
د نړۍ مسلمانانو ته د افغان مومن ولس پیغام
مولوي محبوب شاه ساجد
د شرق څخه تر غربه د شمال څخه تر جنوبه د نړۍ ټولو مسلمانانو! دا چي الله تعالي د توحید دکلیمي په اساس سره تړلي یو د “انما المومنون اخوة ” په حکم یي سره وروڼه کړي یو طبعا مو سر نوشت سره تړلي او مشترک دي خبره واورئ!
په یوه پېړۍ کي د نړۍ سترو طواغیتو سر را پورته کړ ، داسي خطرناکه بلاوی وي چي ټوله نړۍ کافر او مسلمان یي سخت ډار کړي وه ، ټوله یي مادي قوت ته حیران وه ، هر چا نه ماتیدونکي ځواګونه ګڼل ، شرارت او زیان یي ټولو مسلمانانو ته متوجه وو ، هر چا یي د شره پناه غوښتل ، دواړو شیطاني ځواکونو(روس او امریکا) تقریبا د خدایي دعوه کړي وه او غوښتل یي چي خپل شیطاني او طاغوتي سلطه پر ټولو ومني.
مګر ستا سو سپیرو ، سر لوڅو ، پښې لوڅو ، فقیرو افغانانو وروڼو په تشو لاسونو او په خورا لږو امکاناتو د الله تعالي په نصرت او په زرګونو قربانیو سره ، دا دواړه ښاماران په نوبت سره پر ګونډو کړل ، پزي یي پر خاوره ور وموږلي ، د نړۍ د تسخیر خیالونه یي د دوی د سرونه څخه وتښتول ، د وي د سر کښۍ ښکرونه یي ور مات کړل او داسي پر مځکه را پر ځول چي خرب یي نړوالو ولید او د پر ځیدو دوړه یي د ټول نړۍ آسمان ته پورته سول ، د نړیوالو د زړونو څخه یي د دوی هیبت او ډار پورته کړ او ټولو ته یي ثابته کړل چي ، د اتحاد جماهیر شوروي او امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره جګړه کیدای سي او پر ځول یي ممکن دي.
دواړه ځله دا آسان کار نه وو ، اول ځل څه د پاسه نهه کاله د سور پوځ سره چي د وخت په ماډرنه ټیکنالوژي او اسلحه سمبال وو داسي خطرناکه او تر وس پورته جګړه وسوه چي د افغانستان هر غر ، هره دښته ، هر کور ، هره کلي ، یي د رزګونو ش هیدانو په وینو رنګ کړ ، فصل او نسل ور سره تباه سو ، خو دښمن ته هم تاریخي او د شرمه ډکه ماتي ور وا وښتل او ټول نړۍ یي د شر څخه بیغمه سول.
لږ موده وروسته د دوهم ځل د نړۍ یو بل ستر طاغوت ، لوی شیطاني لښکر ، ستره هیولا دامریکا په مشري د ناټو په ملتیا چي تر اول ځل یي اسلحه ، لښکر ، میډیاء ، پیسې ، ټیکنالوژي په مراتبو زیات او ویرونکي وو او ټوله نړۍ خصوصا مسلمانان یي ګواښل او ځانونه یي د نړۍ ستر بد ماشان او نه ماتیدونکي ځواک ګاڼه ، و غوښتل یي چي په خورا یکه تازی سره ټوله نړۍ د ځان بندګان کړي ، یو وار بیا همدغه فقر ځپلو ، بی وسو ، تش لاسو ، لوڅ سرو ، پیښې لوڅو افغانانو غیږ ور کړل ، دا ځل دا ستره او خطرناکه معرکه پوره شل کاله و غځیدل ، ځکه ددی ښامار حجم ډیر ستر وو او ښکرونه یي خورا کلک وه ، او دا ځل افغانان خورا یوازي ول ، ټولو یوازي پري ایښي وه د نړیوال خطرناک ښامار(امریکا + ناټو) له ډار او هیبته په ټول نړۍ کي هیچا د افغان شازلمیو د مبارزي تش اخلاقي ملاتړ هم نه کاوه ، ملاتړ خو پریږده ، ټولو به ویل چي افغان شا زلمي لیونتوب کوي ، ښه نه کوي ، باید د ستر طاغوت راج ومني ، ځکه دا ځل افغان شا زلمیو د خلکو په اند یو نا ممکن کار ته ملا تړلي وه.
خو د الله تعالي په نصرت او د زرګونو قربانیو په نتیجه کي دا ځل هم مادیت د معنویت په وړاندي ، باطل دحق په وړاندي پر ګونډو سو ، او نا ممکن کار د خدای په نصرت او کلک عزم سره ممکن سو ، یو داسي دعصر معجزه چي د سیاست ، زور ، قوت ، جګړي ، اقتصاد او ټیکنالوژي ماهرین یي هک پک حیران کړل ، ټول تحلیلونه یي غلط ثابت کړل او پوره شل کاله یي په قوي عزم سره د خورا درنو ډالرو ، ماډرن ترینه اسلحو ، اغواء کوونکو پرو پیګندو ، ملا ماتوونکو رواني جګړو مقابله وکړل ….
مسلمانانو!
دا هر څه تاسو په نیمه پیړۍ کي ولیدل ، هغه ستر ګواښونه چي تاسو ته هم متوجه وه ، افغانانو چي څومره وس او استعداد وو هغه یي وکړ ، نړۍ یي څو قطبي کړل ، نړیوال سیاست یي بدل کړ اوس پر موږ او تاسو ټولو لازمه ده چي یو دریم اسلامي بلاک او قوت جوړ کړو! افغانانو ستر کنګل مات کړ ، راسئ زموږ سره لاس یو کړئ!
تاسو پوهیږئ چي موږ دوه سترو جګړو خورا ډیر ځپلي یو ، ټوک ، ټوک زخمي زخمي یو ، خورا ډیر ستړي یو ، نیمي پیړۍ مو سخته مبارزه کړي ده ، کفار لکه زخمي ماران هڅه کوي د ماتي وروسته پر موږ ډوډۍ او اوبه قطعه کړي ، تاسو موږ ته لاس را کړئ!
دا سمه ده چي موږ ستاسو په فکر په معاصر سیاست نه پوهیږو ، ستاسو په اند موږ په معاصر وخت کي د دین سم فهم نلرو ، ستاسو په اند موږ په معاصرو علومو نه پوهیږو.
خو پوهیږئ چي موږ ولي دغه نیمګړتیاوي لرو!
یو هیواد چي صرف په نیمه پیړۍ کي د دوو سترو طواغیتو سره لاس او پنجه نرمه کړي او تر طاقت لوړي جګړې وکړي او د سترو شیطانی ځواکونو لخوا جګړه ورباندي تحمیل سي ، تاسو و خدای ددهغو به کوم ځای روغ وي!!!
تاسو شکر دي الازهر هم لرئ ، دیوبند هم لرئ قُم هم لرئ په سعودی ، کویټ ، عربی اماراتو ، اردن ، اندونیزیا ، مالیزیا ، کراچي ، لاهور ، استانبول ، قونیه او نورو کي ښه غاټ غاټ مجهز ، علمي تحقیاتي مراکز هم لري ، د ددې پر ځای چي زموږ لاسنیوی وکړئ ، زموږ سره خواخوږي وکړئ ، زموږ ظروف او حالات درک کړئ ، یوازي او یوازي ملامتیا را ته متوجه کوئ او فقط دا وایاست چي تاسو نه پوهیږي ، او که مشوره را کوئ ، مشوره مو هم داسي مشوره ده کوم چي سیاسي ، اقتصادي او .. لحاظ ستاسو د حکومتونو وي.
تاسو ددوې پر ځای چي زموږ لاس نیوی وکړئ ، موږ سم د لاسه همدا وایاست چي نړیوال نظم ومنئ ، د غرب سره بی قیده و شرطه تعامل وکړئ ، د ملګرو ملتونو هر وچ او لانده ومنئ او …
تاسو د مسلمانانو په حیث ولي مستقلانه زموږ لاس نیوی نه کوئ آیا تاسو اوس هم شکمن یاست چي د امریکی سره ډغره امکان نلري!
آیا تاسو دا خبره هیره کړي ده چي په متحدانه واحد اسلامي دریځ سره موږ مسلمانان خپل حق د غرب څخه اخیستلای سو او اسلامي اتحاد مو قوت دي!
موږ دا بلکل منو چي ستاسو تحقیقاتي مراکز ښه مجهز دي ، تاسو تر موږ په هره برخه کي ښه علمیت او تخصص لرئ!
مکر حکومتونو مو نوري بابولالی وایي ، اردغان لالا یي د پان ترکیزم په شکنه پوري کوي ، محمد د سلمان زوي سعودي ورځ تر بلي لیبرالیزم ته ټیله کوي ، سیسې مو دوهم فرعون د ځان څخه جوړ کړي دي ، متحده عربی امارات مو دداقتصادي ګټو دپاره اسرائل په رسمیت پېژني ، کراچي والا مو سب سی پهلی پاکستان ډنډوره ږغوي ، قُم والا مو ساساني امپراطوري را ژوندي کوي ، په هند کي مو دیوبند دا نیمه پیړۍ کیږي چي یوازي په فقهی فروعاتو کي تحقیقات کوي او د سیاسته یي لاس پریولئ دي ، حال دا چي مخکني اکابر یي داسی نه وه!
موږ ته ستاسو د علمي مراکزو مشوره همدا ده! چي دداسرائلو سره ګوزاره وکړو!
آیا زموږ سره ستاسو کمک او لاس نیوی په همدغو شرطونو مشروط دي!
موږ ستاسو مشوري پر دواړو سترګو منو ، خو د لاس نیوي پرته به ستاسو عالمانه مشورې موږ ته ګټه وکړې! موږ ته پر تش دسترخوان د ډوډۍ خوړلو آداب را ښودل به څومره عاقلانه وي!
زموږ دستر خوان شیطاني ځواکونو چور او لوټ کړ ، تاسو ددې پر ځای چي دداسلامي ورور ولۍ پخاطر زموږ سره خپل خواړه شریک کړئ ، بس یوازي پر تش دستر خوان د ډوډۍ د ماډرن خوراک ، ماډرن اسلامي آداب را ښیاست!!!
دا سمه ده چي زموږ لاسونه زخمي او هډوکی مو مات دی او شاید په زخمي لاسونو به ډوډۍ به آدبی طریقه خوړل راته مشکل وي ، خو تاسو باید دداسلامي اُمت په حیث زموږ سره څه وکړئ!
ګورئ وروڼو!
زموږ او ستاسو ټولو رازق او روزي رسان د کائناتو ستر خالق دي ، رب العالمین به زموږ زخمونه هم جوړ کړي ، ډوډۍ به هم را کړئ او د هوسایني وروسته به موږ ته هم په مجهزو علمي مراکزو کي د هر ډول علمي تحقیقاتو زمینه مساعده کړي ، ځکه موږ دا ۴۰ کاله چا کار ، علم ، تحقیق او پر مختګ ته نه وو پرې ایښي طبعي خبره ده چي وروسته پاته یو.
خو دا خبره په یاد ولرئ چي زموږ او ستاسو سر نوشت یو دي ، راسئ ددغي موقع څخه استفاده وکړو او سره متحد سو ، موږ د الله تعالي په نصرت کنګل مات کړي دي ، همدا موقع ده چي بیت القدس په ګډه آزاد کړو!
مولوي محبوب شاه ساجد
ډیموکراسی تل د کفر او الحاد یا سکولر معنی نلری ، دا د خلکو سره د مشوری پر بنسټ یو نظام هم دی ، نو طبعا که خلک مسلمان وی او ازادی وی ، نوکوم نظام چه د مشورو په نتیجه کی راولی هغه به طبعآ اسلامی وی او حتمآو شرعی وی . ولی اسلامی نظام هم بیا د یو ډلی ، یوشخص او یا ګروپ له خوا حکومت کولو ته نه وایی ، نو بیا به د شمالی کوریا نظام بلکل اسلامی تلقی کیدلو ، اسلامی نظام صرف د ملایانو او قاریانو د حکومت ډول ته هم نه وای… نور لوستل »
دا جاهلان او د کوکریانو په شان د اسلام دین پر ضد تربیه شوی شغالان په واقعیت کښی اسلام مقدس دین نړۍ کښی بدنام کړ ، ای ځناورو اسلام انسانانو ته په خپلو مینځو کښی ددی رهنمائی کوی چی د خدای پاک اوامرو سره سم ګډ ژوند سره وکړی او د یو او بل حقوقو ته احترام ولری اوهر یو د شخصی زندګی ازادی ولری او داسی نور نور د ګډ ژوند قوانین باید مراعات کړی دا د خدای پاک اوامرو سره سم د ژوند شرائيطو ته دیموکراسی ویل کیږی ، ای جاهلو تاسی په مرداړو ږیرو او قدیانی ساختګیو… نور لوستل »
الله جل جلاله دي زمونږ دغه اسلامي نظام په بشپړه توګه زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې بشپړ کړي. او څوک چې د اسلامي نظام په وړاندې خڼډ وي الله تعالى دې د شرمناکي ماتې سره مخامخ کړى. که مونږ په رښتیا غواړو چې اسلامي نظام ولرو او د اسلامى احکامو لاندې خپل ژوند ته ترجیح ورکړو نو بى له شکه الله تبارک و تعالى به زمونږه نصرت او ملاتړ وکړي. مګر افسوس چې نن د اسلامي نړۍ ټول زعما او زعامت د غرب او شرق په غيږ کې ناست او لاسپوڅي دي.
الله متعال دی اجرونه در کری. خو تاسو هم حد اقل کار وکری مثلا: د انجینو مکاتب خوشی کری، اهل کار وګماری، اندیوالی او خپلوی مه کوی، د امیر امر ومنی، د پوهنتون د استادانو سره بد چلند مه کوی د هغوی معاشات مه کموی، معلمین احترام وکری. تاسو خو اوس اکثریت کارونه غیر اسلامی روان کریدی. خو بیشکه ستر کار مو کری اشغالګر او د دوی مزدوران مو په نره او شهامت وشرل. امنیت شته دی خلاصه داچی شه کارونه مو هم کری خو د یو حکومت د جورولو په انداز نه. بله داچی تاسو کی د پاکستان جاسوسان… نور لوستل »
ملا ساجد تاسو باید په دی پوه شی چی اوس دمداریگریی وخت تیر ده او هر مسلمان په تور او سپین پوهیږی دا سمه ده چی دی ټولی نړی مسلمانان سره ورونه دی خو هیچ مسلمان تاسو غوندی ورور. نغواړی چی له رڼا نه تیاری ته مخ کړیې وروری په پوهه او علم کیږی نه په لوده توب که تاسو مسلمانان یاست نو ولی دی یو سوچه اسلامی هیواد وګړی مو تورو تیارو ته دی یو نیمه کفری هیواد په لمسون. ټیل وهلی دی دا ستاسو ته دی شرم ځایې ده چی دی اسلام او ورورولی دعوا کوی اول ځانونه… نور لوستل »
بیت القدس به هغه وخت آزاد شی چی ستا ملت د يوې مړی ډوډی پسی بغاری بس کړی. لاس د ګدایی دی هماغه کافرو ته اوږد نیولی، په هغه علم چی ترقی او پیشرفت ترلاسه کیږی، په هغه علم چی ستا ملت د لوږې څخه خلاصون مومی هغه علم ته تاسی مباح وایی خوبونه د بیت القدس د آزادولو لری. اول د افغان ملت بیعت تر لاسه کړی، ملت ټول تاسو څخه په تیښته کی دی اول مو کورونه له پاکستان څخه وباسی بیا داسی غټی غټی خبری وکړه.