ټکنالوژي

د واټساپ نوې ځانګړنه، د پیغام موندلو په چاره کې اسانتیا رامنځته کوي

د واټساپ نوې وړتیا چې د پیغام موندلو چاره اسانه کوي، دا چې څنګه؟ لاندې به یې ولولو. واټساپ  په نړۍ کې  یو ډېر کارېدونکی او د خلکو د خوښې وړ میسنجر دی، سمبالونکې یې تل په دې هڅه کې دي چې وخت په وخت د نويو وړتیاوو په ور زیاتولو سره د خپلو مشتریانو رضایت تر لاسه کړي، نو همدې ته په کتو واټساپ به ژر په داسې وړتیا سمبال شي، چې د نظر وړ پیغام به په اسانۍ پکې موندل کیږي. د واټساب د قابلیت له مخې، د دغه مسنجر پیغامونه به د نېټې په اساس ډلبندي کیږي، کله چې دا قابلیت واټساپ ته ور زیات شي نو کارونکې به یو افشن په واک کې ولري، چې د هغه غوراوي په کېکاږلو  سره به کولای شي د مشخصې نېټې پیغامونه وویني.

همدا شان د واټساپ اداره په پام کې لري چې د واټساپ د وړتیاوو په اړه د خلکو نظرونه واخلي، نو د همدې موخې لپاره میټا یو بل افشن هم واټساپ ته ور زیاتوي، تر څو له هغې لارې د خلکو نظر ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx