لیکنې

افغان استخباراتي ځواک؛ په ملي او اسلامي روحیه نوی پنځیدلی محمدي لښکر….!

خالق یار احمدزی

د واکمن هر ګام، هره کړنه او فعالیت خامخا باید د استخباراتي راپور د معلوماتو په رڼا کې تر سره شي.
ویل کیږي چې د سلطان صلاح الدین رحمه الله د بریا راز د ده د استخباراتي ارګان په قوت او ځیرکتیا کې وه.
د افغانستان د اسلامي امارت تر چتر لاندې د استخباراتو لوی ارګان چې د GDI تر مخفف نوم لاندې فعالیت کوي، په تیر یو کلن مزل کې یې، د هیواد د علیاء مصالحو د خوندیتابه او د شریرو کړیو د شومو هڅو د مخنیوي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره حیرت انګیزې سوبې خپلې کړې دي.
دغه ځواک په همدې کمه موده کې، د سیمې په کچه یو له اغیزمنو استخباراتي ارګانونو څخه شمیرل کیږي، چې ریښې یې دا مهال د هیواد تر هرې کوڅې رسولې او هر دوست او دښمن یې تر کلک څار لاندې نیولی دی.
هوکې…!
همدغه یواځنۍ اسره او وروستۍ هیله ده چې له کلونو یې جنګ ځپلو افغانانو هیله درلوده او په خپلو لپه شویو لاسونو کې به یې تل همدا دعا تکراریده، چې نور دې خدای ج دغه هیواد ته داسې مدافع قوت ور په برخه کړي، چې د پټ او ښکاره غلیم هره شومه هڅه په نطفه کې خنثا او لمنځه یوسي.

همدغه ځواک وتوانیده، چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته د لوی بحران مخه ونیسي، هیواد له ملوک الطوائفي وژغوري، د مهمو او حساسو اداراتو امنیت خوندي او د ولس له سر ومال څخه ساتنه او پالنه وکړي..

همدا ځواک وه، چې د بهرنیانو پر اخور څریدلې شریرې کړۍ یې د عدالت میز ته حاضرې او ملت یې د هغوی له ځبیښاک څخه وژغوره.

بلې! دغه ځواک د خپلې اغیزمنې پالیسي پر اساس وتوانیده، په کمه موده کې په اسلامي امارت پسې شوي پراخ تبلیغاتي پروپاګند وننګوي او نوی حاکم نظام له کوم زور او جبر پرته د خلکو پر زړونو ومني.

استخباراتي ځواک مو له نړیوالو سره د اړیکو د چینلونو په جوړولو کې له خارجه وزارت سره اوږه پر اوږه داسې کار وکړ، چې هم یې خپل ملي او علیاء منافع وساتل او هم یې هغوی دې ته اړ کړل، چې له هغه امارت سره تعامل ته غاړه کیږدي، چې تر پرونه یې پر وړاندې جګړه کول د نړیوال امنیت د خوندیتابه تضمین باله.

افغان استخباراتو ثابته کړه، چې د هیواد له هرې لویشتې څخه په هر وخت ځای کې د دفاع توان لري، ځواکونه یې له عالي مرال څخه برخمن او د دیپلوماسي چینل یې تر ټولو اغیزمن دی.

راځئ له خپلې استخباراتي ادارې GDI سره د خپل ټاټوبي په امن ساتلو او د شریرو عناصرو په لمنځه وړلو کې قاطعانه همکاري وکړو.

د هیواد له ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا، عقیدوي او کلتوري باورونو او خپلو شتمنیو څخه د ساتنې مسؤلیت د همدې ځواک پر غاړه ده، راځئ د همدې ارزښتونو د ساتلو په پار د خپل نظام تر څنګ ودریږو او نړیوالو ته په ډاګه کړو، چې که افغانان خپلې مخې ته پریښوودل شي، د هیواد د بیا ودانولو لپاره مستعد فکرونه او دخپلمنځي غښتلي اتحاد وړتیا تر بل هر چا زیاته لري.

بلې! زمونږ استخباراتي ځواک، پر نبوي مسیر روان دی او د دښمن په صفوفو کې یې داسې غځونې وکړې، چې د هغوی اثر رسوخ یې په نشت امکاناتو، خو پوره ځیرکتیا سره لمنځه یووړ او د شریرو کړیو د رهبري مشران یې د عدالت پنجو ته وسپارل.
تاریخي وقایعو کې راځي چې، د هجرت پر دويم كال، د جمادي الاول په نيمايي كې مدينې ته خبر راورسېد،چې د قريشو كاروان  د “ابوسفيان” په مشرۍ له مکې “شام” ته ځي. پېغمبر اکرم د كاروان تعقيب ته په “ذات العشيره” پورې ولاړ او  تر بلې مياشتې هلته پاتې شو؛خو كاروان پر مخه ورنغى. د كاروان د راستنېدو وخت معلوم و؛ځكه په “مني” او “اوړي” كې به د قريشو كاروان له شامه مکې ته راستنېده.

د استخباراتو تر لاسه کول، په جګړو كې د بري لومړى ګام دى. كه د لښكر مشر د دښمن له استعداد او د جنګيالو له روحياتو او د تمركز له ټکي خبر نه وي؛ نو ودې شي، چې په لومړي ټكر كې مات شي.

د پېغمبر اکرم يو غوره كار دا وه، چې د دښمن له چمتووالي او له دې،چې په كوم ځاى كې به خپل د اوسیدنې ځای جوړوي،ځان مخکې له مخکې خبراوه.

رسول اکرم ص”حضرت طلحه بن عبيدالله” او “حضرت سعيد بن زيد”  استخباراتي چارو ته لېږلې وو.

رارسېدلې استخبارات په لاندې توګه وو:

۱ _ يو ستر كاروان دى، چې ټولو اهل مکه وو پکې ګډون كړى دى.

۲ _ د كارون مشر “ابوسفيان” دى، چې څلوېښت ساتندويان لري.

۳ _  د سوداګرۍ مال پر لوی شمیر اوښانو بار دى،چې د تجارتي مال ارزښت يې تقريبا پينځوس زره ديناره دى.

دا چې په مکه كې د مهاجرو شتمنۍ قريشو نيولې وې؛ نو وخت يې دى،چې مسلمانان هم د قريشو تجارتي مال ضبط كړي او كه قريشو د مسلمانانو مال د كينې او دښمنۍ له مخې واپس نکړ؛نو مسلمانان به هم د قريشو مال د غنيمت په توګه ونیسي؛نو ځكه رسول اکرم خپلو اصحابو ته وويل:(( خلكو! دا كاروان د قريشو كاروان دى! تاسې کړاى شئ د قريشو د مال تصرف ته له مدينې بهر ووځئ،كېداى شي په كار كې مو پراخوالى راشي.)) ؛ نو ځکه د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه، پېغمبر اکرم”حضرت عبدالله بن ام مكتوم” لمانځه ته او “حضرت ابولبابه” سياسي چارو ته خپل ځايناستي وټاكل او په خپله له ۳۱۳ تنو سره د قريشو مال نيولو ته له مدينې ووت؛ چې د همدې مهمو استخباراتي مالوماتو په پایله کې، بالاخره دا لویه جګړه د مسلمانانو په ستره سوبه بدله او محمدي لښکر لومړۍ خو مهمه بریا په خپل نوم کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx