پسې نښتي اساسي مشکلونه پیدا کوي.

نن ټکی اسیا: اوس څه کول پکار دي، چې له دې ناندریزو حالاتو ووځو او په اوسنیو شرایطو کې د جبهې مسوولیت څه بولئ؟

مزمل: زه وایم چې جبهه، د اصلاحاتو او همپالنې یا تحول او تداوم ترشعار لاندې نه؛ بلکې تر یو ولسي شعار لاندې خلک پر ځان راټول کړي او دوی وپوهوي چې ټاکنې مانا نه لري، تر څو چې له طالب سره مشکل حل نه شي، له دې هېواده امریکایان ونه وځي، که څوک د ټاکنو سوچ کوي زه وایم هغه به احمق وي.

نن ټکی اسیا: کور ودان استاده.

مزمل: مننه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهید شهید
میلمه
شهید شهید

زه مزمل استا ذ ته درناوی لرم ، عالم ، روشنفکر او مجاهد شخصیت دی ، ورسره ښه سیاسی څیړونکی ، متبحر او په خبرو کی ډیره حوصله لری اګر چه زما سره یی چه ډیر ناز راباندی لری حوصله دومره نه لری . مګر زه یی د نن تکی اسیا د اولی پوشتنی خواب سره توافق نه لرم ، خدای دی وکړی چه راباندی غوصه نه شی هلته دوه پوشتنی وی چه : اول : په اول پړاو ټاکنو کی ستاسی او که ستاسی د جبهی د بیطرفی پوښتنه یی وکړه ستاسی ځواب ورته روښانه نه وو د بدتر… نور لوستل »