نظــر

ټول احاديث بايد ومنل شي؟

بشارت روحاني

دا د ښاغلي عبد الباري جهاني د يوې پاروونکې مقالې عنوان دی. عنوان سواليه جمله ده مفهوم مخالف يې داسې جوړيږي : ځينې احاديث د منلو وړ نه دي . جهاني صاحب شايد علم اصول الحديث يا له سره لوستلی نه وي او يا شايد د دې مقالې د ليکلو پر مهال يې په ذهن کې مستحضر نه و . که يې د علم اصول الحديث مطالعه درلودله شايد ډېری شبهات يې دفع شوي وای او داسې پاروونکي يو څه به يې نه وای کښلي.

پۀ ډېری ځايونو کې يې د حديث پۀ ظاهري تورو استدلال کړی او له ځانه يې معنی کړي او يا يې هم پر لفظي ژباړه اکتفا کړې. البته که يې د احاديثو شرحو ته سر ورښکاره کړی وای شايد دومره پۀ کږه لاره نۀ وای تللی.
پۀ ځينې ځايونو کې يې د عقل او نقل تر منځ پرتله کړې ده يعنې د حديث او عقل تر منځ يې پرتله کړې کوم احاديث چې د دۀ له عقل سره موافق نه و هغه يې د خپل عقل پر بنسټ نقض کړي . عقل يې سم او حديث يې بې ځايه بللي. خو دې ته يې نه ده ور پام شوی چې وحی تر عقل پورته ده . چېرته چې د عقل کار پای ته رسيږي ، وحی له هغه ځایه پيل کوي. او دا يې هم له پامه غورځولې چې عقل معيار نه دی او نه هم اعتماد بايد پرې وشي ، ځکه چې عقلونه په انسانانو کې متفاوت دي . سمه ده چې يو څه به ستا په عقل غلط وي لکن د بل چا د عقل پر بنسټ به سم وي .

پۀ اکثرو ځايونو کې يې ځينې ضعيف احاديث راوړي چې نه يې سند او نه يې متن د اعتبار وړ دی . که چېرې يې د همدغو احاديثو سندونه يا متنونه د علم اصول الحديث د اصولو او قوانينو پر بنسټ څيړلي وای کيدای شي له خپل بې ځايه نيوکو څخه راګرځېدلی وای. او دې ته يې هم پام اوښتی وای چې بايد د ډيری هغو خلکو چې د احاديثو په اړه دۀ ته ورته دي او بشپړ معلومات ترې نه لري ذهنونه به مغشوش شي.

هغه احاديث يې راوړي چې الله تعالی ته په کې يد ، رجل او نور داسې يو څه ثابت شوي دي او ادعا يې کړې چې دا ډول احاديث د قرآن کريم له آيتونو سره تضاد لري . خو د قرآن کريم پاڼې يې نۀ دي اړولي چې الله تعالی ته په کې د ساق ، وجه او نورو اثبات شوی او هېڅ يې ځان زحمت ته نه دی ورکړی چې په دې اړه يې د عقايدو او کلام کتابونه ، د حديثو شروحات ، د امت د لويو نابغه علماؤ تشريحات ، شننې او ځوابونه لوستلي و او د يد ، رجل او نورو په معنی يې ځان پوهولی و.

احاديثو تر منځ يې تضاد ثابت کړی ځينې احاديث يې راوړي او د هغوی په مقابل کې يې ځينې نور احاديث راوړي او ادعا يې کړې چې ګواکې د دې احاديثو تر منځ تضاد دی نو د ده په ټکو دواړه جعلي احاديث دي لکن د اصولو د کتابونو پر بنسټ يې د نصوصو تر منځ د تضاد او تناقض مسآله نه ده څېړلې . دا يې هم نه ده معلومه کړې کوم حديث پخوانی دی او کوم وروستنی ، نو وروستنی به د مخکني لپاره ناسخ او مخکنی به منسوخ شي. او نه يې هم څه نا څه ځان ستړيا ته ورکړی چې کوم حديث په کومه مرتبه کې دی نو مقابل به يې راجح او دا به مرجوح شي. او که دواړه په يو وخت روايت شوي او په مرتبه کې هم يو شان دي د مجتهدينو او د امت د لويو علماؤ د تطبيق او ترجيح اصول يې له سره ليدلي هم نه دي نو ځکه راغلی او په خپل فکر يې د ځينو احاديثو تر منځ د تضاد او تناقض ادعا کړې.

پر ځينو محدثينو آن ابو هريرة رضي الله عنه يې نيوکه کړې چې احاديث يې په بې پروايۍ روايت کړي خو هېڅ يې د تاريخ پاڼې نه دي اړولي چې ابو هريرة رضي الله عنه احاديث له ځان سره ليکلي ساتلي و او يوازې يې پر خپلې حافظې اتکاء نه وه کړې. او له دې هم نه دی خبر چې ابو هريرة رضي الله عنه به د حافظانو په شان هره شپه د احاديثو ګردان کاوه چې له ذهنه يې ونه وځي. ښاغلي د محدثينو په احتياط او د هغوی په نه پرتله کيدونکو هڅو سترګې پټې کړي او يا شايد اصلا هېڅ معلومات ونه لري چې هغوی يواځې د معنی نه بلکې د احاديثو د الفاظو د کټ مټ را نقلولو څومره کوښښ کړی، څومره سفرونه يې کړي او څومره ستړياوې يې ګاللي . ښاغلي د جرح او تعديل د امامانو مناقب نه دي کتلي چې خپل نږدې اقارب حتی پلار او ورور يې هم نه دي معاف کړي چې يوه ذره خلل يې په کې ليدلی جرح يې پرې کړې او د وخت د حديثو زده کوونکو ته يې ويلي چې د ده له نږدې اقاربو آن پلار دې حديث نه روايت کوي ځکه چې دغه شان ستونزه لري.

د شق صدر د مختلفو واقعو مختلف احاديث يې راوړي او بيا يې ادعا کړې چې دا ټول سره متضاد دي. همدا ډول د رسول صلی الله عليه وسلم د ګوتو نه د اوبو راوتلو د معجزې په هکله يې هم ورته اشکال کړی خو د سيرت کتابونو ته يې هېڅ سر نه دی ورښکاره کړی چې وپوهيږي دا دواړه پيښې يو ځل نه ؛ تکراري شوي دي نو خامخا به يې د راويانو د روايت په الفاظو کې توپير وي. او د دواړو واقعو په اړه يې داسې دلالتاً هم ويلي چې د منلو وړ نه دي . د نوموړي په اند ځکه د منلو وړ نه دي او اعتراض پرې کوي چې د ده عقل يې نه مني. او پر دې نۀ پوهيږي چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم معجزې دي او معجزه خارق العادة کار وي. نادره بيا دا ده چې د تفسير اسمان ته يې هم لاس اچولی او ادعا يې کړې چې محدثينو د شق صدر ټولې واقعې د ( الم نشرح لک صدرک) د شرح د کلمې په استنباط جوړې کړې دي او خبر نه دی چې دا د دې ايت تر ټولو کمزوری تفسير دی.
ځينې احاديث يې راوړي او بيا يې د ننني عصر د ساينس له نظرياتو سره پرتله کړي او ادعا يې کړې چې دا ډول احاديث جعلي دي بايد ونه منل شي. خو کاش لږ فکر يې کړای وای چې ساينس پر تجربو او مشاهدو ولاړ علم دی. پرون د لمر په اړه نظريه يو ډول وه او نن بل ډول ده او سبا شايد بل ډول وي په سلګونو نظريات بدل شوي او شايد لا هم بدل شي. خو اسلام څه د ماشومانو د لوبو څيز نه دی چې د هر چا له تجربو او مشاهدو سره به بدليږي او رابدليږي. بله دا چې رسول صلی الله عليه وسلم عربو ته د هغوی پر ژبه ساده او روانې خبرې کولې. د دې لپاره چې هغوی په اسانه پوه شي بايد همداسې يې کړي وای. ځکه عرب چې اکثريت يې نالوستي و په ډيرو دقيقو او مغلقو خبرو نه پوهېدل.نو ځکه رسول صلی الله عليه وسلم دهغوی په لهجه او ژبه وايي : کله چې لمر راخيږي……..او حال دا چې موږ په پښتو کې هم همدا ډول جمله کاروو چې لمر راوخوت يا لمر پريوت څرنګه چې عام ګړدود د شمسي نظام په نظريې نه دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د هغوی په ژبه او لهجه وايي.

او نږدې ډېرو ځايو کې يې له ټلويزيون څخه د يو نا معلوم شخص له خولې اوريدليو تورو باندې نيوکه کړې. او بيا يې ادعا کړې چې ډېری احاديث دې ته ورته دي بايد ونه منل شي. يو څو ځايه يې ډېر جرئت کړی امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله ته يې مشورې ورکړي چې دوی بايد داسې کړي وای او داسې نه وای کړي. خو کاش لږ يې د هغوی مبارکانو مناقب مطالعه کړي وای او بيا يې ځان ورسره پرتله کړای وای چې ايا ريښتيا هم د هغوی شخصيت او د دۀ شخصيت د پرتلې وړ دي او کنه ؟
په يو ځای کې يې صراحتا ويلي چې ابو هريرة رضي الله عنه دروغ ويلي.نعوذ بالله من ذلک

لنډه دا چې نوموړي سترګې پټې کړي او په پټو سترګو يې پر احاديثو ، صحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم اجمعين ، سلفو صالحینو ، شيخينو رحمهما الله او عامو علماؤ کرامو نيوکې کړي . په لنډ ډول مې د هغه د نيوکو لاملونه ذکر کړل ټول هغه شبهات چې نوموړي په خپله ليکنه کې راوړي د هغو علمي او تحقيقي جاج د کتابونو ، کتابونو بحث دی. ځکه داسې يو چا ته به لومړی ابتدايي معلومات ورکوې چې احاديث وپيژني ، د احاديثو د امامانو اسلوب وپيژني ، علم اصول الحديث ، علم معاني ، بيان او بديع سره بلد شي ؛ بيا شايد د احاديثو په معنی او مفهوم پوه شي.

پای
بشارت روحاني
کابل _ افغانستان
۱۴۴۴/۴/۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو حلېمه

        پهٔ نبوي احادیثو باندې د جهاني صیب دنیوکو لنډ ځوابونه ټول احاديث بايد ومنل شي؟ ____________________ پورته دوه عنوانه ما پر نن ټکي اسياکي ولوستل،  ليکونکو ته يي احترام ، او اخلاص يی ستايم. ولې سوال دا راته پيداکيږې، سی جهانی يو معروف سيکولريست ده، هغه هرڅه خپلو همفکروته ليکلاي سي، هغه دين له الف نه تر ياء پوري له سوال لاندي را ولي، هغه ته قطعي الثبوت او ظني الثبوت، دواړه بي ارزښته دي، نو ځما محترم مشران ولي دهغه په ليکلو تبصری او دهغه ليکلوته د زيات نشر کمپاين کوي؟ د داسی ليکلو، لکه… نور لوستل »

اسلم

روحاني صاحب تر ډیرو نیوکو که تیر وئ او د موضوع ځواب مو ویلئ وه ښه به وه . ګنی ما ستاسو د لیکنې تر لوستو وروسته د جهاني صاحب لیکنه ولوستله . علم اصول حدیث تاسی یاد کړئ . جهاني تر تاسو نه په ډیره مفصله توګه د علم اصول حدیث مهمو ټکو ته اشاره کړې ده . اوس ته لږ په دا علم اصول حدیث باندې مونږ ته لږ معلومات راکړه .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx