نظــر

کابل چې ما پخپلو سترگو ولید«۱۰مه برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

د سپتمبر دریمه:
سھار چای مو وڅکلې، بیا مو پخپلو کې له ریس الوزرا سرہ د مجلس په اړ‎ہ خبرې وکړ‎ې.
د ماسپښین دوہ بجې، استاد ترہ کی، عبد الھادي دولتزی، حدید الله ذاکري او زہ ( پیرزادہ ) ارگ ته روان شو.
ذاکري صیب دولتي مامور او زموږ‎ د سولې او انسجام مشورتي بورډ تر ټولو فعال غړ‎ی دی، نو ځکه زموږ‎ سرہ په مجالسو کې د بورډ د غړ‎ي په توگه اشتراک کوي.
یاد بورډ په غرب کې تکړ‎ہ علمي کادرونه لري چې له ډیرو کلونو را ھیسې یې د سولې ټیکاو او اشغال په مخالفت کې د خپلې وسې، امکاناتو او استعداد مطابق د ااا څخه ملاتړ‎ کړ‎ی، مشورې یې ورکړ‎ي، لیکنې یې ورته کړ‎ي،
راډیو وي او تلویزوني مرکې یې کړ‎ي، په کنفرانسونو او جلسو کې یې برخې اخیستي، د فرھنگي مبارزې او رسنیزې جگړ‎ې سنگر یې تود ساتلی…..
ذاکري به تل زموږ‎ د ټولو فعالیتونو اھتمام، انتظام او انسجام په احسنه طریقه کاوہ! ھر ملگري ته به یې ځان رساوہ، خو له کله نه چې ھغه په رسمي دندہ بوخت شوی، زموږ‎ ټولو پر یوہ پلیټ فارم د را غونډولو ستونزمن کار ھم پیکه شوی!
ارگ ته پر رسیدو مو موټر پارک کړ‎، ذاکري کیڼې خواته یوہ عمارت ته پر اشارہ راته وویل: دا مسجد پیژنې؟
ما ځواب ورکړ‎: نه.
راته کړ‎ل یې: دا ھغه مسجد دی چې صالح پکې ټوپ وھلی و!
زما د سترگو پر وړ‎اندې ھماغه حالت د یوہ فلم پڅیر تیر شو چې یو څو مرمۍ ھلته د ارگ پر شا او خوا کې و موښتې او دلته په مسجد کې د جمھوریت زمریانو ته ځمکې ځای نه ورکاوہ.
په شاته صفونو کې ځینو لوړ‎ پوړ‎یو چارواکو او جنرالانو لمونځ په نیمه کې پرې ایښی وو، د تیښتې تکل یې کاوہ خو نه پوھیدل پر کومه خوا یا چار یار کړ‎ي؟!
په مخکې صف کې د محب اودس ھم مات و
( که یې درلود! )، خو د صالح حالت ھغې بیزو ته ورته و چې پخوا به شادي بازانو زموږ‎ کلیو ته د گډولو لپارہ راوستلې.
بیزو ته به یې چې لښته وښودہ، ھغې به ټوپ کړ‎. موږ‎ تماشاچیان به د بیزو ملاقونو او ټوپونو ته خندل او دا به مو د ھغې کمال باله، خو ھغې بیچارہ به د شادیوان د لښتې له ویرې ټوپونه وھل.
په ھوا کې د ھرې غټې مرمۍ تیریدل او بیا یې د ارگ په شاوخوا کې د لگیدو آواز ښاغلي صالح ته داسې و لکه ھماغې بیزو ته د شادیوان لښته!!

موږ‎ د ریس الوزرا دفتر ته رسیدلي وو، ‎ د دفتر مسؤلینو یې د میلمنو په خونه کې کینولو او د انتظار یې راته وویل. لږ‎ہ شیبه پس یو ځوان راغی، د ملا صیب دفتر ته یې بدرگه کړ‎و!
ملا صیب موږ‎ ھر یوہ سرہ په غیږ‎ روغبړ‎ کاوہ او ستړ‎ې مه شي یې راته ویل.
زہ د استاد شاته وم، ھغه یې ډیر وخت په غیږ‎ کې نیولی وو. د روغبړ‎ پر مھال یې په خندا ورته وویل:
استادہ! زہ ستا لیکنې گورم، مرکې دې تعقیبوم خو ابله ورځنۍ مرکه کې دې پر موږ‎ نیوکې کړ‎ې وې. ښایي ځینې یې سمې وي خو ټولې نه!
ما سرہ یې په روغبړ‎ کې ھم زما د شعرونو او لیکنو ستاینه وکړ‎ہ!
زہ ھک حیران شوم! ملا صیب ډیر غلی او آرام ښکاري، په مطبوعاتو کې ھم ډیر نه را ښکارہ کیږ‎ي.
سړ‎ی فکر کوي ښایي د ډیرو خبرو شوقي نه وي او یا ښایي ډیر مالومات و نه لري، خو چې کله سړ‎ی ورسرہ مخ شي نو پوھیږ‎ي چې ھغه پر حالاتو مکمل کنترول لري. د خپلې ادارې له ټولو سترو او وړ‎و مسائلو ځان باخبرہ ساتي!

له خپلو خلکو سرہ د ریس الوزرا د مجلس ځای د یوہ عام افغان له میلمستون سرہ ډیر توپیر نه لري.
د ملاقات خونه پر عادي قالینو فرش او یو څو توشکې پکې پرتې وې. ھغه پر یوہ تخت نُما کټ کېناست.
په خونه کې دوہ د لرگي سادہ چوکۍ پرتې وې، استاد او زہ پر ھماغو چوکیو ریس صیب ته مخامخ کیناستو او زموږ‎ نور ملگري لاندې پر توشکونو!

د استاد د خبرو نچوړ‎:
د اسلامي اما رت پر راتگ، ټول مفسدین، ملي خاینین، او جنایتکاران بھرنیو ھیوادونو ته وتښتیدل. ھغوی د بھرنیو استخباراتو په مرسته اوسني حکومت ته ستونزې جوړ‎وي.
بھرنیان د طا لبا نو اا څخه په ویرہ کې دي.
د ھغوی تشویش دوہ ستر لاملونه لري:
۱- که د اسلامي اما رت پښې ټینگې او پیاوړ‎ې شي، ښایي د نورو اسلامي ھیوادونو سخت دریځو ډلو لپارہ امتثال وگرځي او ھغه ډلې د ااا څخه پر الھام اخیستنې د خپلو موجودہ حکومتونو پر وړ‎اندې په بغاوت لاس پورې کړ‎ي چې دا کار به په ھغو ھیوادونو کې د غرب گټې له گواښ سرہ مخ کړ‎ي.
۲- په اسلامي نړ‎ۍ کې د سیاسي سټیج پر سر د سخت دریځو راتگ، ټول شمولو ارزښتونو ته چې په نړ‎یوالو کنوانسینونو کې مسجَل شوي، ( بشري حقوق، د ښځو حقوق، د جینکو د تعلیم حق، دیموکراسي…..) گواښ پیښوي.

له دې امله، بھرنیان تشویش لري مبادا د ااا د ھغوی لپارہ په راتلونکې کې پر یوہ سرخوږ‎ي او یا ان جدي گواښ بدل شي.
اما رت باید د افغاني ټولنې او نړ‎یوالو واقعیتونو په پام کې نیولو سرہ د دولت د ټینگښت په فکر کې شي، یواځې د جگړ‎ې گټل ټوله بریا نه دہ!
د نړ‎ۍ سرہ د سوچه اسلام تر پلمې لاندې تقابل، ( د اسلامي ھیوادونو په شمول ) اما رت لا نور ډیر د انزوا پر لوري بیایي!
که اما رت د یوې بریالۍ ادارې په جوړ‎ولو کې پاته راشي، نو ضرر به یې تر ھر چا ډیر افغان ولس ته رسیږ‎ي.
اما رت باید ھڅه وکړ‎ي د تښتیدلیو مفسدینو اړ‎یکې له غرب سرہ وشلوي او ھغه داسې چې د بھرنیانو ھغه مشروع غوښتنې ومني چې د افغان ولس غوښتنې ھم دي، لکه د جینکیو د ښوونځیو پرانستل او نورې.
که اما رت داسې وکړ‎ي نو له یوې خوا به د غرب تشویش یو څه رفع شوی وي، رسمیت پیژندنې ته به زمینه برابرہ شوې وي او له بلې خوا به مو د مفسدینو اړ‎یکې ھم له بھر نړ‎ۍ سرہ پیکه کړ‎ې وي.

بله مھمه مسئله چې باید یادونه یې وکړ‎م، ھغه ولس له ځان سرہ په ملي مسائلو کې شریکول او د ھغوی اعتماد حاصلول دي،.
په دې برخه کې لومړ‎ی باید د اساسي قانون پر محور یو منل شوی نظام جوړ‎ شي، لویه جرگه دایرہ شي او د اساسي قانون د حکم پر بنسټ انتخابات تر سرہ شي.
د نوي اساسي قانون په انفاذ کې اوسنی چارسمبالی حکومت ځای نوي اصولي حکومت ته پریږ‎دي.
د نوي حکومت په اډانه کې طالبان امنیت، قضا او استخبارات له ځان سرہ ساتي او د دولت نور سکتورونه مسلکي کسانو ته ورکوي.

د عمومي عفوې پر فرمان ھم باید له سرہ کتنه وشي؛ د سترو جنایتکارانو، مفسدینو او وطن پلورونکیو له یوې مخې عفوہ کول ښایي نه د عدالت غوښتنه وي او نه ھم د ملت او ھیواد په خیر وي.
ھغوی چې وطن یې لوټلی، اشغالگرو سرہ یې دلته په راتگ کې مرسته کړ‎ې، ستر جنایتونه یې تر سرہ کړ‎ي، لاسونه یې د بې گناہ ھیوادوالو پر وینو ککړ‎ دي، څرنگ پر یوہ فرمان له یوې مخې معاف کیدای شي؟!
زہ دا نه وایم ټولو ته دې سزا ورکړ‎ل شي، بلکې وایم د ھمدې خاینینو سترې او مشھورې څیرې دې د محاکمې میز ته را کش کړ‎ل شي تر څو عدالت تامین شي، د ولس پر زخمونو پټۍ کیښودل شي، د نورو لپارہ د عبرت درس شي چې په ایندہ کې بیا بل څوک د خپلې خاورې خرڅولو او له بھرنیانو سرہ د وطن په لوټلو کې د جوال د خولې نیولو جرئت ونکړ‎ي!
غرب تر اوسه د دویمې نړ‎یوالې جگړ‎ې مجرمین نه دي بښلي، چرته یې چې پیدا کړ‎ي، د عدالت منگولو ته یې سپاري، سرہ له دې چې د ھغوی ډیری تر ۸۰ کلونو ډیر عمرونه لري!
خو اوسنی حکومت دا کار ھله کولای شي چې ځان پر نړ‎ۍ په رسمیت وپیژني، تر څو له دیپلوماتیکو لیارو مفسدین او د بشري جنایت مرتکبین له ھیوادہ بھر ھم تر عدلي تعقیب لاندې و نیولای شي!

په نورہ نړ‎ۍ کې د ھیوادونو او گوندونو بیرغونه سرہ توپیر لري. کوم گوند چې د قدرت واگي په لاس کې واخلي، د ھیواد ملي بیرغ تر پوښښ لاندې خپلې چارې سرته رسوي. گوندي بیرغ په خصوصي غونډو کې استعمالوي،
خو تاسې داسې ونکړ‎ل، بلکې د ملي بیرغ ځای مو ، چې ډیر مینه وال یې لرل، د امارت بیرغ ته ورکړ‎!
طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سرہ ژمنه کړ‎ې وہ چې اسلامي اما رت نه بلکې اسلامي حکومت به جوړ‎وي، د دوحې په موافقه لیک کې ھم د نوي اسلامي حکومت ذکر شوی، خو تاسې د توقع خلاف اسلامي امارت جوړ‎ کړ‎. دې کار ھم د دواړ‎و لوریو تر منځ د نه باور فضا برابرہ کړ‎ہ.

طالبانو زموږ‎ ټول ولس ته ستر ویاړ‎ وبښه.
که د اسلامي اما رت ایثار، قربانۍ او سرښندنې نه وای، نن به موږ‎ پخپل آزاد ھیواد کې نه وو ناست، نن به مو استقلال نه لرلای خو د استقلال گټل یوہ خبرہ دہ او ساتل یې بیا ډیرہ سیاسي پوھه غواړ‎ي!
زما وړ‎اندیزونه او مشورې د ملت او اما رت د ښیرازۍ او بھترۍ لپارہ دي!
ھیله من یم طالب مشران به د استقلال د ساتلو لپارہ د خپلو خواخوږ‎یو او ولس اواز واوري او پر نیکو مشورو به یې عمل وکړ‎ي!

ریس الوزرا

لومړ‎ی خو تاسې ته ستړ‎ې مه شي وایم! الله مو ھر کله راوله. زہ مو خبرې تائیدوم او ستاسې مشورو او وړ‎اندیزونو ته ھم ھرکلی وایم!

مشاھدہ او خبر ډیر وخت سرہ توپیر لري. ھغه څه چې خلک له افغانستان څخه بھر اوري، ټول واقعیت نه وي.

موږ‎ د نړ‎یوال کلي یو وړ‎وکی کور یو، ځکه نو له نړ‎ۍ سرہ مو ښې اړ‎یکې حتمي دي.
موږ‎ نه غواړ‎و له نړ‎یوال کاروان څخه جلا شو، خو زموږ‎ سرہ نړ‎ۍ ھغه شان تعامل نه کوي چې له نورې نړ‎ۍ سرہ یې کوي!

موږ‎ د خپل کور حالات تر بل ھر چا ښه درک کولای شو.
د یوہ قانوني او مشروع حکومت ټول اساسي او اصولي شرایط مو پورہ کړ‎ي.
قانون حاکم دی، د ځمکې ھغه برخه ( افغانستان ) مو تر تسلط لاندې دہ چې موږ‎ پرې د حُکم چلولو ادعا کوو. ولسي ملاتړ‎ له ځان سرہ لرو او خپل ولس ته د خدماتو په عرضه کولو کې تر بلې ھرې ادارې مو کارونه ډیر سریع، مؤثر او شفاف دي!
زہ پوښتنه کوم: مخکینی ادارې کوم ولسي ملاتړ‎ درلود چې نړ‎یوالو پر رسمیت پیژندلې وہ؟
آیا پخپله د انتخاباتو نړ‎یوالو پیئلیو او نا پیئلیو سازمانونو په تیرو شلو کلنو کې تر سرہ شوي انتخابات ھر ځل تقلبي او له درغلیو ډک نه دي بللي؟
آیا ھر ځل به تر سرہ شوي انتخابات تر تیر ځل ډیر فضیح، شرمیدلي او خود ساخته نه و؟
آیا د انتخاباتو پایلې مو د افغانستان په تاریخ کې
ھم مھاله د دوہ ولسمشرانو د لوړ‎ې شرمناک مراسم نه وو؟
آیا له بُن څخه د بي ۵۲ په وزرونو کې راوړ‎ل شوې ادارې خپل مشروعیت د انتخاباتو له لیارې اخیستی و؟
غرب چې داسې یوہ لاسپوڅې ادارہ په رسمیت پیژني او مشروع یې بولي نو سړی د ھغوی لخوا زموږ‎ سرہ د مور او میرې دا غیر منطقي او غیر قانوني سلوک ته داسې حیران شي چې ان د رسمیت پیژندنې پر نړ‎یوالو اصولو او نورمونو ھم خپل باور له لاسه ورکړ‎ي!‎

پښتانه متل کوي: ورانول آسان او ودانول گران دي.
موږ‎ د ودانولو گران کار ته مټې بډ وھلي. امار ت په تیر یو کال کې د ټولو اقتصادي بندیزونو، پیسو کنگل کیدلو، د تور لیست له امله د سفرونو پر محدودیتونو او نورو خنډونو باوجود پخپلو کمو امکاناتو ډیر کار کړ‎ی، سترې لاسته راوړ‎نې مو لرلي دي.
که د افغانستان معضلې ته لږ‎ په ژور نظر وگورو، و به وینو چې ستونزہ په موږ‎ کې نه بلکې په غربیانو کې دہ.
موږ‎ له ھر چا سرہ د شرعي اصولو او خپلو ملي گټو په رڼا کې سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړ‎یکو ته حاضر یو.
خو که غربي نړ‎ۍ او یا نور ھیوادونه له اما رت څخه ھم د تیرې گوډاگۍ ادارې پڅیر د بادار او غلام، یا آمر او مادون پڅیر اطاعت غواړ‎ي نو دا کار ممکن نه دی!
موږ‎ خپلې ملي گټې د نورو په گټو پسې نه شو تړ‎لی، بلکې غواړ‎و په سیمه کې د نورو مشروع گټې د خپلو ملي گټو په رڼا کې تأمین کړ‎و!
غربیانو شل کاله زموږ‎ وطن وران کړ‎، مالي، ځاني او فکري خسارات یې را واړ‎ول. موږ‎ کولای شول په ورته عمل لاس پورې کړ‎و.
موږ‎ دا قدرت او توانایي لرله چې په غرب کې ورانۍ وکړ‎و خو زموږ‎ پالیسي نه ھغه وخت دا ایجابوله او نه اوس!
ما د اما رت په تیرہ دورہ کې اسامه بن لادن احضار کړ‎، اخطار مې ورکړ‎ چې په افغانستان کې به د یوہ میلمه مھاجر په توگه ژوند کوي. وطن مو ډیر ځوریدلی، ستونزې به نه راته جوړ‎وي او له افغانستان څخه به ھیڅ رنگ سیاسي یا نظامي فعالیت نه کوي!
په دوحه کې مو ھم امریکایانو ته دا اطمینان ورکړ‎ې و، موږ‎ د ھیچا پخلاف د خپلې خاورې د کارونې اجازہ نه ورکوو. اوس ھم دا اطمینان ورکوو.
خو غرب لا ھم زموږ‎ استقلال ننگوي، ستونزې راته پیدا کوي، په کارونو کې مو بیځایه تشبث او مداخلې کوي!
پر موږ‎ د پاکستاني طالبانو د ملاتړ‎ تور لگوي خو د ډرون ھغه حملې نه ویني چې د پاکستان له خاورې پر موږ‎ کیږ‎ي !
موږ‎ د زور پر منطق باور نه لرو، ھڅه کوو د ټولې نړ‎ۍ سرہ مو اړ‎یکې د متقابل احترام پر بنسټ، د دوہ اړ‎خیزو گټو په اډانه کې تنظیم کړ‎و، او ھمدا ھیله او توقع له نورو ھیوادونو څخه ھم لرو!
*****************
د ریس صیب په خبرو کې عجیب کیف او اثر پروت و. د ھغه ژبه سلیسه او روانه وہ خو له جملو څخه یې د سیاسي تعمق سربیرہ د تقوا او سپیڅلتیا خوشبویي ھم راتله!

زما پنځه نکتې:
د ریس الوزرا څخه وروسته زما د خبرو نمبر راغی. ھغه ماته وویل: ته دې ھرہ
پوښتنه/وړ‎اندیز وایه! زہ به یې ځوابوم او ھمداسې به مخکې ځو!
ما د بسم الله پر ویلو ورته وویل:

۱- په تیر شل کلن جھاد کې د جگړ‎ې ثقل زموږ‎ پښتون میشتې سیمې وي, که په مقایسوي ډول یې ووایو ښایي د بامیان، پنجشیر او نورو اقلیت میشتو ولایاتو پر فضا ھومرہ مرغۍ نه وي تیرې شوې لکه څومرہ د ډرون بنگنې چې د لوی کندھار، لوی ننگرھار، لویې پکتیا پر فضا پروازونه کړ‎ي!
که له انصافه تیر نشو، ھمدا د پښتون میشتو سیمو مقاومت، سرښندنې او قربانۍ وې چې اشغال یې مات کړ‎!
اوس د اما رت دندہ او د عدالت غوښتنه دہ چې د یادو سیمو بې کورہ شویو اوسیدونکیو، د شھیدانو، معلولینو، طالب مجاھدینو او بې بضاعته کورنیو ته د ھغوی د دې سترو قربانیو د پاداش په توگه د ھیواد په شمال کې ځمکې او کورونه ورکړ‎ي. دا کار به دوہ گټې ولري:
الف: په شمال کې د پښتنو گڼ شمیر موجودیت به په آیندہ کې د ھیواد احتمالي تجزیې د خطر کچه نورہ ھم ټیټه کړي‎، ھمداراز به په راتلونکې کې د شمال څخه د کوم ستر حمله آور د مخنیوي چارہ ھم شوې وي.
ب: د جگړ‎ہ ځپلیو خلکو پر زخمونو به مو مرھم پټۍ لگولې وي.

ریس صیب:
موږ‎ د دې کار لپارہ له مخکې څخه په یوہ پلان کار کوو. ما د اقتصادي معاونیت، مھاجرینو وزارت او نورو اړ‎وندہ ادارو مسؤلینو ته دندہ سپارلې چې د ھمدې پلان د عملي کولو لارې، چارې وسنجوي.

۲- موږ‎ په تیرو څلورو لسیزو کې دوہ ستر قدرتونه مات کړ‎ل خو د یوہ جھاد کارنامې مو ھم د خپلو راتلونکیو نسلونو لپارہ لکه څرنگ چې پکار وہ، ثبت او خوندي نه کړ‎ې.
زموږ‎ له خپل تاریخ څخه ناخبري د دې لامل گرځیدلی چې نور راته تقلبي اتلان جوړ‎ کړ‎ي.
دا ډیر لوی کار یواځې ستاسې په پاملرنه غواړ‎ي ځکه عملي کول یې پر خورا کمو مصارفو کیدای شي!

ریس صیب:
ښه وړ‎اندیز دی، د کلتور او فرھنگ وزارت د جھادي توکو او په جگړ‎ہ کې د کارول شویو مختلفو وسلو او ابزارو میوزیم او نندارتون د جوړ‎ولو پر کار بوخت دی!
موږ‎ ھڅه کوو د ولس رښتیني اتلان د ولس په زړ‎ہ کې ژوندي وساتو.

۳- د جینکو پر تعلیم بندیز یوہ بله سترہ غمیزہ دہ چې د جگړ‎ې پڅیر یې تر ټولو زیات پښتون میشتې سیمې ځپلي. د ھیواد په شمالي او مرکزي سیمو کې چرته چې نور میلیتونه آباد دي، ټولې ښوونځۍ د زدہ کوونکیو پر مخ پرانستې دي.
د دې حالت تداوم به په حقیقت کې ھغو خلکو ته د سزا ورکولو په مانا وي چې په تیرو شلو کلونو کې یې د اما رت پښې ټینگې کړ‎ې وې!

او که د علامه اقبال پر قول یې ووایم:
تقدیر کے قاضی کا یہ فتویٰ ہے ازل سے
ہے جرم ضعیفی کی سزا مرگ مفاجات!
( دا شعر ھلته نه و ویل شوی، بلکې مفھوم یې ویل شوی و )

ریس صیب:
موږ‎ د تعلیم او تحصیل مخالف نه یو بلکې په دې باور یو چې د تعلیم حاصلول د ھر انسان، نر او ښځې بنیادي حق دی او دا حق ورته تر بل ھر چا مخکې اسلام ورکړ‎ی. موږ‎ کوښښ کوو د شرعي اصولو په رڼا کې د جینکیو تعلیم ته زمینه برابرہ کړ‎و.

۴- زموږ‎ د ډیرو ستونزو حل د اساسي قانون په تدوین او تنفیذ پورې تړ‎لی، نو لازمي دہ چې د اساسي قانون د تسوید لپارہ د یوہ داسې ځانگړ‎ي کمیسون پر جوړ‎ولو کار وشي چې د علمای کرامو تر څنگ قانون پوھان او د ھمدې مسلک متخصصین پکې برخه ولري.

ریس صیب:
زہ له تاسې سرہ موافق یم، موږ‎ عدلیې وزارت ته د ھمداسې یوہ کمیسون جوړ‎ولو حکم کړ‎ی چې ډیر ژر به پخپل کار پیل وکړ‎ي.

۵- د اما رت تر راتگ پس زموږ‎ ډیر ستر علمای کرام د نامالومو وسله والو لخوا پر شھادت ورسیدل. د مولانا انصاري، متوکل او مولانا رحیم الله حقاني پڅیر علمای کرام داسې سترې ضایعې دي چې جبران یې ښایي ھیڅکله ونشي!
پښتانه وایي: سل دې و مرہ خو د سلو سر دې مه مرہ!
دا حقاني علمای کرام د سلو نه بلکې د لکونو سرونه ول.
آیا زموږ‎ د پاته جیدو علماو خوندي ساتل د حکومت دندہ نه دہ؟ او که وي حکومت په دې اړ‎ہ کوم اقدامات کړ‎ي؟

ریس صیب:
علمای کرام زموږ‎ د ټولنې سر او سترگې دي.
د حکومت دندہ نه یواځې د ھغوی ساتنه او حفاظت دی بلکې مکلفیت لري چې د خپل ټول رعیت ساتنه وکړ‎ي.
ما د جیدو علمای کرامو د حفاظت لپارہ ذیربطه ادارو ته خصوصي احکامات جاري کړ‎ي.
الله عزوجل دې زموږ‎ د ټول ولس حافظ او ناصر شي!
********************
موږ‎ له ریس الوزرا سرہ کافي اوږ‎د او مفید مجلس وکړ‎ او بیا مو ترې د تگ اجازہ واخیسته.
بیرون د خپل موټر پر خوا روان شو. ذاکري صیب ویل: د موټرو پارکینگ د صالح تر ټوپ مخکې ډیر شاته و، خو اما رت له ھغه ځایه چمن جوړ‎، اوس نو د چارواکیو موټر په دې واړ‎ہ پارکینگ کې ودریږ‎ي چې ډیری وخت پکې ځای پیدا کول یو څه ستونزمن وي.
ما وویل: د دې مسجد ملا امام د لغمان د فراشغان یو قاري صیب و. نه پوھیږ‎م. ھغه اوس ھم پخپل ځای دی، که نه؟
د ریس صیب د دفتر یو مسؤل چې موږ‎ یې تر موټر پورې بدرگه کولو، ځواب راکړ‎:
نه، ھغه د صالح تر ټوپ پورہ یو کال مخکې له دندې گوښه شوی و!
موږ‎ نور موټر ته وختلو او د خپل استوگنځي پر لور روان شو.
استاد وویل:
په ارگ کې کافي تغیرات راغلي.
زہ ډیر کلونه پخوا ارگ ته راغلی وم خو اوس بالکل بل رنگ ښکاري.
ما فوراً وپوښته: تیر ځل ارگ ته راتگ مو د صالح له ټوپ څخه مخکې و که وروسته؟!!

د عالي تحصیلاتو له وزیر سرہ ملاقات؛

دا لړ‎ۍ ادامه لري….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx