ورزش

قطر نړیوال جام لپاره د کرونا ټیسټ شرط لغوه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۱ل): د فوټبال نړیوال جام کوربه هېواد قطر د نندارچیانو لپاره د کرونا ټیسټ غوښتنه لغوه کړه.

د قطر روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې نندارچیان پرته د کرونا منفي معاینات درلودلو کولی شي یاد جام ته د لیدلو لپاره لاړ شي.

له یادې اعلامیې وړاندې قطر نندارچیانو لپاره د کرونا ټیسټ اړین بللی و، خو اوس وایي یوازې د ماسک درلودل شرط دي.

د فوټبال نړیوال جام چې د نومبر میاشتې په شلمه نېټه پېل او دیسمبر تر ۱۸مې دوام وکړي، د قطر په ګډون ۳۲ لوبډلې ګډون وکړي.

قطر تمه لري چې دغه هېواد ته به ۱.۲ ملیونه نندارچیان د یاد جام لیدلو لپاره ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx