نظــر

د عصر حذيفه خپل شتون اعلانوي

عبدالرقيب رقيب

د الله سنت دی چې په دنيا کې په مؤمنانو وخت په وخت امتحان راولي ترڅو د دوی له منځه بريالي مؤمنان مشخص شي؛ لکه چې فرمايې:

{ وَلَنَبۡلُوَنَّكُمۡ حَتَّىٰ نَعۡلَمَ ٱلۡمُجَـٰهِدِینَ مِنكُمۡ وَٱلصَّـٰبِرِینَ وَنَبۡلُوَا۟ أَخۡبَارَكُمۡ }[سُورَةُ مُحَمَّدٍ: ٣١] ژباړه: او مونږ به تاسو خامخا ازمايو تر دې چې مونږ په تاسو كې جهاد كوونكي وپېژنو (ظاهر كړو) او صبر كوونكي او (ستاسي طاعت او سرکشي په جهاد او نورو احکامو) کې وازمایو.

په خپل حبيب پيغمبر او د هغه په ملګرو يې هم همدغه قاعده عملي کړه، يوه بېلګه يې په هغوی باندي د عصر ناټو (احزاب) راټولول و؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلو ملګرو سره په مدينه کې اوسيده چې د خپلوانو او پرديو يهودو لښکرې ورته يوځای شوې، ځواکونه يې چمتو کړل او د مؤمنانو په هيواد يې يرغل راوړ…
له أبو سعيد نه روايت دی چې د خندق په وخت مو رسول الله ته وړانديز وکړ چې د مؤمنانو زړونه ستوني ته راغلي دي، ته راته څه ويل نه غواړې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم راته يوه دعا وښوده چې په دغه دعا سره به د الله تعالی لښکري او ډاډګيرنه راځي…

لکه په ګران افغانستان چې د خپلو او پرديو وحشي لښکري راټولي شولي، مؤمنان يې له هر لوري محاصره کړل تردې چې د کاذبو بشردوستانو د ترهې او وحشت له ويرې د مؤمنو افغانانو زړونه ستوني ته راوختل؛ هماغه و چې أمير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد ـ رحمه الله ـ د ملت امامانو ته امر وکړ چې پوره يوه مياشت په لمانځه کې قنوت نازله ووايې، چې الله تعالی مو مرسته وکړي…

الله تعالی چې په چا امتحان راولي بيا برياليو ته نجات هم ورکوي، کله چې د رسول الله ملګرو، دښمن ته تر رکوع کولو الله ته سجده خوښه کړه، نو الله تعالی ورته داسي لښکري راوستلي چې د دوی په خيال کې نه وې؛ لکه چې فرمايې:

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ  وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿٩﴾ الأحزَاب-٣٣

ژباړه: اې مومنانو! د الله هغه پېرزوينه درپه زړه کړئ چي (همدا اوس اوس ) هغه پر تاسي کړې ده. كله چي لښكرو پر تاسي يرغل وکړ، نو موږ پر هغو يو سخت طوفان ولېږی او داسي پوځونه مو ولېږل چي ستاسي په نظر نه راتلل. الله، هغه هر څه لېدل چي تاسي په دې وخت کښي كول.

افغان مؤمنانو هم د عصر د دجال تر جنت د هغه جهنم ته لومړيتوب ورکړ؛ د ډيموکراسۍ فحاشي، د جمهوريت فسادونه، رشتونه، ډالرونه او موټرې يې پرېښودلې؛ په پوره جرئت يې د دجال د مخالفت غږ اوچت کړ؛
هماغه و چې الله تعالی ورته د باد په څېر عاجزه، له نظره وتلی، بې جسمه او بې حشمه مخلوق د نجات فرشتې وګرزولې، طالبان راغلل، د دښمن لپاره د صبا باد شول؛ دښمن يې داسي نيت پرک، هک پک کړل چې سراعلا قومندانانو يې د کشرانو په ناخبرۍ د خپلو اوښو ګونډبندونه پرانيستل او وتښيدل…

په طالب شازمليو کې د وخت زرګونه حذيفه بن يمان موجود وو؛
حذيفه بن يمان روايت کوي چې د خندق په شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم لمونځ وکړ، بيا يې موږ ته راوکتل ويلې څوک به معلومات راوړي چې دښمن څه تصميم لري؟ رسول الله ورته د الله له لوري د جنت وعده هم ورکړه؛ خو هيڅوک ولاړ نشو، دوهم ځل بيا يې همدغه خبره تکرار کړه خو هيڅوک ولاړ نشو، دريم ځل بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم همدغه غوښتنه وکړه او زياته يې چې له الله څخه سوال کوم چې دغه نفر په جنت کې له ماسره يو ځای وي؛ خو د زياتي يخنۍ، زياتې ويرې او سختې لوږې له زوره هيڅوک چمتو نشول؛ حذيفه وايې چې بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم زه ورو بللم د تللو يې راته وويل نو لاچاره وم د دښمن منځ ته د مؤمنانو ته نجات لپاره لاړم…

کټ مټ همدغه سلسله و، په ګران افغانستان مو د خپلو او پرديو ظالمي لښکرې راغلې وې، د رسول الله وارثینو به نارې وکړې چې د دښمن پلانونه به څوک شنډ کړي؟ هرڅوک چې دغه بهادري وکړي الله به ورته جنتونه ورکړي… خو هيڅوک چمتو نه شول، ملامت ځکه نه و چې انساني فطرت همدغسي ضعيف خلق شوی؛ هماغه و چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم وارثینو خپل رازدار د وخت حذيفه (طالب جان) دعوت کړ، وظيفه يې ورکړه چې د دښمن صفوف څيري کړي؛ خو په دومره تفاوت چې رسول الله خپل حذيفه ته ويلي و چې د دښمن په منځ کې فقط نفوذ وکړه، معلومات ترلاسه کړه نور نو راځه، مګر د وخت حذيفه ته به کله کله بارودي صدرۍ او موټربم په لاس ورکړای شو د دښمن صفوفو ته ننوزه، تار نار يې کړه، د دوی د کاذب جهنم په ځای رښتوني جهنم ور ووينه، چې الله دي رښتينې جنت ته بريالی کړي….

د رسول الله صلی الله عليه حذيفه روايت غزوي او وايې چې د دښمن صفوفو ته ورغلم، د هغوی مشر د مهم پلان د ابلاغ په وخت کې اعلان وکړ چې هريو خپل د څنګ ملګری وپوښتئ هسي نه د دښمن (مؤمنانو) نفوذيان را داخل شوي وي؛ حذيفه وايې حيران شوم چې اوس به څنګه شي؟ خو دا چې د الله وعده ده «وَٱلَّذِینَ جَـٰهَدُوا۟ فِینَا لَنَهۡدِیَنَّهُمۡ سُبُلَنَاۚ» حذيفه ته ناڅاپه يوفکر پيدا شو، فورا يې د څنګ نفر ترلاس ونيو، په تونده لهجه يې ورته وويل: څوک يې؟ سړي ځان وروښود او حذيفه له پوښتنو ګرویږنو نجات وموند او بيا يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د دښمن مکمل احوال راوړل…

همدغسي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وارثینو حذيفه هم قرباني ورکړه، يخ، ګرمي، ويرې او ترهې يې وزغملې او په مختلفو زړورو تکتيکونو سره يې د وخت يرغلګري لښکري ماتي ماتي کړلې، مؤمن ملت ته يې نجات ورکړ…

طالب چې پرون يې په خپل هيواد کې د پرديو له خوا يواځي دوه انتخابه لرل: مرګ يا زندان؛ خو نن هماغه طالب دی د ولس د ساتنې لپاره له ارګه تر ريګستانه، له پراته تر بدخشانه، په دښتو او ښارونو کې د رحمت باد ګرزيدلی، د امن غوټۍ سپړې او د آبادۍ د ګلابونو زيري ورکوي؛ نن د وخت حذيفه خپل ځانګړی یونیفورم اعلانوي، له هيچا ويره نه احساسوي، له هيچا نه پوټيږي او هرچاته په ډاګه وايې چې د رسول الله رازدار او استازی دی…

هر هيواد استخباراتي قوه لري خو د افغانستان اسلامي امارت استخباراتي قوه د پورتنيو ځانګړنو سربيره نورې ځانګړنې هم لري، د نمونې په توګه يې يوڅو ځانګړنې يادوو:

د #GDI مهمه او اساسي ځانګړنه دا ده چې د الله تعالی استخباراتو (د اوږو ملائکانو) ته تسليم دي؛ د دوی په قانون کې کراما کاتبين نادیده ندي ګڼل شوي؛ دوی ته ويل شوي چې د هيچا او هيڅ مصلحت لپاره د الله له مقرراتو تيری مه کوئ.
‌‌
د #GDI دوهمه ځانګړنه دا ده چې لکه نورې استخباراتي شبکې د مصلحت لپاره خپل ملګري نه وژني؛ خپلو وژل د الله تعالی نه د بغاوت ترڅنګ د ضعف ښکارندوی ده، د GDI روحيه هيڅکله دغومره ذلت نه مني.

د #GDI دريمه ځانګړنه دا ده چې د استخباراتي اهدافو په خاطر په خپل ملت باندي چاودنې نه کوي، د نړۍ استخباراتو تل همدغه تکتيک کارولی چې په نورو د دوسيې جوړولو لپاره خپله خپل ملت وژني.

د #GDI څلورمه ځانګړنه دا ده چې وعدې ته ژمن دي، د نورو په څېر په قانون کې وعده خلافي نه لري؛ وعده خلافي د منافق يعني ضعيف انسان عادت ده؛ خو #GDI چې قوي روحيه لري همداسي قوي مقررات هم لري، ضعيف خصلت نه خوښوي.

د #GDI پينځمه ځانګړنه دا ده چې د پرديو مرتزقه او رزول شوي پکې نشته، ګډوډ ندي يواځي د يو ملت، يو دين، يوې عقيدې، يو هدف، يوې انګيزې څښتنان دي، بلکي رښتينې مؤمنان او د يو بدن غړي دي، د يو درد د ټولو درد ده، بلکي ځانونه د ملت د يو پسه په درد مسؤل ګڼي، همدغه يې ايماني انګيزه او د اسلافو توصيه ده.

د #GDI شپږمه ځانګړنه دا ده چې د ضعيف لاسنيوی کوي، خو د ظالم لاس غوڅوي، له دښمن سره دښمني کوي خو چې دښمن يې له برمه پريوزي بيا ورسره انساني ريشته پالي، شفقت کوي او د الله د مخلوق په سترګه ورته ګوري، له وهلو ځورولو يې لاس اخلي، زخم يې پټۍ کوي.

عبدالرقيب رقيب

‍ ‌‍‍‍

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو حلېمه

1- پهٔ نبوي احادیثو باندې د جهاني صیب دنیوکو لنډ ځوابونه 2- ټول احاديث بايد ومنل شي؟ ____________________ پورته دوه عنوانه ما پر نن ټکي اسياکي ولوستل، ليکونکو ته يي احترام ، او اخلاص يی ستايم. ولې سوال دا راته پيداکيږې، سی جهانی يو معروف سيکولريست ده، هغه هرڅه خپلو همفکروته ليکلاي سي، هغه دين له الف نه تر ياء پوري له سوال لاندي را ولي، هغه ته قطعي الثبوت او ظني الثبوت، دواړه بي ارزښته دي، نو ځما محترم مشران ولي دهغه په ليکلو تبصری او دهغه ليکلوته د زيات نشر کمپاين کوي؟ داسی ليكني، لکه دجهاني دا ليکنه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx