نړۍټکنالوژي

د ټویټر نوی مشر؛ آبي نښان لرونکي ټویټران باید میاشتنۍ ۸ ډالر تادیه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۱ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې ټویټر نوي مشر ایلن ماسک اعلان کړی چې پر ټویټر د آبي نښان لرونکي کاروونکي باید میاشتنۍ ۸ ډالره تادیه کړي.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک څو ورځې وړاندې د ۴۴ ملیارده ډالرو په بدل کې ټویټر وپیره او سمدلاسه یې ددې ځینې لوړپوړي مدیران له دندې ګوښه کړل.

نوموړي تېره ورځ د ټویټر په اړه ویلي چې زیات عاید ته اړتیا لري چې په همدې اساس به د هر ټویټر حساب چې آبي نښان ولري یا په اصطلاح تصدیق (ویریفای) شوی وي میاشتنۍ ۸ ډالره ټویټر ته تادیه کړي.

نوموړي ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به کاروونکی خپل آبي نښه له لاسه ورکړي.

د ټویټر مشر د یادې پریکړې په تړاو ګڼو شرکتونه شکایتونه کړي، خو نوموړي په یوه ټویټ کې رغنده ویلي، «که هر څومره شکایتونه وکړئ، ۸ دالر به حتما تادیه کوئ».

تمه کیږي چې ایلن ماسک به ددې شبکې په نورو برخو کې هم د پام وړ تغیرات راولي او یو شمېر پالیسۍ او قواعد کې بدلون راولي.

د یادونې ده چې ټویټر آبي نښه ورکول په ۲۰۲۱م کال کې پېل کړل، تر څو د مشهورو شخصیتونو او جعلي حسابونو ترمنځ توپیر وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx