نړۍورزش

پاکستان لوبډله نړیوال جام څخه د وتلو په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۱ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام پېل د هند په لاس له ماتې وکړ چې ورپسې په حیرانونکې توګه د زمبابوې پر وړاندې هم له ماتې سره مخ شوه.

په پورتنیو دوه ماتو سره د پاکستان لوبډلې برخلیک له خپل لاسه ووت او په نورو لوبډلو پسې مشروط شو چې مخکې تګ یې ستونزمن بریښي.

پاکستان په خپله دریمه لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه، او تمه یې درلوده د هند او سویلي افریقا لوبه کې هند بریالی شي، خو داسې ونشول او مخکې تګ یې نور هم سخت شو.

د هند او سویلي افریقا ترمنځ لوبه کې سویلي افریقا د پنځه ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او په پنځه نمرو درلودلو سره د بي ګروپ د جدول په سر کې ځای لري.

یاده لوبډله خپلې وروستۍ دوه لوبې د پاکستان او هالنډ پر وړاندې ترسره کوي چې په یوې بریا سره کولی شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

هند په دوه بریاو او یوې ماتې سره څلور نمرې لري چې جدول کې په دوهم مقام ځای لري، دوی خپلې وروستۍ لوبې د بنګلدیش او زمبابوې پر وړاندې ترسره کوي.

هند په دوه بریاو سره کولی شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي، خو د یوې لوبې به ګټلو هم چانس لرلی شي.

پاکستان لوبډله چې له یاد جام څخه د وتلو په درشل کې ده خو بیا هم نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره په ټيټه کچه فرصت لري.

پاکستان هغه مهال په نړیوال جام کې خپل مورال له لاسه ورکړ چې د زمبابوې په څیر کمزورې لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف بشپړ نه شو کړی.

په یاده لوبډله کې د نړۍ چټک توپ اچونکو ترڅنګ غوره توپ وهونکي هم دي، خو د بابر اعظم او محمد رضوان په ګډون د توپ وهونکو ناکامي ددوی د ماتې اصلي لامل ګڼل کیږي.

د پاکستان لپاره نیمه پایلوبې ته د لار موندلو لپاره یوازینۍ اسانه لاره د هند او سویلي افریقا پاتې دوه لوبې بایلل دي، خو کرکټ پوهان وایي چې پاکستان له وخت وړاندې له یاد جام څخه بهر شوی دی.

د پاکستان لوبدلمشر بابر اعظم هم زمبابوې څخه له ماتې وروسته د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي وو چې دوی نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته په استرالیا کې د ترسره کېدونکي نړیوال جام یو شمېر لوبې د اورښت له کبله بې پایلې پای ته ورسېدې، چې تر ټولو زیاته یې افغان لوبډله اغیزمنه شوه او د نیوزیلند او ایرلینډ پر وړاندې لوبې بې پایلې اعلان شوې.

افغان لوبډله سبا د سریلانکا پر وړاندې په بریسبین کې خپله څلورمه لوبه ترسره کوي، خو د یادې لوبې پرمهال هم د اورښت اټکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx