ټولنیزه برخه

څه وکړو چې ښه ښکاره شو؟

امین وردګ
هر سړی دا کوښښ کوي چې ښه ښکاره شي، خو نه پوهیږي چې په کوم کار سړی ښه ښکاريږي او په کوم کار بد؟
نو زه دوی ته وایم چې: فقط پر خپلو ځایونو ښه ښکارېږئ او بس!!! که چېرې تاسو د بل پر ځای ناست وئ ، نو هېڅکله به هم ښه ښکاره نشئ.
ماشومانو ته مو د غټو سړيو جامې مه ور اغوندئ او مه تاسو (غټ خلک) د ماشومانو جامې اغوندئ؛ ځکه چې بیا مو هم ماشومان بدښکاري او هم تاسو.
اې! که تاسو نارینه واست نو ښځینه کارونه مه کوئ او مه د نجونو لباس اغوندئ؛ که چېرې ښځینه واست نو بیا د نارینه ؤ کارونو پرېږدئ او مه د هغوی جامې اغوندئ.
که چېرې د لوړو خیالونو او ژورو فکرونه خاوندان وئ! نو سطحي افکار پرېږدئ او که مو فکرونه ماشومانه وي نو هیله کوم د لویانو ځایونه خوشې کړئ او پرېږدئ چې لوی خلک ورته راشي.
تاسو چې چا پیدا کړي یاست، همغه تر بل هر چا ستاسو پر وړتیاوو او توانونو باندې ښه پوهیږي! نو ځکه خو یې هغه امر پر ځانونو عملي کړئ چې فرمایي: ((إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا)) یعنې: الله امر درته کوي چې؛ کارونه یې اهل ته وسپارئ…!
که چېرې تاسو د کوم کار وړتیا نه لرئ او ورته تمبه وئ؛ نو دا عیناً خیانت دی! داسې عمل ستاسو پر جهالت باندې دلالت کوي.
جهالت هم داسې جهالت؛ چې علماء یې جهل مرکب بولي! تاسو به آورېدلي وي چې: جهل پر دوه ډوله دی (جهل مطلق او جهل مرکب) مطلق خو هغه دی چې؛ یو سړی مطلق جاهل وي! مګر مرکب جاهل بیا هغه کس ته وایي ؛ کوم چې پر خپل جهل هم نه پوهیږي.
که چېرې تاسو د کوم کار وړتیا نه لرئ او ځان تر نورو (په دغه کار کې) وړ ګڼئ؛ نو پوه شئ چې له مطلق جهالت څخه مو مرکب جهالت ته ارتقا کړې ده؛  نو زر له دغه ځایه لیرئ شئ! کنه نو هر څه به له لاسه ورکړئ.
حکومت او رعیت دواړه باید له مرکب جهالت څخه ځانونه وژغوري.
د حکومت وظیفه ده؛ چې په رعیت کې به د کار خلک لټوي او کارونه به ورته سپاري؛ که چېرې حکومت خپله وظیفه سرته و نه رسووله، نو حتماً منزوي کیږي او نهایتاً پسې چپه کیږی هم.
که چېرې د حاکم پر یوه چا باور راغی چې دا سړی اهل دی او امر یې ورته وکړ،  نو مامور کس به وړاندیز شوې دنده لومړی له خپلې وړتیا سره پرتله کوي؛ که یې اهل ؤ قبوله یې دې کړي او که یې اهل نه ؤ نو حاکم دې پر جریان و پوهوي، خو که بیا هم حاکم همدغه کس (سره له نا اهلۍ) وړ بللو؛ نو دا بیا د حاکم جهل دی او کله چې حاکم جاهل شي( هغه هم په مرکب جهل سره!) نو د هغه رعیت دې بیا الله پاک مل شي.
په آخر کې دا خبره کوم چې: تر څو هر کار د هغه اهل ته و نه سپارل شي؛ نه هېواد جوړیږي او نه ټولنه.
نو باید هر سړی لومړی خپل ځان و پېژني او بیا خپل ځای! تر څو بد ښکاره نشي.
یعنې هر سړی پر خپل ځای ښه ښکاري! نو که چېرې موږ غواړو چې ښه ښکاره شو؛ باید خپل خپل ځایونه و پېژنو او د نورو ځایونه همغوی ته خوشې کړو.
خو تر ټولو اهمه خبره دا ده چې: ممبر د ابلاغ مقام دی؛ نو پرته له عالم څخه بل کس بد پرې ښکاریږي او عالم هغه چاته ویل کیږي چې ((پوه وي! )) پوه درته یادوم! هغه نه! چې نه پوهیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx